حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په تعیش کې ډوب انسان ته !
    11/23/1394 ساعت: 20:38
    بازدید 16
    ♥3

    لیکوال :م /محمد نن نړۍ دډول ډول  فتنو کوربنه ده ، خوپه دې ټولو فتنوکې دهمدي فتنو بنیاد او ستره فتنه  نس پالنه یا په بل عبارت خیټیالوژي، شکم پروري  او تن اساني ده  چې نن همدا په نړۍ کې دژوند کولو   ترټولو لوی مقصدجوړشوی ،  دګران پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم  دامت  ډیر خلک  هرسهار   په دې هیله راپاڅي  چې خیټه  یې غوړه  اولذتونه ترلاسه کړي . دزهد […]

    پ
    پ

    لیکوال :م /محمد

    نن نړۍ دډول ډول  فتنو کوربنه ده ، خوپه دې ټولو فتنوکې دهمدي فتنو بنیاد او ستره فتنه  نس پالنه یا په بل عبارت خیټیالوژي، شکم پروري  او تن اساني ده  چې نن همدا په نړۍ کې دژوند کولو   ترټولو لوی مقصدجوړشوی ،  دګران پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم  دامت  ډیر خلک  هرسهار   په دې هیله راپاڅي  چې خیټه  یې غوړه  اولذتونه ترلاسه کړي .

    دزهد اوتقوا ، اخلاص او ایثار غوندي فضائلو او اخلاقو نمونه  اوس په دې امت کې پیداکول مشکل دي  ،چې پایله یې په خپله په سترګو ووینو،  چې نن ټوله نړۍ  کې مسلمانان د مال دولت  او اسبابو له  ډېرښت سره سره  دحرص ،طمعي ، زرطلبي اوشکم پروري  په  انګارکې سوځي  او دسختي پریشانۍ اوسرګردانۍ  په ساحل ولاړدي .

    په اصل کې  ددې نړۍ سوځونکي فتنې بنیاد هم هغه څه دي، چې څه دپاسه  څوارلس سوه کاله وړاندي ګران پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم  ورته اشاره کړي وه،

    په آخرت یقین انتهایي کمزوری  او دآخرت دنعمتونو اوراحتونو تصور تقریبا ختم شوی ، مادي نعمتونه او دهغوی دترلاسه کولو تصور په موږ دومره غالب شوی، چې آن روحاني کدرونه  مو له لاسه پکي ورکړي ، همدالامل دی ،چې نن موږ دعزت  اوذلت  معیار په   (ان اکرمکم عندالله اتقاکم )   باندي  نه برابرو  ، بلکې  په مونږ کې  اوس  داهرڅه دنس (خیټي) اوجیب په ډکوالي باندي پیمانه کیږي .

    دمادیاتوپه دې سیلاب کې مولمړی ایمان اویقین له لاسه ورکړل اوبیا انساني اخلاق له خاورو سره خاوري  او ورپسي مو درسول الله صلی الله علیه وسلم   له  اسوه حسنه   سره اړیکي کمزوري شوي، چې له امله   یې مو دنیکو اعمالو سرته رسولو طاقت هم له لاسه ورکړ ، ورپسي مو ټولنیز او کلتوري اخلاق بدل کړل ، سیاست اوتمدن مو تباه کړ او اوس خو مادیاتو انسانان  دانسانیت له پولو ور هاخوا د بهیمیت  پرلوري ورټيل وهل .
    غرض داچې  دې ( دنس پالني) فتنې دټولي دنیاحالات بدل کړل ، دنړۍ ټول عقلاء  دنس پالني دفتنې  په وړاندي عاجز دي ، ساینس پوهان غواړي، چې ددې فتنې  دهولناکو نتائجو تدارک وکړي، خو افسوس چې دعلاج لپاره یې بیا هم هغه شئ  تجویزکوي، چې خپله دهمدي فتني اومرض سبب دی،په حقیقت کې دالله تعالی جل جلاله له لوري رالیږل شوي پیغمبران  دانسانیت نبض شناس  دي ،هغوی چې ددې فتنې دعلاج په اړه کوم وړاندیزونه کړي، یوازي هم هغه مثبت علاج دی اوبس.

    رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  په دې اړه فرمایې : والله  لاالفقراخشی علیکم ، ولکن اخشی علیکم ان تبسط علیکم الدنیا کمابسطت علی من کان قبلکم ، فتنافسوها کماتنافسوها فتهلککم کمااهلکتهم ( صحیح البخاري کتاب الرقاق باب من یحذر من زهرة الدنیا ۲/۹۵۱)

    په الله  قسم زه په تاسو دفقر له امله  نه ویریږم ، بلکې زه ویریږم، په تاسو به دنیا پراخه شي (مادیات به موډیرشي) لکه چې په مخکینیو امتونو پراخه شول،  نو تاسو به یې په ترلاسه کولو کې زیارباسي، لکه چې هغوی پکې رغبت کاوه ،  نو تاسو به هم همداسي هلاک کړي، لکه څرنګه چې یې هغوی هلاک کړل .

    ګورئ ! همدا هغه مهمه نکته وه، چې دانسانیت تنزل ترې پیل شو ، یعني دنیا یو نفیس  ، قیمتي اوعمده شئ بلل  اویوله بله یې په ډیره اندازه  ترلاسه کولو کې هڅه کول

    ،موږ وینو  چې  دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه یواځي داچې  ددې مهلک  مرض تشخیص یې  وکړ، بلکې له دې مرض نه دخلاصون  لپاره یې یوه جامعه نسخه هم  راته بیان کړه .

    داحقیقت هروخت باید په یاد ولرو، چې په دې دنیا کې موږ دیوڅو شپو میلمانه یو ، ددې ځای ارام ، تکلیف او مشقت   هرڅه ختمیدونکي دي ، دلته ټول لذتونه ، خوندونه او شهوات  دآخرت  د سترو نعمتونو او  تل ترتله راحتونو په مقابل کې هیڅ  دي ، دقرآن کریم په  سلګونو آیتونوکې همدا حقیقت بیان شوی  ،  الله تعالی  په سورة الاعلی کې په انتهایي بلیغ   مختصر اوجامعو الفاظوکې  داحقیقت په دې ډول بیان کړی  ﴿بل تؤثرون الحیوة الدنیا والآخرة خیر وابقی ﴾    (یعني دزړه په غوږونو یې واورئ  چې : تاسو آخرت ته اهمیت نه ورکوئ ) بلکې دنیاوي  ژوند ته (په  اخروي ژوند) ترجیح ورکوئ ، حال داچي آخرت (تردنیا) ډېر ښه   او ابدي  دی .

    په دنیاکې داوسیدوپه مهال باید دآخرت په تیاري کې مشغول شو ، او دپرهیز په توګه   باید ټول حرام او مشتبه شیان زهرقاتل وبولو اوپه کلکه ترې اجتناب وکړو ،  مسلمانان باید ددې  نړۍ  په لذاتو اوشهوتونوکې  دي له غرقیدلو ځان وساتي ، ددنیا مال  او اسباب ، ښځه او اولاد خپلوان اودوستان  اونور دي، دژوندکولو  یوناچاره ضرورت بللو سره یواځي دضرورت په اندازه  مختار کړي ، په دوی کې باید هیڅ شئ  ددنیوي ژوند دعیش اوعشرت په نیت غوره نه کړای شي،  چې دژوند ترټولو ستره لاسته راوړنه  او  دژوند محصول یې  وګڼي ،درسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه مبارک حدیث کې راغلي :  ایاک والتنعم ، فان عبادالله لیسوا بالمتنعمین (مشکوة المصابیح  کتاب الرقاق ۲/۴۴۹) یعني له عیش اوعشرت څخه پرهیزوکړه ،ځکه چې دالله تعالی بندګان عیش پرست اوعیش طلبه نه وي .

    تعجب دی چې دیوه طبیب او ډاکتر په  رایه  اومشوره  سره خو  موږ ، شیدي ، غوړي ، غوښه ، وریجي اوداسي نور پریږدو ، خو  دګران پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په واضحو ارشاداتو  او دآسماني وحي په  صاف ستره احکامو  باندي یو کوچنی لذت پریښودل هم راته ګران وي،

    که دنبي کریم صلی الله علیه وسلم  ، دهغه دپاک آل او صحابه کرامو  په ژوند او  د ژوند په معیارباندي  له اوله ترآخره ښه نظر واچوو، نو راته معلومه به شي، چې ددنیا  له  نعمتونو او مادي اسبابو سره  زړه تړل  سراسرجنون اولیونتوب دی .

    په  بخاري شریف  دوهم ټوک  ۸۱۵ مخ کتاب الاطعمه  کې  دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه یوه قصه روایت شوي چې : نوموړی په یوه سیمه تېریده، چې  دخلکو په وړاندي سرې کړی شوي غوښي پرتي  وي ، هغوی نوموړي دخوړلو لپاره  دعوت ورکړ، خو حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه ترې انکار وکړ  او ویې فرمایل : رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي  حالت کې له نړۍ رخصت شو، چې په اوربشینه ډوډۍ هم پوره موړ نه شو.

    میاشتي میاشتي به تېریدي ، خود نبوت په کور کې به نه دشپي څراغ لګیده او نه  دورځي په پخلنځي کې اور، بلکه په خورما او اوبو به یې ګوزاره کوله ، کله کله خوبه هغه هم نه وو ، په نس پوري به یې دلوږي له امله ډبري تړلي وي اوپه همدي حالت کې به یې جهاد کاوه .

    زهد ، قناعت ، فقر ،لوږه ،اود دنیا له ارایش ، سازسامان  اومادیاتوڅخه  بي رغبتي  دنبوي سیرت  امتیاز دی ،   زموږ په حال ډیرافسوس ، موږ خو دخپلو اسلافو هرڅه هیرکړل اوځانونه مو د نس اوخواهشاتو غلامان کړي،

     ښکاره خبره ده، چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو دغه ژوند او د  ژوندانه  همدغه  طرز په خپله خوښه غوره کړی ؤ، ددې لپاره چې په راتلونکونسلونو باندي دالله تعالی حجت تام شي ، کنه نو که رسول الله صلی علیه وسلم غوښتي وای، نو  دالله تعالی له لوري به څه نه وای ورکړل شوي  ؟

    مګر ددنیا دا فاني  ژوند چې موږ یې په ترلاسه کولو پسي لالهانده یو،  دالله تعالی په نزد  دمچ دوزر هومره اهمیت هم نه لري ، بلکه ترټولو ذلیل شئ دی، ځکه خویې  خپل محبوب اومقرب بندګان  نه دي ورباندي ککړکړي  اوپه یوه مبارک حدیث کې راغلي : که چیرته دنیا دمچ دوزرغوندي اهمیت  درلودی، نو الله تعالی به کافر ته هیڅ هم نه وای ورکړي.

    که څه  هم  بعض انبیاء علیهم الصلوة والسلام ، صحابه کرامو ، تابعینو  اونورو  بزرګانو رحمهم الله تعالی ته  الله تعالی سلطنت او دنیاوي اسباب هم ورکړي وو، خو  دې مال ، دولت اوسلطنت دهغوی په زهد اوتقوی کې  هیڅ بدلون  رانه ووست ، دهغوی  سره چې  هر څه وو، هغه ټول دنورو لپاره وو، دخپل ځان له پاره هیڅ هم نه وو ورسره!

    خلاصه داچې  د دې (نس پرستۍ ) صحیح علاج هم هغه دی، چې انبیاء کرامو علیهم الصلوة والسلام  اوبیا په خاصه توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  موږ ته ښودلی ، که انسان  د  نس  له فتنې  خلاصون پیداکړي ،نو بیا  به  له نورو فتنو څخه هم  ان شاء الله  خلاصون پیداکولی شي ، ځکه په نس وږی سړی  کله نورخواهشات ترسره کولی شي ، اوله همدي  دوو خواهشاتو نه ځان ساتلوته تقوی  ویل کیږي  چې  دالله تعالی له لوري ورباندي ستر ستر انعامونه  اوزیري ورکړل شوي

    ،الله تعالی دي زموږ په حال رحم وکړي اوموږ دي له ټولو فتنو وساتي ، آمین

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.