حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • له خواشينۍ (غصې)څخه دډډه کولوفضيلت اوعلاج يې
    11/17/1394 ساعت: 18:43
    بازدید 9
    ♥3

    لیکوال: م/ابوالطیب وَعَنْ اَبي هريرة رَضِیَ اللهُ تَعَالی عَنْهُ أَنَّ رَجُلًاقَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّی اللهُ تَعَالی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اَوْصِيْنِيْ قَالَ لَاتَغْضَبْ فَرَدَّدَذَالِکَ مِرَاراً قَالَ لَاتَغْضَبْ.(رواه البخاري) ژباړه:” حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه فرمايي چي له نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم څخه یوچادوصیت غوښتنه وکړه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم ورته وفرمایل چي ((لاتغضب))،یعني […]

    پ
    پ
    لیکوال: م/ابوالطیب

    وَعَنْ اَبي هريرة رَضِیَ اللهُ تَعَالی عَنْهُ أَنَّ رَجُلًاقَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّی اللهُ تَعَالی عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اَوْصِيْنِيْ قَالَ لَاتَغْضَبْ فَرَدَّدَذَالِکَ مِرَاراً قَالَ لَاتَغْضَبْ.(رواه البخاري)

    ژباړه:” حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه فرمايي چي له نبي اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم څخه یوچادوصیت غوښتنه وکړه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم ورته وفرمایل چي ((لاتغضب))،یعني غصه مه کوه،هغه بیادوصیت غوښتنه وکړه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم بیاهغه جواب ورکړ(لنډه داچي)هغه سړی څوځله داغوښتنه وکړه اونبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم همهغه جواب ورته فرمایه چي غصه مه کوه “

    تشریح: په بعضی روایاتوکي راغلي دي چي یوسړی درسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم په خدمت کي حاضرشو اوعرض یې وکړ،یارسول الله صلی الله علیه وسلم ماته څه ووایه چي زه عمل په وکړم،خوچي زیات نه وي،زه به یې نه هیروم.رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم دهغه په جواب کي وویل چي غصه مه کوه،هغه بیاهغه خبره وکړه،نبي صلی الله تعالی علیه وسلم بیاهغه جواب ورکړ،لنډه داچي څوځله داډول سوال اوجواب وشو.

    په بل روایت کي دي چي پوښتنه کوونکي داسي وویل :یارسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم ماته یوداسي عمل راوښیه چي په کولوسره یې زه جنت ته داخل شم،خوزیات څه مه راته وایه،هغه صلی الله تعالی علیه وسلم ورته وویل چي غصه مه کوه(په قهرکیږه مه).(جامع العلوم لابن رجب رحمه الله تعالی).

    له دې احادیثوڅخه داڅرګنده شوه چي نبی اکرم صلی الله تعالی علیه وسلم سوال کوونکي ته داسي څه ویلي وو چي په هغه باندي په عمل کووسره له ډېروبدیوڅخه ساتل کیدلای شي اودډېروښېګڼوذریعه جوړېدلای شي.

    دخواشينۍ(غصې)علاج:په احاديثوکي دغصې علاج څوطریقې بیان شوې دي چي له هغوڅخه یوداده چي کله غصه راشي نواَعُوْذُبِاللهِ مِنَ الشَّيْطٰنِ الرَّجِيْمِ، ووایه،دویم علاج داده چي ژبه بنده وساته،بلکل ګونګی اوسه درېیم داچي زمکې ته نژدې شي(جامع العلوم والحکم لابن رجب رح).

    په یوه روایت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم فرمایلی دي چي بېشکه غصه دشییطان له طرفه وي اوپه دې کي هم شک نشته چي شیطان له اوره پیداشوی کړل شوی ده،او اور په اوبه سره مړ کیږي،ځکه نوکله چي په تاسوکي کوم یوه ته غصه راشي نواودس کوئ.(مشکاة )

    حضرت ابوذررضی الله تعالی عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي کله په تاسوکي چاته غصه راشي اوهغه په همهغه وخت کي ولاړ وي نو پکارده چي کښیني،که په کښېناستلوسره غصه لاړه شي خوښه،که نه،پرې دیوزي.(مشکاة)

    په مشکاة شریف کي ل بیهقي څخه یوروایت نقل کړی ده چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي بې شکه غصه ایمان داسي خرابوي لکه چي مصبر(یوه ډېره ترخه دوا)عسل خرابوي.

    په طبعي ډول په انسان کي غصه اېښودل شوې ده،اودغصې قابوکول ګواکي ګران کارده،خوانسان هغه قابوکولای شي.

    په یوه حدیث کي راغلي دي چي هغه څوک زورور اواپیاوړی نه ده چي خپل مقابل لوری ټکولی اومغلوبه کړي،بلکي زورور اوپیاوړی هغه ده چي دغصې په وخت کي خپل ځان په قابوکي ولري(بخاري اومسلم)

    دغصې خوړلوفضیلت: دبیهقي په یوه روایت کي دي چي رسول الله صلی الله تعالی وفرمایل چي کوم څوک چي خپل غصه قابوکوي،خدي تعالی به دقیامت په ورځ له هغه څخه خپل عذاب قابوکوي،اوحضرت عبدالله بن عمررضی الله تعالی عنهمافرمایي چي رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل چي دالله درضادپاره دغصې دغړپ تېرولوڅخه زیات دالله جل جلاله په نزدبل غوره غړپ نشته.(مشکاة)  

    لیکونکی : م/ابوالطیب

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.