حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دمجاهدینوپه نوم !  قطاع الطریق  اومحاربین ؟
    10/27/1394 ساعت: 20:44
    بازدید 71
    ♥3

    م ـ سعید   وجاهدوابأموالکم وانفسکم فی سبیل الله ذالکم خیرلکم ان کنتم تعلمون ط   جهادچې په عباداتوکې یوخاص مقام لري تردې پورې چې په ټولونیکواعمالوکې بهترین عمل ورته ویل شوی دی،ډیرزیات فضائل یی په قران کریم اواحادیثوکې راغلي دي چې علماء کرامولوی لوی کتابونه په دې موضوع لیکلي دي په یوڅوپاڼوکې یی راټولول […]

    پ
    پ

    م ـ سعید

     

    وجاهدوابأموالکم وانفسکم فی سبیل الله ذالکم خیرلکم ان کنتم تعلمون ط

     

    جهادچې په عباداتوکې یوخاص مقام لري تردې پورې چې په ټولونیکواعمالوکې بهترین عمل ورته ویل شوی دی،ډیرزیات فضائل یی په قران کریم اواحادیثوکې راغلي دي چې علماء کرامولوی لوی کتابونه په دې موضوع لیکلي دي په یوڅوپاڼوکې یی راټولول ناشونی دی،خودومره بایدووایوچې جهادداعلاءکلمة الله اودالله تعالی درضاحاصلولولپاره اجراوثواب لري ،که اعلاء کلمة الله یعنې دالله تعالی کلمه (دین) پورته کول په کې مقصودنه وي بلکې یواځې مال اوزرمطلب وي اویاداسې نوراغراض په کې وي نوداجهاددالله تعالی په نزدجهادنه بلل کیږي.جهادهغه دی چې خالص دالله تعالی درضالپاره وي له دنیاوي اغراضو بایدبلکل پاک وي.امام بخاري پخپل کتاب کې یوباب منعقدکړی دی(باب لایقال فلان شهید)اوپه دې باب کې یی دهغوخلکومتعلق چې دوی دالله تعالی درضالپاره جهاد نه وي کړی بلکه دنورودنیوي اغراضولپاره يي کړی وي ډیرې واقعې رانقل کړي دي.

    او هغه خلک چې دمسلمان په مال اوناموس باندې حمله کوي،مال ورنه اخلي اویاناموس ورڅخه اخلي اودالله تعالی داحکاموخلاف کوي دوی ته محاربین ویل کیږي له دوی سره جهادله قران اواحادیثونه ثابت دی.په قران کریم کې رب العالمین فرمایلي دي:انماجزاءالذین یحاربون الله ورسوله ویسعون فی الارض فساداان یقتلوااویصلبوااوتقطع ایدیهم وارجلهم من خلاف اوینفوامن الارض ذالک لهم خزی فی الدنیاولهم فی الاخرة عذاب عظیم.

    ژباړه: یقیناجزاءدهغه کسانوچې جنګ کوي دالله تعالی اورسول صلی الله علیه وسلم سره اوکوشش کوي په ځمکه کې دفسادداچې قتل شي دوی یاپه سولۍ کړی شي دوۍ اویاپرې کړی شي لاسونه اوپښې ددوۍ ادل بدل اویاوشړل شي له ځمکې نه داددوۍ شرمندګي ده په دنیاکې اودوۍ لپاره په اخرت کې عذاب لوی دی.

    وعن ابی هریرة رضی الله عنه قال جاء رجل فقال یارسول الله صلی الله علیه وسلم ارایت رجل یریداخذمالي قال فلاتعطه قال ارایت ان قاتلني قال قاتله قال ارایت ان قتلني قال فانت شهیدقال ارایت ان قتلته قال هوفی النار

    ژباړه:له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې یوسړی راغی ويي ويل :یارسول الله صلی الله علیه وسلم ته ماته خبرراکړه یوسړی چې زمامال اخلي(یعنی څه وکړم)نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:مه یی ورکوه.هغه وویل خبرراکړه که ماسره جنګ کوي نبی علیه السلام ورته وویل :ته ورسره جنګ وکړه .هغه وویل :که ته خبرراکړې که مالره قتل کړي؟نبی علیه السلام وویل:ته شهیدیې،هغه وویل:ته خبرراکړه که زه یی قتل کړم؟نبی علیه السلام وویل:هغه په اورکې دی.

    دلته دایوه مسئله ډیره ضروري ده چې بیان کړی شي هغه داده چې ځينې خلک دجهادپه نوم له خلکونه په زوره مالونه اخلي اوداکاردثواب بولي خوحقیقت دادی چې دجهادپه نوم له چانه په زوره مال اخیستل دالوی ظلم دی چې په دې کې دانسانانوتښتول(اختطاف) هم داخل دی ځکه چې له اختطاف نه زیات شمیر نقصات راپيداکیږي چې یوڅویي دادي:(۱)داختطاف په وجه له خلکونه مالونه په نارواطریقه اخیستل کیږي ځکه چې اختطاف کوونکي ددې لپاره اختطاف کوي چې له خلکونه پرې مالونه واخلي اوله خلکونه مالونه اخیستل په داسې طریقه چې دهغوۍ خوښه اورضانه وي داشرعاحرام اونارواعمل دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هغه ورځ باندې چې فرمايلي دي:الاان الله حرم علیکم دمائکم واموالکم واعراضکم کحرمة یومکم هذافی شهرکم هذافی بلدکم هذا رواه البخاري.ژباړه:خبردار!الله تعالی ستاسووینې اومالونه محترم ګرځولي دي لکه داورځ،دامیاشت اوداښاریی چې محترم ګرځولی دی.دحجة الوداع په موقع باندې دعرفات په میدان کې په داسې حال کې چې محسن انسانیت خطیب اعظم خاتم الانبیاءمحمدمصطفی صلی الله علیه وسلم دزرګونوصحابه کراموپه موجودګۍ کې اعلان وکړچې خبرداردمسلمان وینه،مال اوعزت الله تعالی ته داسې محترم دي لکه دغه ورځ(نهم دذوالحجې)،دغه میاشت (ذوالحجه)اودغه ښار(مکه معظمه)چې څنګه الله ته محترم دي.

    ددې خبرې دښه وضاحت لپاره دلته دتبوک دغزااجمالي ذکرکوو،دتبوک غزاچې دهجرت په نهم کال پيښه شوې ده جیش العسرة اوغزوة العسرة هم ورته ویل کیږي دامام طبراني اودسیرت دنوروعلماوپه قول چې دسختې ګرمۍ شپې ورځې وې په مدینه منوره کې کجورې پخې شوې وې اودمدینې دخلکوهمداکجورې دمعاش ذریعه وه ،له قوي اومغروردښمن سره دمسلمانانومقابله وه ،اووه سوه میله اندازه دجهادلپاره سفرؤ،دوه کسانومجاهدینوته یوه سوارلۍ وه ،سخت فقراوفاقه وه ،له دې ټولوتکلیفونواوسختیوسره سره دیرش زره مجاهدین دجهادپه نیت دقربانۍ لپاره تیارشول اودنبی علیه السلام امرته یی لبیک ووایه.ددې جنګ سبب داووچې نصاری عربوهرقل ته خط ورولیږه اوپه کې ويي لیکل چې داسړی چې راوتلی دی اودنبوت دعوه کوي کمزوری شوی دی که ته له مونږسره کومک وکړې اودده په خلاف یوه منصوبه برابره کړې،هغه ورته یوشمیرجنګیالي راولیږل.کله چې نبی علیه السلام ته خبرراورسیدچې هرقل اودلحم اوجزام قبیلوعرب نصاری اراده لري چې دنبی علیه السلام مقابلې اوجنګ لپاره حجازته راشي په داسې حال کې چې داډیرې دسختۍ اوتکلیف شپې ورځې وې خوصحابه وبیاهم جهادته شانکړه اوپه پوره تابعدارۍ سره یی دنبی علیه السلام امرته لبیک ووایه.نبی علیه السلام صحابه کراموته دچندې کولوامروکړصحابه کرام چه ډیرستړي اوستومانه و،خوبیایی هم په پوره ایماني جذبې سره په زړه پورې چنده وکړه،نبی علیه السلام دخپلواصحابو په دې کارډیرزیات خوشحاله شواورب العالمین هم ددوی ستاینه په قران کریم کې وکړه اوهغوکسانوته یی زورنه ورکړه چې ددې چنده کوونکوپسې ردبدوایي.رب تعالی فرمایی:الذین یلمزون المطوعین من المومنین فی الصدقات والذین لایجدون الاجهدهم فیسخرون منهم سخرالله منهم.له دې قیصې نه مونږداخبره رامعلومه شوه چې دجهادلپاره چنده کول په داسې طریقه چې دورکونکي خپله رضااوخوښه وي ډیرښه کاردی اودنبی علیه السلام طریقه ده .نبی کریم صلی الله علیه السلام له چانه په زوراوزبردستۍ سره څه نه دي اخیستي اونه يي په چاباندې دالازمي کړې ده چې ته بایدخامخادومره اندازه مال راوړې اوکه یی رانه وړې نوبیابه تاته سزادرکوو.بلکه خپلوملګروته به یی ترغیب ورکاوه اوهغوۍ به یی چندې ورکولوته تشویق کړل.

     

    (۲)ددې منحوس کارله امله له مسلمانانونه دسکون ژوندپورته کیږي اوژوندیی په ډاراوویره کې تیریږي چې داهم د شریعت په رڼاکې حرام اوناروادی .نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي:لایحل لمسلم ان یروع مسلما.(مشکوة شریف ۳۰۸ص)

    ژباړه:نه دی روا مسلمان ته چې دی بل مسلمان وډارکړي.ددې حدیث په تشریح کې محدیثینولیکلي دي چې مشهورتابعي ابن ابی لیلی فرمایلي دي :مونږته صحابه کراموبیان کړی دی چه یوځل مونږله نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره په یوه سفرکې ملګري ؤ،یوصحابي ویده شواوبل صحابي رسۍ دهغه ترجاموپورې وتړله چې په دې سره هغه ویده کس وډارشونونبی علیه السلام وفرمايل :لایحل الخ ددې حدیث مطلب دادی چې هرمسلمان لپاره دبل مسلمان ورورویرول اوډارول حرام دي که هغه په خبروسره وي لکه دهمکي ورکول اویاپه عمل سره وي لکه یومسلمان ته ټوپک نیول اویا په نوروطریقوسره وي.له جهادنه مقصدپه دنیاکې دامن اوصلح قایمول دي نه دخلکوویرول.دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له غزواتونه بلکل داخبره ښکاره ده چې دهغوۍ په مقابل کې کوم خلک چې جنګیدل دهغوۍ اهداف دنیاته واضح دي چې له کلونوکلونونه راپه دې خواله فساد،انسان زورنې ،غلا،چپاول،شوکمار،قتل،وحشت اوقوم پرستي سره عادت ؤ،هغوۍ نظام نه درلوداودروغ اوپت مندژوندتیرولولپاره يي په خپل مینځ کې معقول اومتفقه اصول نه درلودل،بدامنۍ اوفساداوج ته رسیدلی ؤ.نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغوۍ له شرک،بت پرستۍ غصب،غلااولوټ مارۍ نه منع کړل اودیواوریښتني خدای عبادت ته یی راوبلل ،دظلم اوزورتوره پرده یی له ټولنې ټوله کړه اودانصاف رڼایی په نړۍ کې خپره کړه.

    (۳)داختطاف لپاره اختطاف کونکی پخپل مسلمان ورورباندې اسلحه اوچتوي چې داهم په شریعت کې نارواعمل دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: من حمل علینا السلاح فلیس منا ( مشکوة شریف ص۳۰۵)

    ژباړه:څوک چې پرمونږباندې اسلحه اوچته کړي هغه له مونږڅخه نه دی. داسلحې له اوچتولونه اګرکه په ټوقوکې هم وي سخت وعیدراغلی دی ،ځکه چې ددې حدیث پسې متصل په مشکوة شریف کې داحدیث هم دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چاچې یواځې اشاره وکړه مسلمان ورورته په وسپنې سره نوبې شکه په دغه کس باندې فرشتې ترهغه پورې لعنت وايي څوپورې يي چې هغه وسپنه نه وي ايښې.

    (۴)اختطاف دمسلمانانوپه ټولګي کې فتنه خپرول دي چې داهم په شریعت کې نارواعمل دی. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:من خرج علی أمتي یضرب برهاوفاجرهاولایتحاشی من مومنهاولایفی لذی عهدعهده،فلیس منی ولست منه.رواه مسلم

    (۵)څوک چه قطاع الطریق دي همدوی اختطاف کونکي هم دي ځکه چې دقطاع الطریق شرطونه په دوۍ کې په بشپړه توګه شته دي،چې یو شرط یی دادی : ان یکون لهم شوکة ومنعة بحیث لم یکن للمارة المقاومت معهم ژباړه: دوۍ به پوره قدرت لري په داسې شان سره چې لاروي ددوۍ دمقابلې اومخ نیوي توان ونلري.

    فتاوی عالمګیري لیکلي دي:والمکابرباالظلم وقطاع الطریق وجمیع الظلمة والاعوان والسعات یباح قتل الکل یثاب قاتلهم کذافی البحرالرائق(فتاوی عالمګیري ج ۲ص۱۶۷)

    ژباړه:څوک چې په ښکاره ظلم کوي ،لارې وهي ، ظالمان اودهغوۍ کومک کونکي اودفسادخپرولووالاددوۍ ټولومرګ روادی اوقاتل ته به یی خدای پاک ثواب ورکوي.

    (۶)په فتاوی تنقیح الحامدیه کې راغلي دي:سئل فی رجل عوانی مفسدغمازیسعی فی الارض بالفسادویقع الشر بین العبادویغری علی أخذالاموال بالباطل وذبح العبادویوذی المسلمین بیده ولسانه ولایدع عن تلک الافعال الابالقتل فماحکمه والجواب اذاکان کذالک اذااخبرجم من المسلمین بذالک یقتل ویثاب قاتله لمافیه من دفع شره عن عبادالله تعالی(الفتاوی تنقیح الحامدیه ج ۱ص ۱۰۳)

    ژباړه:پوښتنه وشوه دهغه چاپه هکله چې کومک کوي له مفسد،جاسوس سره اوکوشش کونکی وي په خپرولودفسادکې اودخلکوترمینځ شراچوي اوله خلکونه مال په زوروړي اوپه زبردستۍ سره یی ورنه اخلي اوعاجزه خلک وژني اوخلکوته په لاس اوژبه ضرررسوي.دابدکارونه نه پریږدي ترڅوپورې چې ونه وژلی شي نوددې سړي څه حکم دی ؟جواب کله چې دابدعملونه کوي اویوه ډله دمسلمانانویی په بدواعمالوګواهي ورکړي نوودې وژل شي اوقاتل ته به یی الله تعالی ثواب ورکړي ځکه چې نورمسلمانان یی له شرنه خلاص شي.

    (۷) په حدیث شریف کې دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:من انتهب نهبة فلیس منا(مشکوة شریف ص ۲۵۵)

    ژباړه:چاچې ډاکه وغورزوله په ډاکه غورزولوسره نوهغه له مونږنه ندی.ددې حدیث په تشریح کې داحادیثوشارحینولیکلي دي چې کوم سړی ډاکه واچوي یایی چاباندې زبردستي وکړه اوله هغه نه یی مال واخیسته اویا یی غلاوکړه داټول صورتونه په دې حدیث کې داخل دي.

    (۸)نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:والمؤمن من امنه الناس علی دمائهم واموالهم

    ژباړه:مومن هغه دی چه له هغه نه خلک په امان کې وي پخپلووینواومالونوباندې.

     

    (۹) حدیث کې راځي نبی علیه السلام فرمایی:الالایحل مال امرئ الابطیب نفس منه(مشکوة شریف ص ۲۵۵)ژباړه:خبردارنه دی حلال دیومسلمان مال لیکن دهغه دزړه په خوشحالۍ سره روادی.ددې حدیث په شرحه کې کتابونولیکلي دي چې چنده کول یواځې په هغه صورت کې جایزدی چې چنده ورکونکی یی دخپل زړه په خوشحالۍ سره ورکړي ځکه چې له دې حدیث نه مخکې داالفاظ هم شته الالاتظلموایعنې ظلم مه کوۍ ځینې خلک له دې وجې چنده ورکوي که زه چیرې چنده ورنه کړم نوداځمونږرسوايي ده اواینده لپاره چنده کونکي مانه پریږدي یاماوژني اویاضررراته رسوي نوداسې چنده جایزنده دانارواعمل دی .که چیرې مجاهدین په زورله خلکونه مالي مرسته وغواړي نوداشرعااوعرفانارواده دګټې په ځای نه جبرانیدونکی زیان لري .دغه کاردولس نفرت اوخوابدي رامنځته کوي .خولله الحمدچیرته به داڅوک ثابته نه کړي چې مجاهدینودې دارنګه منحوس اعمال کړي وي بلکه داکارونه زیاتره ځایونوکې دمجاهدینوپه نوم نورخلک کوي بایدچې مونږاوتاسودمجاهداوقطاع الطریق فرق وپیژنواوهیڅکله له قطاع الطریق نه په مجاهدتعبیر   ونه کړو.

     

     

     

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.