شعبان درمضان المبارک دمیاشتې یوه مقدمه ده درجب په میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دشعبان دمیاشتې دبرکت سوال کاوه اودروژي درانږدي کیدو دعابه یې کوله :لکه دانس رض په روایت کې چې راغلي :
عن انس رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم كا ن يدعو ﺇذا دخل رجب : اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان : رواه البيهقي في شعب الايمان . مرقات394\3 ومجمع الزوائد
دشعبان په مياشت کې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ځان ته دعبادت اعمال لرل په يوه روايت کې پیغمبرصلی الله عليه وسلم شعبان مبارکه میاشت بي خې دځان بللي :
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : رجب شهرالله ، وشعبان شهري ، ورمضان شهرا متي . مكاشفة القلوب ص\ ۴۵۱ : رواه الدیلمي عن انس رضی الله تعالی عنه وان ضعفه البعض .
موږبه دلته دشعبان المبارک دروژوپه مختلفوصورتونواواړخونوخبره وکړو ، اودغه ټول اړخونه یې په لنډ ډول په لاندي ترتیب ذکرکوو
۱- دشعبان المعظم دټولي میاشتې دروژي دنیولو حکم
۲- دشعبان المعظم د۱۵ شپو څخه وروسته دروژودنیولوحکم :
۳- دشعبان دپنځلسم دورځي دروژي دنیولوحکم
۴- دشعبان دوروستیوورځودروژي دنیولوحکم
دلمړي صورت حکم
يعني دشعبان المعظم دټولي مياشتې دروژي دنيولو حکم
پیغمبر صلی الله عليه وسلم به په خپل ژوندکې ډیروقت دشعبان المعظم دټولي میاشتي روژه نیوله ، لکه دعائشې رضی الله تعالی عنهاپه روایت کې راغلي :
قالت کان [النبي صلی الله عليه وسلم ] يصوم الشعبان کله متفق عليه ،مرقات ۴\۴۶۵ مشکوة ص\ ۱۷۴
وعن ام سلمة رضی الله تعالی عنها قالت مارئيت رسول الله صلی الله عليه وسلم يصوم شهرين متتابعين الاشعبان ورمضان .رواه ابوداودوالترمذي والنسائی مشکوة
اوپه يوه بل روایت کې راغلي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم [که به دکوم عذرله امله دشعبان ټوله میاشت روژه نه کړه نوبیابه یې هم ] دشعبان په میاشت کې ډیري روژي نیولي :
لکه دعائشې رضی الله تعالی عنهایوبل روایت کې راغلي :
عن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت وکان يصوم شعبان الاقليلا .متفق عليه .
خودغه ټولي روژي پیغمبرصلی الله علیه وسلم نفلي نیولي ،دغه روژي درمضان لپاره مقدمه هم وه ، اودروژي دسترعبادت سرته رسول هم ؤ ،له همدي امله دغه روژي نیول له نورونه زیات ثواب لري ،
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لما سئل عن ذلك ( ذاك [ای الشعبان ] شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان ، وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين ، وأحب أن يرفع عملي وأنا صائم ) رواه أبو داود
قال ابن رجب رحمه الله في قوله [ ذاك شهر يغفل الناس عنه ] قال :فيه استحباب عمارة أوقات غفلة الناس بالطاعة ، وأن ذلك محبوب لله عز وجل فيستحب للمسلم أن يكثر الصيام في شعبان على حسب استطاعته .
اوددغه روژو تعدادمعلوم نه ده اونه یې ورځ معلومه ده البته دټولي میاشتې روژي نیول ډیرثواب لري که یې دضعف حالت ته نه رسول :
کمافي المرقات ۴\۴۰۹امامن قدر[ای علی صوم شعبان ] فلانهی عنه کماولذلک جمع النبي صلی الله عليه وسلم بين الشهرين في الصوم
عائشه رضی الله تعالی عنها وایې : چې موږبه قضایې روژي هم په شعبان کې نیولي :
کماتقول قالت وکان يکون علی الصوم من رمضان فمااستطيع ان اقضی الافي شعبان .قال يحی تعني الشغل من النبي صلی الله عليه وسلم اوبالنبي صلي الله عليه وسلم متفق عليه .
یعني څرنګه چې به پیغمبرe به په دغه میاشت کې روژي نیولي نودامهات المؤمنین لپاره به هم اساني وه کمافي المرقات ۴\۴۶۰
ددوهم صورت حکم :
یعني دشعبان د۱۵ څخه وروسته روژه نیولوحکم په دي هکله پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه حدیث نقل شوی :
عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه قال قال النبي صلی الله علیه وسلم اذاانتصف شعبان فلاتصوموا .رواه ابوداود والترمذي وابن ماجه وغيرهم
وفي المرقات ۴\۴۰۹قوله فلاتصوموا ای بلاانضمام شیء من النصف الاول اوبلاسبب من الاسباب المذکورة وفي رواية فلاصيام حتی يکون رمضان والنهی للتنـزيه رحمة علی الامة ان يضعفوا عن حق القيام بصيام رمضان علی وجه النشاط وامامن صام الشعبان کله فيتعود بالصوم ويزول عنه الکلفة ولذاقيده بالانتصاف ، اونهی عنه لانه نوع من التقدم ،
ژباړه : ابوهریرة رض وایې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې کله دشعبان میاشت نیمایې شې نوروژي مه نیسۍ .
علامه علي القاري رحمه الله وایې : چې دامنعه هغه مهال دی چې که یې په ځانګړي ډول له پنځلسمي څخه روژي نیول پیل کول ، اوکه له پنځلس ورځووړاندي هم یوڅوروژي ونیسې یادشعبان له پیل سره روژي پیل کړي وي نوبیا پروانه لري ،
اویاله دي امله دشعبان له پنځلس ورځووروسته دروژي نیولومنعه شوي لکه په یوه بل روایت کې چې هم راغلي نوداله دي امله چې دفرضې روژي نیولوته کمزوری نشې
یاهم له دي امله کیدی شې چې منعه راغلي وي چې داله خپل لوري څخه دالله تعالی په فرضې روژي زیاته ول اواضافه کول دي ،











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه