مفتي ابویاسر
که يوه ميرمن په شپه کې دحيض يانفاس څخه پاکه شې نو؟
مسئله : که چیري یوه میرمن دحیض له بیماري څخه په شپه کي پاکه شوه نودصبا روژه دي نیسي ، البته داهغه مهال که یي دحیض دبیماری لس ورځي پوره شوي وي ، اوکه یي دغه موده یادعادت موده نه وه پوره شوي نوکه ترسپیدو لیږ وړاندي پاکه شوه اودومره وقت یي پیداکړ چي غسل کوي جامي په غاړه کوي نوروژه دي نیسي ،اوکه یي دغومره وقت ونه موند یعني چي له غسل څخه فارغیده نوسپیدي هم رڼاشوي نو بیادي دصباروژه نه نیسي .
کمافي التاتارخانيه والهنديه : لو طهرت ليلا صامت غدا ان كانت ايام حيضها عشرة وان كان دونها فان ادركت من الليل مقدار الغسل وزيادة ساعة لطيفة تصوم وان طلع الفجر مع فراغها من الغسل لاتصوم لان مدةالاغتسال من جملة الحيض فيمن كانت ايامها دون العشرة الخ هنديه ۱\۲۰۷ التاتارخانيه ۲\ ۳۸۷










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه