پوښتنه : له شک پرته په دې دورکې دتکنالوجي زور دی ، که له یوي خوايې سهولتونه رامینځ ته کړي له بل پلو يې بیا ستونزي هم اجادکړي،دبیلګي په ډول موبایل فون که وختونه بچت کړو،هوسایې اورابطه يې دانسانانو ترمېنځ فعاله کړه ،یودبل په حال يې له لېري څخه په اسانه خبر کړو ،مګر بیايې دځوان ،زاړه ،نارینه،ښځېنه ، دټولو ترجیبونو پوري کمرې ،فملونه ،اونور دفسق اوفجور څېزونه هم راورسول . تردې چې په مسجدکې دلمانځه ،تلاوت اوعبادت په مهال دسروز اواوازونو کړنګهار دټولو خلقو عبادت متاثره اوخراب کړي .
نوپوښتنه داده : چې داسلام له نظره بايد دداسې مفاسدو مخه څخه ډول ونیول شي .کوم امور په کار ولویږي ؟ مننه .
الجواب : په رښتیاهم داډول آلات اوس داستعمال له پلوه خورا په تیزي سره دخلقو لاسوته لویږي ،خلق يې څلور ویشت ساعته له ځان سره ګرزوي ، چې داوداسه ،لمانځه ،طواف ،تلاوت ،جنازې اونورو ټولو ځانګړو وظائفو طاعاتو په مهال يې هم خلق له ځان څخه نه لیري کوي ،موږ لیدلي چې دجماعت په مهال امام په قرائت بوخت وي اودیوه تن له جیب څخه دموبائل په ذریعه دڅورنګه سروزوزونو غږ راپورته کېږي ،تردي چې ځيني خويې دسخت کرغېړنو زنانه سندرو غږهم ورسره مل وي ،بداوسخت تاثير په لمونځ کونکو لري ،دخلقو توجه ګډه وډه کړي اودلمانځه خشوع له مینځه وړي ، داعمل دعبادت اومسجدڅخه دباندي هم ګناه ده اوپه مسجدکې اوبیادجماعت په مهال اوپه ځانګړي ډول دامام قرائت په مهال بیا ترټولو سخته ګناه ده ځکه دڅو ګډو ګناهونو ارتکاب راځې ، موږ ته دیوه مسلمان په ډول ضروري ده چې لمړی داډول تجهیزات دضرورت اواحتیاج په جوګاټ کې له حرامو نغمو اوسروزونو څخه پاک استعمال کړو ،دخبر غږ – آواز- يې عادي کړو ،اومسجد ته په ننوتو سره ،همداراز دتلاوت ،طواف اونورو عباداتو کې يې غږ خاموشه کړو .
۱= قال الله – تعالى: “ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ” الحج: الآية( 32)، ژباړه : او څوک چې دالله تعالی دشعائرو [مساجد] تعظیم کوي [اوداحترام خیال يې ساتي ] نوبي شکه چې دادزړونو[رښتوني ]تقوی څخه ده .
وقال الله – تعالى: “فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ * رِجَالٌ لا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْماً تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ” النور: (36 ـ 37) ژباړه : په دغه مساجدو کې ” چې الله تعالی امر کړی : چې اکرام به يې کېږي اودالله تعالی نوم به په کې اخستل کېږی اودالله تعالی ذکر به په کې کیږي ” نوپه دې کې داسې خلق دې چې سهار اوماښام په کې دالله تعالی تسبیح وايې ،اودغه خلق هیڅ تجارت اوسودادالله تعالی له ذکر اودلمانځه له اداء اودزکوة له ورکړي څخه نه دي رامنع کړي ،اودوئ له هغې ورځې څخه چې زړونه اوسترګي به په کې اوړي ډیر ویریږي .
مطلب : چې مساجد دالله تعالی دذکر ،لمانځه ،تلاوت اونورو عباداتو لپاره جوړشوي ،مساجد دشعائرالله څخه دي ،نوپه مسلمانانو يې اکرام ،تعظیم واجب دی ،اوداسې يې له هرډول کدوراتو څخه که هغه ښکاره نجاست ،بي نظافتي یا معاصي وي اوکه نوري دنیاوي خبري له دې ټولو څخه يې پاک ساتل هم ضروري دي .
۲= په احادیثو کې په صراحت سره ذکر دی چې :دورکې اعلان به په مساجدو کې نه کیږي ،اوکه چادورکې اعلان کاوه ورته وایاست ! چې الله تعالی دي نه درپیداکوي .
وفي صحیح مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ – رضي الله عنه – قال قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ سَمِعَ رَجُلًا يَنْشُدُ ضَالَّةً في الْمَسْجِدِ فَلْيَقُلْ لَا رَدَّهَا اللهُ عَلَيْكَ فَإِنَّ الْمَسَاجِدَ لَمْ تُبْنَ لِهَذَا. (م 2/ 82)
مطلب : سره له دي چې دورکې اعلان یوه اړتیا ده مګر په مسجدکې منع دی ،نودسروز یا ناروا اوازونه به څرنګه څوک بي غوري اوغفلت کوي .
۳= په یوه بل روایت کې راغلي چې مساجد به له پنځو څېزونو څخه پاک ساتل کېږي : هغه پنځه څېزونه دادې : ۱= حدودبه نه په کې جاري کېږي ،۲= قصاصونه به نه په کې اخستل کېږي ،۳= اشعار به نه ویل کېږي ۴= دورکې اعلان به نه کول کېږي ،۵= اومساجد به لاره نه ګرزول کېږي چې خلق به نه په کښې تېریږي
وقال معاذ بن جبل: إن المساجد طهرت من خمس: من أن تقام فيها الحدود، أو يقتص فيها الجراح، أو ينطق فيها بالأشعار، أو ينشد فيها الضالة، أو تتخذ سوقا.رواه الدارمي
مطلب : په دغه روایت کې په مساجدوکې دشعر له ویلو څخه منعه شوي دی همداراز دقصاص اخستلو ،حدودجاري کولو اونورو څخه سره له چې له ذکرشوو څېزونو څخه يې ځيني مشروع اوددين ضروري امور دي . نوڅه فکر کوئ دالله تعالی په مساجدوکې دسازونو یا بي کاره اوناروا اوازونو غږ پورته کیدل به څومره ګناه وي .
۴= وفي الاشباه : ويكره دخوله لمن أكل ذا ريح كريهة ويمنع منه وكذا كل مؤذ فيه ولو بلسانه ومن البيع والشراء وكل عقد لغير المعتكف،...وإنشاد الضالة والأشعار والأكل والنوم لغير غريب ومعتكف والكلام المباح.وفي فتح القدير:أنه يأكل الحسنات، كما تأكل النار الحطب ورفع الصوت بالذكر إلا للمتفقهة ...ويسن كنسه وتنظيفه وتطييبه وفرشه وإيقاده وتقديم اليمنى على اليسرى عند دخوله وعكسه عند خروجه، ومن اعتاد المرور فيه يأثم ويفسق، ويكره تخصيص مكان فيه لصلاته،الخ
وفي الحموي ۴\۵۹ وفي خزانة الفقه ما يدل على أن الكلام المباح من حديث الدنيا حرام فإنه قال: ولا يتكلم في المساجد بكلام الدنيا فمن تكلم في المساجد بكلام الدنيا أحبط الله عنه عمل أربعين سنة .











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه