حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 11:17
    بازدید 217
    ♥2

    هغه حیوانان چی ورباندي مشترکه قرباني جائز ده (۱ )     اوښ او اوښه، (۲)   غوئيي اوغواء ، (۳ ) ګاميښ اوګاميښه ،، په مذکوره حيو انانوپه نر اوښځه اوه(۷ ) کسان شريکيدائي شي تر اوه(۷)کسانو زيات ورباندي نشي شريکيدا ئي (۱) لمافي الحديث ماروي عن جابر رض)انه قال نحرنا مع رسول الله صلي الله عليه […]

    پ
    پ

    هغه حیوانان چی ورباندي مشترکه قرباني جائز ده

    (۱ )     اوښ او اوښه،

    (۲)   غوئيي اوغواء ،

    (۳ ) ګاميښ اوګاميښه ،،

    په مذکوره حيو انانوپه نر اوښځه اوه(۷ ) کسان شريکيدائي شي تر اوه(۷)کسانو زيات ورباندي نشي شريکيدا ئي

    (۱) لمافي الحديث ماروي عن جابر رض)انه قال نحرنا مع رسول الله صلي الله عليه و سلم) البقرة عن سبعة والبدنة عن سبعة اه،هداية ۴۴۲ /۴ /مکتبه رشيدية ،،  

    (۲) وفي الهندية ۲۹۷ /۵ /،ولايجوز بعير واحد ولابقرة واحدة عن اکثر من سبعة ويجوز عن سبعة اواقل من ذلک وهذاقول عامة العلماء ۱۲ ،،والله اعلم باالصواب

    سوال- که شريکان تر (۷)کسانوکم وي مثلا (۶ ) يا ۵ )يا۲ )وي قرباني ئي صحیح کيږي اوکنه ؟

    الجواب-،هو شريکان که تر (۷)کسانو کم وي قرباني ئي صحیح ده ولوکه دوه کسان وي البة تر(۷ ) دزيات کسانو شريکيدل جائزندي ،خو په أو(۷) کسانو کی داشرط ده چې تراومی (۷)حصی بیي حصه دیوه شریک هم کمه نه وی بلکی پوره أومه حصه بیې وی

    (۱)لما في الهندية ۲۹۷ /۵ /واما قدره فلا يجوز الشاة والمعز الا عن واحد وانکانت سمينة تساوي شاتين مما يجوزان يضحي بهماولايجوز بعير واحد ولا بقرة واحدة عن اکثر من سبعة ويجوز عن سبعة او اقل من ذلک وهذا قول عامة العلماء ،،

    (۲) وفي الهداية ۴۴۲/۴ / اويذبح بقرة اوبدنة عن سبعة ،

    (۳) وفی کفایة المفتی (۱۷۸/۸/اونٹ میں،دو   ،تین،   چار،  پانچ ،چھہ ،حصہ کرنا بہے جائز  ہے ایک اور سات میں منحصر نہیں،سات سے زیاده  نہیں ہوسکتے ہیں اس سے کم میں یہ شرط  ہے کہ کسی شریک کا حصہ ساتویں سے کم نہ ہو ۱۲

    والتقدير با السبع يمنع الزيادة ولايمنع النقصان

    سوال- که (۷)کسان په يوحيوان سره شريکان شي خو مخکي ترقرباني کولو يوله شريکانو مړ شي دنوروشريکانو لپاره څه کول پکاردي ؟،

    الجواب – ،که دا مړي ورثه ولري اوبالغان وي او دا نوروشريکانو ته اجازه ورکړي قرباني صحيح ده اوکه یې قربانی د دورثه ؤله اجازي پرته حلاله(ذبحه) کړه قرباني یې صحيح نده ،،

    (۱)لما في الهندية ۳۰۵ /۵ / واذااشتري سبعة بقره ليضحوابها فمات احدالسبعة وقال الورثةوهم کبار اذبحوهاعنه وعنکم جاز استحسانا ولوذبح الباقون بغير اذن الورثة لايجزيهم لانه لم يقع بعضها قربة لعدم الاذن منهم اه ،،

    (۲)وفي البحر ۱۷۷ /۸ بيروت مصري/وان مات احدالسبعة وقال الورثة اذبحواعنه وعنکم صح اه ۱۲ –

    سوال- : که يو سړي اوښ ،ياغوئيي رانيسي البة درانيولو په وخت کي ورسره نور شريکان نشة وروسة له رانيولو ئي شريکان پيدا کړوايا دا شراکت بعد له شراء دحیوان جايز ده ؟،

    الجواب– ، افضل خو داده چې شريکان مخکي تر رانيولودقرباني پيداکړي لکه مخکي چې ذکر شو خو که شريکان بعد له رانيولو پيدا کړي شراکت ئي جائز ده سره له کراهة او که ئي تر رانيولو مخکي دنورودشراکت نيت کړي وي اويا ئي درانيولوپه وخت کي دهيڅ یو شي نيت نوي کړي نه دشراکت أونه هم دأضحي أوبعدکی نور ورشریکان کړي پدي دواړوصورتو کي شراکت جائز ده بيله کومه کراهة ،،

    (۱) لما في الشامي ۵۲۷ /۹ /مکتبه حنيفيه کوئة ، وان نوي ان يشترک   فيهاستة اجزاته لانه ما اوجب الکل علي نفسه باالشراء فان لم يکن نيته عندالشراءلکن لم يوجبها شرکت الستةجاز اه،،

    (۲) وفي الهندية /۳۰۴ /۵ /رشيديه /ولواشتري بقرة يريد ان يضحي بها ثم اشرک فيها ستت يکره ويجزئهم لانه بمنزلة سبع شاة حکما الا ان يريد حين   اشترائهاان يشرکهم فيها فلا يکره وان فعل قبل ان يشتريها احسن وهذا اذاکان مؤسر وان کان فقير فقد أوجب باالشراءفلايجوز أه ۱۲

    (۳)وفي الزيلعي ۴ /۶ / ولو اشتري بقرة يريد ان يضحي بهاعن نفسه ثم اشتر ک مع ستة اجزاه استحسانا والقياس ان لايجوز وهو قول زفررح ، لا نه اعدها للقربة فيمتنع عن بيعهاتمولا وفي الاشتراک ذالک فلا يجوز ذلک وجه الاستحسان انه قد يوجدبقرة سمينة وقد لا يظفر باالشرکاء وقت الشرا ء فيشتريها ثم يطلب الشرکاء ولولم يجزذلک لحرجو ه وهومدفوع ، و الله اعلم باالصواب

    سوال- اوه کسان په قرباني شريکان شول خو تر حلال ولو دقرباني يوه ورځ مخکي يو له شريکانو خپله حصه پريښوده اوپيښمانه شو ايا دنورولپاره دبل سړي شريکول دهمدي سړي په ځائي جائز دي اوکنه ؟

    الجواب-، دغه له شراکت پښيمانه شخص که داسي څوک وي چې قرباني په واجب وي(یعنی غنې وې) اونور شريکان دده په ځاي بل څوک ورګډاوشریک کړي قرباني ئي جائز ده ،

    اوکه دغه شخص مسکين وي اوبياپیښمانه أوجدا شي يو خو دده په ذمه قرباني واجبيږي اوبل ددي نوروشريکانو قرباني هم درسته اوصحيح نده ، البته مذکوره مسئله په هغه قول بناء ده چې دفقیرقربانی په نفس شراء لازم وي !دمسئلي تحقیق تیر شوي!

    (۱) لما في رسائل مو لا نا رفعت قاسمي ۵۰ / ۳ /

    جواب قرباني کي جانور ميں اگرکوئي ايسا شخص شريک تهاجس پر قرباني واجب  ہو اوروه  پهر ذبح سے پہلي شرکت سے علحده ہوگيا اور دوسرا ادمي اس کي حصہ شريک ہوگيا     توقرباني   ہوجا ئي  گي ، اور جس پر قرباني واجب  نہ تهي وه اگر ذبح کرنے   پہلي علحده  ہو   جائي تو اس پر قرباني  واجب  ره گي اور اس جانور  کي دوسري شرکاء  کي قرباني بهي  درست نہ ہوگي  ،

    (۲) ومثلہ في    کفايت المفتي /۸/۱۹۱

    حررة هذالمسئلة في يوم المولود المبارک سنة ۱۴۳۲ /۱۲ /ربيع الاول وهويوم وفاة شيخنا ومر شدنا حضرة شيخ المشائخ مولاناالحاج خليفه صاحب بليلي رحمه الله تعالی عليه ، اللهم ارزقه رضائک ورضاء حبيبک يا رب العلمين اللهم نورمرقده واکرم نزوله ووسع مدخله وغسله باالماءوالثلج والبردونقه من الخطاياکماينق الثوب الابيض من الدنس امين

    پوښتنه :  که فقیر شریک مخکې تر قربانې کولو مړشې دفقیرحصه بل سړی رانسې دفقیر ورثه ؤ ته دده دحصې روفی ورکړی، دغه د فقیر حصه رانیول دفقیر پځا یې شریکیدل صحت لرې اوکنه؟

    الجواب- هو له ورثه ؤ دفقیر څخه دهغه حصه رانیول اودفقیر پځا یې ورسره شریکیدل جا ئز اوشرکت ته کوم نقصان نه رسوی !!!

    (۱) لما فی فتاوی محموديه /۴۰۲/۱۷ .کرسکتے ہیں اس ورثہ سے حصہ خریدلے اور شریک ہوجاۓ !

    (۲)وفی القا ضيخان /۳/۳۴۷/ رجل اشتری اضحية واوجبها بلسانه ثم مات قبل ان يضحی بها کان ميراثا فی قول ابی حنيفته رح والله اعلم باالصواب !!!

    پوښتنه :  که دبينګ افسر يا ملا زم او يا هم دانشورنس ملازم اويا بل داسي شخص چې اکثر امدن ئي حرام وي په مشتر که قرباني کي له نورو کسانوسره شريک شي قرباني ئي صحيح ده اوکنه ؟،

    الجواب، پدي صورت کي دعلماء دقول مطابق ديوه شريک قرباني هم صحيح نده ،

    (۱) لما في احسن الفتا وي ۵۰۶ /۷ /سوال بينک ملازم يا انشوژنس ملازم  يا کوۓ ايسا شخص شريک کي جسکا کل يا اکثر  امدني  حرام  ہے   اس کي  شرکت سے  دوسري    شرکاء کي

    قرباني پر کوئي اثر پڑے     گا يا نہیں،،

    الجواب ، اس صورت ميں کسی   کي  قرباني   بهي درست  نہیں ،،والله اعلم باالصوا ب

    مسئله، علمأء فرمائی که په شريکانو کي داسي څوک وي چې رسو ل الله (ص) عالم الغيب بولي ، اويائي د حاضر اوناظر عقیده وي دټولو شریکانو قرباني فاسديږ ي ،

    کما في احسن الفتاوي ، ۵۱۰/۷/ والله اعلم باالصواب،

    سوال- که په يوه غوائيي کي (۶)کسان ګډ شي ديو ه سړي دوه حصي وي خوبعد له ذبح يو بل سړي راشي ورته ووائي دايوه حصه ماته راکړي زبه درشريک سم ايا دغه شراکت بعد له ذبح دقربانی جائز ده اوکنه ،؟،

    الجواب- ،دقرباني له ذبح بعد دبل چا شراکت جا ئز نده که ئي ورشريک کړي قرباني ئي درسة أو صحيح نده ،

    (۱)لما في رسائل مولانا رفعت ۵۰ /۳ /جواب قرباني   کي ذبح ہو جانے کی بعد پهر حصہ  کا تغير  تبدل    درست    نہیں   اه ،

    (۲) ومثلہ في عزيز الفتا وي / ۷۱۹ /۱ /اردو ،      والله اعلم باالصواب

    سوال– که څوشريکانو،یو غويې،یاأوښ، رانیول خو نيتونه يې دقربت اوثواب له کبله سره مختلف وي مثلادبعضودواجبي قرباني نيت ؤاودبعض دنفلي قرباني نيت ؤ،داسي شراکت جائز ده اوکنه ؟،

    الجواب-،شريعت مقدس په غوايي اواوښ په نر اوښځه باندي مشترکه قرباني جائز کړي البة پدي شرط چې دټولو شريکانو نيت به قربت الهي وي که څه هم مختلف قربات وي لهذادمتنفيلينواوواجب والامشترکه قرباني جا ئز ده

    (۱)لما في البدائع ۷۱ /۵ /ولواراد والقربةالاضحية اوغيرها اجزاءهم سواءکانت القربة واجبة اوتطوعا اووجبت علي البعض دون البعض وسواء اتفقت جهات القربة اواختلفت اه ۱۲

    (۲) وفي البحر ۱۷۷ /۸ /تجوز عن سبعة بشرط قصدالکل االقربة واختلاف الجهات فيما لايضر کا القران والمتعة والاضحية لاتحادالمقصودوهوالقربة اه ۱۲

    (۳) ومثله في الحقانية ۴۶۹ /۶ /والله أعلم باالصواب

    سوال- که له شريکانو څخه دبعض دموجوده کال نيت وي اودبعض بيا دتيرشوي کال دقرباني نيت وي اودبعضو بيادنفلي قرباني نیت وي اوټول په یوه حیوان شریک شي، ايا دغه شراکت جائز ده ؟،

    الجواب– ،دموجوده اوحاضر کال والا اوهمداډول دنفلي قرباني والا قرباني جائز اوصحېح ده غاړی خلاصي دي، اما دتير کال د والا قرباني جائز نده البة پدي صورت کي به ټوله غوشه دقرباني خيرات وي يوه له شريکانو به هم داغوشه نه خوري ،

    (۱)لما في القاضيخان علي ها مش الهندية ۳۴۹ /۳ /سبعة اشترو بقرة للاضحية فنوي احدهم الاضحية عن نفسه لهذالسنة ونوي اصحابه الاضحية عن السنة الماضية قالو تجوز الاضحية عن هذا لواحد ونية اصحابه للسنة الماضية باطلة وصارو امتطوعين ووجبة التصدق عليهم بلحمها وعلي الواحد ايضالان نصيبه شائع اه

    (۲)ومثله في الشامي ۵۲۷ /۹ .

    (۳)ومثله فی االفقه الاسلامی /۲۷۳۹ /۴ / والله اعلم باالصواب ،

    سوال– که له شريکانودقرباني څخه يو سود خور وي دغه شراکت او قرباني جائزده اوکنه ؟،

    الجواب- ، دسود خور مال چون ټول حرام ده او دحرام مال تصد ق واجب ده لهذادسودخور د شراکت په صورت کی دټولو شريکانو قر باني درسته اوجائز نده ،

    (۱)لما في رسائل مولانا رفعت قاسمي ۵۲ / ۳ /سود  خورکي    ساتھ  قرباني  میں شرکت  نہیں   کریں چا ۓ ،،

    (۲) و في کفایت المفتی ۱۹۰ /۸ /مکتبہ دار الاشاعت کراچی / جواب / سود خوار کی سا تھ قربانی میں شریک نہیں ہو نا چا  ہے /

    وفی ا لعالمکيري / ۵ / اوکان شريک السبع من يريد اللحم او کان نصرانيااونحو ذلک لايجوز للا خرين کذا فی السراجیہ ؟ والله ا علم بالصواب                                                                                   

    سوال- که له شريکانو څخه ديوه دغوښي نيت وي اوياهم نصراني اويا شعيه یاپر ويزي اویابل دخرابي أوفاسدی عقيدي والاوي قرباني أوشراکت ئي جائز ده اوکنه ؟،

    الجواب- په مذکوره صورةکي ديوشريک قرباني هم صحیح نده اعاده ورباندي لازم ده

    (۱)لما في الهندية۳۰۴ /۵ /ا وکان شريک السبع من يريد اللحم اوکان نصرانيا ونحو ذلک لايجوز للاخرين ايضا کذا في السراجية ،!

    (۲) وفي الدرمختار/ ۵۴۰ /۹ /وان کان شريک الستة نصرانيا أومريد اللحم لم يجز عن واحد منهم لان الاراقة لاتتجز أ،هدايه ،

    پوښتنه – که يوسړي ددنيا زکوة   نه ور کوي اوقرباني کوي ايا قرباني ئي جائز ده؟،

    الجواب- ،چون قرباني يومستقل عبادت ده لهذاکه ئي په خلوص دنيت سره وکوي جائز اوصحیح ده دزکوة نه ورکولو ځان ته ګناه ده،

    (۱)لما في اپکامسائل اور ان کا حل ۱۷۷ /۴ /اگرخلوص سے قرباني کري توقرباني  کا    ثواب ملي گا  اور   زکوة   نہ        ديني    کا     وبال ألگ   ہوگا   ،

    مسئله– که دوه کسان په دو(۲) پسونو سره شریکان شول أویا أوه (۷) کسان په أوه (۷)پسونو سره شریکان شول قیاس وايې چې ناروادي شي مګر أستحسانا جائز ده ،،والله أعلم باالصواب ،

    رحمت بیان شرح رشید بیان / /۱/۳۲۹ .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.