۱= په سجده کې سرددواړ ولاسوپه مابین کې داسي کیږدئ چې ددواړو بټوګوتو سرونه دغوږو له نرمۍ سره برابرشي ،
۲= په سجده کې ددواړو لاس ګوتي بندول په کاردي ، یعني ګوتي به بلکل نښتي وي، اوپه مابین کې به یې فاصله نه وي،
۳= دګوتومخ به دقبلي وطرف ته وي،
۴ = څنګلي به له زمکي څخه پورته وي، پرزمکه باندي څنګلي لګول صحیح نه دي ،
۵= دواړه بازوګان به له بغلو څخه لیري وي، اوله بغلو سره بازوګان مه نښلوئ،
۶= څنګلي دومره مه پورته کوئ چې ستاسوپه څنګ لمونځ کونکي ته تکلیف وي،
۷= ورنونه به له نس سره نه وي نښتي ، بلکه له نس څخه به ازادوي،
۸= دسجدي په ټول دوران کې به پوزه په زمکه باندي لګیدلي وي، اودزمکي څخه به پورته نه وي [۱]
۹= دواړي پښي داسي ودروئ چې پوندي یې لوړي وي اوټولي ګوتي یې ښه کت کړئ چې مخونه یې دقبلي طرف ته شي ، کوم څوک چې دټول ګوتو په کت کیدلو باندي قادرنه وي نوهغه چې یې څونه کت کولی شي دهومره کت کیدلو اهتمام دي وکړي، پرته له عذرڅخه دپښوګوتي په زمکه باندي ښوودل صحیح نه دي، [۲]
۱۰ = ددي خبري خیال وساتئ چې دسجدي په وخت کې پښه له زمکي څخه پورته نه شي ، بعض خلک دارنګه سجده کوي چې دپښي یوه ګوته یې هم دلږ وخت لپاره پرزمکه باندي نه لګوي ، دغه رنګه سجده نه اداء کیږي نوپه نتیجه کې یې لمونځ هم اداء نه شو، اوددي څخه په ډیراهتمام سره خپل ځان وژغورئ ،
۱۱ = په سجده کې څه ناڅه دومره وخت تیرکړئ چې درې ځله سبحان ربی الاعلی په اطمنان سره وویل شي ، تندی لګول اودستي بیرته پورته کیدل منع دي،[۳]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حاشیه :
[۱] هغه خلګ چې بګړۍ په سرکوي ځیني یې داغلطي کوي چې دسجدي په حالت کې یواځې پوزه لګوي اوتندی یې دلنګوټي له امله په زمکه نه لګیږي ، نو دغه خلګ بایدپوه شې چې یواځې په پوزه سره سجده نه صحیح کیږي اوچې سجده صحیح نه شوه نولمونځ یې هم صحت نه لري ، لهذا په سجده کې دتندي لګول ضروري دي ،
اوځیني خلګ چې بیا یواځې خولۍ په سرکوي هغه بیاکله ناکله داغلطي کوي چې یواځې تندی لګوي اوپوزه په سجده کې په زمکه نه ږدي نودغه خلګ هم بایدله دغي غلطۍ څخه ځآنونه وساتي څکه په داډول سره لمونځ مکروه کیږي . سجده په تندي اوپوزه دواړو سره ضروري ده .
[۲] دسجدي په حالت کې ځیني خلګ داسې غلطي کوي چې دپښودګوتوشاوي په زمکه ږدي چې په دي ډول سره سجده نه اداکیږي لهذا دسجدي په حالت کې دپښودګوتو سرونه په داسې طریقه سره لګول چې ګوتي دقبلي لورته کت شوي وي ضروري دي .
[۳] زموږ ډیرکمکي ځوانان له ماشومتوب نه په تلواري لمانځه اموخته شوي دي اوداسې په تلواره لمونځ کوي چې نه یې رکوع اونه هم سجده معلومیږي اونویې قومه اوجلسه معلومیږي چې په دي ډول سره یې لمونځ هیڅ صحت نه لري ، سرپرستان یا مشران باید دخپلو کشرانو لمونځونو ته ځانګړي توجه وکړي څولمونځونه په صحیح طریقه سره اداکړي .
ابویاسر .












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه