دنبی کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم په نزد کومه ښځه مبغوضه ده ؟(حديث نمبر٣٣)
عَنْ اُمِّ سَلَمَةَ رضی الله عناقَالَتْ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم: اِنِّیْ لَاُبْغِضُ الْمَرْاَةَ تَخْرُجُ مِنْ بَيْتِهَاتَجْرُّذَيْلَهَاتَشْکُوْزَوْجَهَا.
(مجمع الزوائدصفحه ۶ ۱ ۳جلد۴)
دحضرت ام سلمه رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي نبی کريم صلی الله تعالٰی عليه وسلم وفرمايل چي زمادهغی ښځې سره بغض دی چي دخپل کورڅخه (دخاوندداجازی بغير) ووزې څادرپسي کښيږي اودخاوندڅخه شکايت کوي.
فائده:پام کوئ! چي تل ديوځای داوسېدوپه مهال هرومرو لږياډېرحق وهل کيږي،دمختلفو عوارضواودشريعت درعايت اودالله تعالٰی دويري دنه کېدوله امله ديوبل حقوق ضايع کېدل يوه عادي خبره ده،بايدداسی ونه شي،داچي دوئ تل يوځای اوسي اودهريوه ګټې له بل سره تړلې دي نوپه داسی صورت کي په خپل منځ کي که دشکايت خبره راشي اوياڅه معمولی تکليف رامنځ ته شي ،نوپرژبه باندي دګيلې خبرې راوړل په کارنه دي چي په دې سره په ښه اړيکو (چي ډيرضروري دي اوچي دهغه بې شمېره ګټې دي )کي خلل پيداکيږي،دخاوندڅخه په شکايت کولوسره اودپلارکره په تګ سره معامله نوره هم خرابه شي،عموماًښځې دواده دښادۍ څخه پس پرلږکمي يازياتي کېدوباندي موراوپلارته دخاونداوخواښې اونورو شکايت کوي،چي دهغې سره دمحبت له امله موراوپلاراغېزمن شي،بياهغوئ دشکايت دليريکولوهڅې کوي،چي په هغه سره ځني وختونه معامله نوره خرابه شي،له دې امله ترخپله وسه پوري څومره چي کيدای شي زغم(برداشت )کوئ،بياکله دمحبت سره دخوشحالۍ پرموقع باندی خپل تکليف ښکاره کړئ،نوان شاء الله شريف اوپوه خاوندبه دهغې دفاع کوي اودالله تعالٰی جل جلاله څخه داخواست هم کوئ چي زموږزړونه برابرکړي چي دهرچازړۀ دهغه په ولکه کي دی.
لیکوال : م/ ابوالطیب











ثبت دیدگاه