پوښتنه : دمرده لپاره دقرباني په ورځو کي قرباني کول بهترده اوکه نقدي صدقه اوياکومه بله صدقه فقيرانو ته ورکول بهتره ده؟
الجواب- دمرده لپاره دقرباني په ورځوکي قرباني کول افضل ده ترصدقه اوتر نقدي روفي ورکولو ، ځکه دلته دوه اجره دي يودقرباني اوبل دصدقي اوپه صدقه کولوکي صرف يودصدقی اجرده وبس ، فقهاء وائي په لس(۱۰ )روفي حيوان اخستل دقربانی په ورځوکی اوقرباني کول داافضل ده ترزرو(۱۰۰۰ ) روفو چې همداسي صدقه کړي )
(۱)لما في خلاصةالفتا وي ۳۳ /۴ /شراء الاضحية بعشرة اولي من ان يتصدق بالف لان الالف التي تحصل باراقــــة الـــدم لاتحـــصل بالصدقـــة ،
(۲) ومـــثله في الفـــتاوي رحيـــميه ۸۶ /۲ /
(۳) ومـــثله رسائـــل رفعــت قاسمي ۴۸ /۳ /
(۴) ومــــثله في زاد الـفـقـــيه /۷۷۵ / والله اعلم بالصواب








![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه