حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 18:52
    بازدید 223
    ♥2

    پوښتنه : – هغه حيوان چې دقرباني لپاره رانيول شي بيا ورک يا غلاکړل شي اومالک يې بيا بل دهغه پځائ رانيسي اوس که هغه ورک بيرته پيداسي ا وس به دواړه ذبح کوي اوکه يو له هغو نه؟ الجواب– که يې دا دوم داول په بدل اوعوض کي رانيولي وي بيا که هريو لدويه […]

    پ
    پ

    پوښتنه : – هغه حيوان چې دقرباني لپاره رانيول شي بيا ورک يا غلاکړل شي اومالک يې بيا بل دهغه پځائ رانيسي اوس که هغه ورک بيرته پيداسي ا وس به دواړه ذبح کوي اوکه يو له هغو نه؟

    الجواب– که يې دا دوم داول په بدل اوعوض کي رانيولي وي بيا که هريو لدويه نه ذبح کړي جائز ده ،اوکي دادوم مستقلاپه ځان واجب کړي وي پدي صورت کي د دواړو قرباني ورباندي لازم ده !

    (۱)،لما في الزيلعي ۷ /۶ /وذکر الزعفراني في رجل اشتري شاة للا ضحية واوجبهااضحية فضلت منه ثم اشتري اخري مثلهاواوجبهااضحية ثم وجدالاولي فان اوجب الثانية ايجابا مستانفا فعليه ان يضحي بهماوان اوجبهابدلا عن الاولي فانه ان يذبح بايهم شاءلان الايجاب متحد فاتحدالواجب ،، والله اعلم باالصواب

    پوښتنه :  که په سړي قرباني واجب وي دقرباني لپاره حيوان رانیسی بيا دغه حيوان ورک يا غلا اويا مړسي په مذکوره سړي بله قرباني واجبيږي اوکنه ؟که بله واجبيږي بياکه ددوهم له ذبح بعد اوله بيرته پيداشي بيادهغي قرباني هم واجب ده اوکنه ؟بینواتؤجر

    الجواب، په اول صورت کی که مذکوره شخص غني وي بله قرباني ورباندي واجبه ده، په دویم صورت کی که له دوهمه قرباني بعد اول قرباني پيدا شي بهتره داده چې اول هم ذبح کړي البته ورباندی لازم نده ، اوکه مذکوره شخص مسکين وي چون دمسکين قرباني نفلي ده په واجب نده ،لهذا که دمسکين قرباني ورک ياغلا یاهم مړه شي قرباني ورڅخه سا قط ده په ذمه يې بله قرباني نشته ،اوکه مسکين بله قرباني رانيسي اوهغه اول ورکه قرباني يې هم پيداشي پدي صورت کي ددواړو قرباني کول ورباندي واجب ندي ،ځکه چې په نفس شراء په فقیر واجب نګرزی همداقول راحج ده، مسئله مخکی ذکرشوی ده ،ولوکه دبعض علماؤ په نزد ورباندی دواړی لازم ګرزی ،خو راجح اول قول ده فتأمل

    (۱) ما فی الشــــامی /۹/۵۹۳/ /وکذا لوماتت فعلی الغنی غيرها لاالفقير آه ۱۲

    (۲) ومثـــله فی الهـــــــــــدايه  /۴/۴۴۶/ .

    (۳)وفی البحرالرائق /۸/۱۳۵/رجل أشتری أضحية وأوجبها فضلت ثم أشتری أخری فاوجبها ثم وجد الاولی ان کان اوجب الثانية بدلا عن الاولی فعليه أن اذبح أيتهما شاء وأن اوجب الثانية بلسانيه فعليه أن يضحی بهما ولم يفصل بين الفقير والغنی

    (۴) ومثله فی الزيلعی /۷/۶/ والله أعلم بالصواب

    اوپه زادالفقیه کی داحکم داسی ذکرسوی ده/۷۷۸/کتاب الاضحیة،

    ويتصدق به بلافرق بين الغنی والفقير ولکن ذکر فی الينابيع ان الفقير يذبحهما وان لم يذبح الثانيةحتی مضت آيام النحر ثم وجد الاولی بعده فعليه ان يتصدق بافضلهما ولايذبحهما ،والله أعلم باالصواب

     

    يوښتنه : که یوسړی قربانی رانیسی بیا ورکه یامړه شی اوس ورباندی بله واجبیږی کنه؟

    الجواب- ،ددی مسئلي حکم له مخکېنيو مسئلو څخه معلوم شو،خو بیا هم مذکوره شخص که غنی وی خو بله پری واجب ده )

    (۱)لما فی الشامی الجديد /۵۳۹/ ۹/وکذا لوماتت فعلی الغنی غيرها لاالفقير ،،

    (۲)ومثله فی الهداية، رشيديه/۴۴۶/۴/والله أعلم بالصواب

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.