حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/19/1394 ساعت: 10:51
    بازدید 659
    ♥3

    [حکم الأوراق النقدیة] مفتي/ حبيب الله قاسمي [دوهمه برخه]   [۲]ــ دبانک نوټ په اړه دوهم نظر:   ددوهم نظر خاوندان وايي چې : نوټ پخپله مال اوسوداګريز توکی دی . ځکه راکړه ورکړه اوس ټوله دهمدې نوټ په مرسته کيږي، کاغذ په خپل ځان کې هم يوڅه ارزښت اوقيمت لري، خو اوس يې قيمت […]

    پ
    پ

    [حکم الأوراق النقدیة]

    مفتي/ حبيب الله قاسمي

    [دوهمه برخه]

     

    [۲]ــ دبانک نوټ په اړه دوهم نظر:

     

    ددوهم نظر خاوندان وايي چې : نوټ پخپله مال اوسوداګريز توکی دی . ځکه راکړه ورکړه اوس ټوله دهمدې نوټ په مرسته کيږي، کاغذ په خپل ځان کې هم يوڅه ارزښت اوقيمت لري، خو اوس يې قيمت دود او رواج نور هم لوړکړی ، لکه قيمتي کاڼي او مرغلرې، چې قيمت يې که څه هم ډير لوړ دی، خوبياهم د مال او سوداګريز توکي بڼه لري .

    ياد نظر په هند کې د رام پور علماوو اودغه راز دهند نامتو مولانا احمد رضا خان لاره ، شيخ عبدالرحمن السعدي ته هم دغه نظر غوره ښکاري[1]. مولانا احمدرضا خان د خپل موقف دتاييد ځانګړې رساله ((کفل الفقيه الفاهم فی أحکام القرطاس و الدراهم ))ترنامه لاندې ليکلې ده، دا په خپله رساله کې پردې ټينګار کوي، چې نوټ سوداګريز توکی (مال) دی ، دپور سند، نه دی ، دی ليکی :

    اما أصله فمعلوم أنه قطعةٌ کاغذ ، والکاغذ مالٌ متقومٌ و مازادته ه‍ذه السکة إلارغبة للناس اليه ، و زيادة في صلوح إدخاره للحاجات وه‍ذا معنی المال ای يميل اليه الطبع ويمکن إدخاره للحاجة.

    ژباړه : دنوټ اصل خو موږ ته څرګند دی، چې دکاغذ يوه ټوټه ده اوکاغذ

    مال دی ،چې قيمت لري ،خوکله چې نوټ سيکه وبلل شوه ؛ نودخلکو ليوالتيا ورسره زياته شوه ، بله داچې د اړتيا پرمهال يې زيرمه کول، هم زيات اسانه دي ، د يوه توکي سوداګريز مال بلل همداسې وي، چې دخلکو ليوالتيا ورسره زياته وي اوخلک يې د خپلو راتلونکو اړتياوو بشپړولو له پاره زيرمه کړای شي . [2]

    ددوهم نظر دخاوندانو دلايل :

    لومړی دليل :

    سوداګريزو توکو اوسامان (عروضو ) چې څومره تعريفونه اوځانګړنې بيان شوي هغه ټولې په اوسني نوټ کې شته لکه لاندې تعريفونه يې تاسو ګورئ :

    لومړی تعريف : العرض هوکل ماعدا العين و الطعام من الاشياء کلها .

    ژباړه : له سرو اوسپينو زرو پرته نور ټول شيان دسوداګريزو توکو (عروضو) تر سرليک لاندې راځي .

    دوهم تعريف : هو: ماسوی النقد :

    ژباړه :له زرو پرته نورټول شيان سوداګريز توکي ګنل کيږي.

    دريم تعريف : هوکل ما لا زکاة في عينه.

    ژباړه : سوداګريز توکي هغه دي په ذات کې يې زکات نه واجبيږي .

    څلورم تعريف : هو ما عدا الحيوان ، والطعام ، والنقد

    ژباړه : له ژوي ،خوراکو توکو اوزرو پرته نورټول شيان توکي دي.

    دوهم دليل :

    دنوټ په مرسته چې کله يوڅوک توکي اخلي ؛ نوعقد پرخپله پر نوټ خلک بولي، په سرو او سپينو زرو يې څوک نه بولي،بيا دنوټ قيمت ټاکل کيږي، چې له خلکو سره ليوالتيا پيدا شي ، نوټ په ځان کې له زرو سره ډير توپير لري ،ځکه نوټ يواځې يو کاغذ دی ،که څه هم په چلښت کې د زرو دروپو په څير اوس شوي ،سپينو زرو ته ورته والي لري ،خود ورته والي معنا يې دانه ده ،چې د سپينو اوياسروحکمونه ورباندې پلي کړو ، تاسو وګورئ، مرغلري اوقيمتي کاڼي که څه هم کله داسې پېښیږي چې قيمت یې له زرو سره برابر اوياهم ترې پورته وي ،تاسو وواياست موږ داسې قيمتي کاڼو ته زر ووايو ؟ هېڅکله نه ؛نو نوټ هم دغسې وبولئ .

    دريم دليل :

    نوټ نه تلل کيږي اونه هم وزن کيږي ،نه ورته داسې بل څه نشته، چې

    چې دهغه شئ حکمونه ورباندې پلي کړو.

    څلورم دليل :

    فقهاوو ويلي : نوي مسايل بايد هغوی ته نژدې مسايلو باندې قياس کړل شي اوبياپرې دپخوانومسايلوټول حکمونه پلی شي، د همدې قاعدې غوښتنه ده چې: نوټ هم بايد د(عروضو) تر حکم لاندې راشي ځکه توښه (عروض) دغسې دي ،چې نه پيمانه کيږي اونه هم په وزن پلورل کيږي ،نه هم چارپای او نه هم ځمکه وي .

    پنځم دليل :

    که چېرته نوټ واکمن له چلښت څخه وغورځوي، نوبيايې هېڅ ارزښت نه پاتي کيږي، داپه خپله ددې خبرې دليل دی، چې نوټ په ځان کې زر نه دي ،بلکې دلنډ وخت له پاره زر ګڼل شوي دي ،څودخلکو پام ځانته واړوي، خوسره اوسپين زر داسې نه دي، هغه تل ارزښت لري، له همدې امله وايو چې: نوټ د زرو بديل اوياهم   ورته بلل يوداسې قياس دی ،چې زړه ته يې سمون نه لويږي .

     

    د دوهم نظر په رڼا کې د نوټ شرعي حکمونه:

    لومړی حکم :

    ترټولو خطرناک اوداندېښنې وړ حکم ،چې ددې نطر خاوندان يې بيانوي، هغه دادي چې : کاغذي نوټ سودي توکی نه دی، له همدې امله دوی وايي چې د نوټو په خپل منځ کې ګټه اوسود روادی، په دې معنا چې ديونوټ په بدل کې، دوه برابر نور نوټونه اخېستل روا دي ،داسې چې احمد کولای شي، چې خپلې زر روپۍ له زبير سره په اته سوه روپیو بدلې کړي، خودوهم ډول سود چې ربا النسئة ورته وایې ،هغه پکې روا نه دی، په دې معنا چې څوک چاته زر روپۍ پور ورکړی اوسباته ترې څه دپاسه زر روپۍ غواړي، مولانا احمد رضاخان دغه خطرناکه مسئله داسې بيانوي :

    نعم يجوز بيعه بأزيد من رقمه وبأنقص منه کيفما

    ژباړه : پرنوټ چې څومره قيمت ليکلی وي ،ترهغه يې په زيات اوياهم کم قيمت پلورل په خپله خوښه پلورل اوبدلول سهي دي[3]

    فتاوي سعديه دغه حکم داسې بيانوي :

    فتعين أنها سلعٌ يثبت له مايثبت لسائر السلع من زيادة ونقصان ، وجواز بيعها بعضها ببعض مماثلا ً أو متفاضلاً .[4]

    ژباړه : نوداخبره څرګنده شوه چې نوټ يوډول سوداګريزه توښه ده، چې دنورو مالونو په څېر په بدلون کې يې کمښت او زيادت پروا نه لري ، که څه هم دواړه نوټونه يوجنس وي اويايې جنسونه سره بيل وی .

    ياد حکم شيخ سليمان الحمد په خپله فتوا کې داسې بيانوي :

    إذا علم هذا فلامانع من بيع الورق علی اختلاف انوعه ومسماياته من الريالات أو الدنانير أوالجنيهات بأحدالنقدين من الذهب والفضه متفاضلاً أو نساءً ولا دخل للربا في شئ من ذلک ، لأن الورق ليس من الأموال الربوية ، و لأن الرباء مختصٌ بالمکيلات ، و الموزنات ، والورقُ ليس بمکيلٍ و لاموزنٍ .

    ژباړه : دنوټوپه ادلون بدلون کې هېڅ راز ربا نشته، ځکه چې نوټ ربوي مال نه دی، بلکې سود يواځې په هغه څه کې راځي، چې تلل کيږي اوياهم پيمانه کيږي .[5]

    دوهم حکم :

    په نوټونوکې که چېرته د سوداګري نيت نه وي، نوبياپرې زکات هم نشته.

    دريم حکم :

    دنوټونو له لارې مضاربت هم نه شي کيدای، ځکه چې مضاربت کې داخبره

    ضروري ده، چې پانګه د درهم اويا دينار په بڼه وي، اويابه هم دمسو روپۍ (نقود) وي په داسې حال چې نوټ دغه يوهم نه دی .

    دوهم نظر ته کره کتنه:

     

    ددوهم نظر سره سم په نوټوکې سود دواړه ډوله نشته، داسې چې نه په نغدو کې (ربا الفضل )اونه هم په پورکې (رباالنسئة) شته ، دا ډيره خطرناکه خبره ده، ځکه په دې سره به دخلکو پرمخ د ربا دروازې په دواړوپټ (مخونه) پرانېستل شي، ځکه ددې موقف علماء وايي، چې نوټ سامان دی، داسې څه شئ نه دی، چې تلل کيږي اوياهم پيمانه کيږي او سود خو په داسې څه کې راځي، چې هغه تلل کيږي اوياهم پيمانه کيږي، دغه راز نوټ ثمنيت هم نه لري، نودسود منځ ته راتګ لامل پکې نشته .[6]

    په دې اړه دالفقه الاسلامي مولف مرحوم داکتر وهبه زحيلی ليکی :

    ….إن من مظاهر انحطاط الفكر ودواهي العلم أن يقال: (إن الأوراق النقدية

    لا توزن، فلا تعتبر من الربويات، بل تأخذ حكم العروض التجارية)،

    …..وهذا جهل واضح بحقيقة النقود، فإنها ثمن اصطلاحي …[7]

    ژباړه : دابه ستره ناپوهي اود لوی ځور خبره به وي، که موږ د بانک نوټ په اړه داسې ووايو : څرنګه چې نوټ نه تلل کيږی ؛نوسودي مال نه دی او د سوداګريزو توکو حکم لري ….ځکه دغه ډول پريکړه ،د روپو د حکمونو په اړه دسترې ناپوهي ګواهي ورکوي، ځکه دغه بانک نوټ اوس رواجي روپۍ ګرځيدلی دي .

    ددې نظر خاوندان وايي :چې نوټ دعروضو ترچتر لاندې راځي ،داخبره ناسمه ځکه ده، چې ياد تعريفونه فقهاوو بېلابېلو بحثونو غوښتونو ته په پام سره ليکلي دي ، دغه تعريفونه عام نه دي ، د مثال په ډول د زکات په باب کې يې د چارپاي (حيوان ) د ځمکې د زکات اودغه راز د سپينو او سرو د زکات حکمونه ياد شوي دي ،بياچې د عروضو يادونه راغلې ؛ نو د هغه مقام غوښتنې ته په پام سره يې دعروضو ياد تعريفونه کړي ،ځکه دهغه ځای غوښتنه همداسې وه، لکه دمالکيه فقهاوو په کتابونوکې راځي : المراد بالعروض هنا مقابل الذهب و الفضة

    ژباړه:دلته له عروضو څخه موخه هغه څه دي، چې سره اوسپين زر نه وي. [8]

    چې (دلته) ټکی يې ورسره ليکلی ،ددې ټکي موخه داده، چې موږ د عروضو کوم تعريف کړی، هغه خاص دی ، عام نه دی .

    په دلايلوکې داخبره هم ياده شوي ده ،چې کله حکومت نوټونه له چلښت څخه وغورځوي ؛ نوبيايې قيمت هم له منځه ځي، نو موږ وايو چې د نوټ په اړه دغه بحث به هغه مهال وي ،کله چې نوټ د روپيو په څېر چليږي او که چېرته يې حکومت له چلښت نه وغورځوي ، بياله داسې نوټ سره زموږ کار نشته او موږ ورباندې له سره بحث نه کوو .

     

     

     

    [1] فتاوی سعديه : له ۲۷نه تر ۲۹مخ پورې .

    [2] کفل الفقيه الفاهم فی احکام القرطاس والدراهم مخ : ۱۳دمولوي احمدرضاخان بريلوي لاهور شبير برادز اردو بازار لاهور . مولوي احمدرضاخان په هند کې يوډيره ناندريزه څېره تېره شوې ،د ديوبند مدرسې له نامتو علماوو سره يې دفرعي مسايلو په سر ډيرې شخړې او مناظرې وکړې ، په خپلو کتابونوکې يې ډير بدر رد اوسپکې سپورې ورپسې وليکلې ، په ټول هند کې يې سترې ناندرۍ را وپارولې ، مذهبي شخړې راولاړې کړې ،دمسلمانانو ترمنځ يې ستر فکري واټنونه را منځ ته کړل ، له پوهاند رشاد مرحوم نه مې اوريدلي وو، چې نوموړي په خټه بړيڅ پښتون ملا و .

    [3] کفل الفقيه الفاهم فی احکام القرطاس والدراهم ۶۲مخ .

    [4] فتاوی سعديه : مخ .

    [5] د ((البلاد السعودية)) مجله ۲۹۲۷ګڼه (نيټه۲۲/ ۶/ ۱۳۷۸هـ)

    المعاملات المالية المعاصرة فی الفقه الاسلامي دډاکتر عثمان شبير ليکنه بيروت درالنفايس درېيم چاپ ۱۴۱۹هـ

    [6] دغه نظر مولانا عبدالحی لکهنوی رحمه الله په خپله فتوا دريم ټوک ۱۷مخ کې هم غندلی ، دغه راز دغه نظرباندې ښاغلی استاد عبداللطيف فرفور په خپله مقاله کې نيوکي کړي دي، ددغو دلايلو کره ځوابونه يې ويلي دي ، وګورئ دمجمع الفقه الاسلامي مجله : دريم دشميره : ۳ټوک ۱۷۴۵مخ. ديادونې وړ ده چې اوس دغه څه دپاسه ديرش ټوکېزه مجله د عربي کتابونو مشهور بريښنايي کتابتون (شامله) ته هم را وړل شوې.

    [7] الفقه الاسلامی : 5/ 3752.

    [8] الخرشي علی سيدخليل د محمد الخرشي مالکي ليکنه دوهم ټوک ۲۹۵مخ .ليکنه بيروت دارالصادر .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.