حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دماشومانو  د روژې مسائل
    03/29/1394 ساعت: 22:25
    بازدید 1187
    ♥2

    مسئلة :درمضان المبارک دمیاشتې روژه نیول په هرمسلمان عاقل بالغ باندي فرض عین ده ، روژه داسلام له ارکانوڅخه دریم رکن ده . مرقات ۴\۳۸۵ ومجمع الانهر ۱\ مسئلة : کله چې ماشوم یعني هلک یانجلۍ   داووکلونوشې   نوپه روژه نیولودي امرکوي که یې طاقت دروژي دنیولو   ؤ ، اوکله چې دلسوکلونوشې نو که یې روژه […]

    پ
    پ

    مسئلة :درمضان المبارک دمیاشتې روژه نیول په هرمسلمان عاقل بالغ باندي فرض عین ده ، روژه داسلام له ارکانوڅخه دریم رکن ده . مرقات ۴\۳۸۵ ومجمع الانهر ۱\

    مسئلة : کله چې ماشوم یعني هلک یانجلۍ   داووکلونوشې   نوپه روژه نیولودي امرکوي که یې طاقت دروژي دنیولو   ؤ ، اوکله چې دلسوکلونوشې نو که یې روژه نه نیوله نووهل دي ورکوي ، البته داهغه مهال ده که یې ماشوم دروژي دنیولوقدرت اوطاقت درلود ، او له دغووهلوڅخه په لاس یاڅپیړه وهل مرادي .  الطحطاوي علی مراقي الفلاح ص\۱۷۳ المغني 3/90    . الدر المختار۳ \۴۴۲ ط جدید

    مسئله : خودموسم اووقت لحاظ دي دماشومانودروژو دنیولولپاره په نظرکې نیسې یعني که دوبی یادګرمي موسم وي نوخپل ماشومانوته دي ګوري که یې دټولي روژي دنیولوطاقت ؤ ټولي روژي دي ورباندي نیسې اوکه یې دټولوروژو دنیولوقدرت اوطاقت نه ؤ نوبیادي دطاقت مطابق روژي ورباندی نیسې دټولي میاشتې روژي دي نه ورباندي نیسې ، همداراز دي دماشوم دصحت خیال هم ساتي یعني که یوماشوم کمزوري یابیمار وي اودروژي په نیولوسره ظن غالب داوي چې که روژه کړي نوبیماري یې زیاتیږي یا بیماره کیږي نودروژي په نیولودي نه امرکوي :  الدر المختار۳ \۴۴۲ ط جدید

    مسئله   : بعض خلک دخپلوماشومانوڅخه   بي پرواوي اودهغوئ ددیني تربیې لوري ته یې هیځ توجه نه وي   تردي چې نه دماشوم دلمانڅه اونه یې هم درژي اونوروعباداتوپه   غم کې وي ،اوځیني یې بیاداسې وي چې   ماشومان   له خپل موراوپلار څخه په پټه روژه نیسې   ځکه که یې پلارخبرشې نوغصه ورته کوي اودروژي په خوړلویې مجبوره وي څکه دی دافکرکوي چې داپه ماشوم ترحم اوشفقت ده ،خوافسوس چې دغه جاهل پلار نه پوهیږي چې په ده باندي دا   واجب ده چې خپل   ماشومان به دنیکواعمالواوفرایضوسره عادت کوي لکه     دطحطاوي عبارت چې     لیږوړاندي تیرشو ؛همداراز په حدیث کې راځي له صحابه وڅخه نقل شوي چې موږ به په وړوماشومانوروژ ه نیوله اوهغوئ   به مودساتیري   لپاره په یوه لوبه اخته کول ترڅودروژه ماتي وقت رانږدي شې :   البخاري فتح رقم 1960

    مسئله: دنجونومیندي بایددهغي لور دیني حالت هم په پام کې ونیسې چې دلویښت مرحلي ته نوي رسیدلي وي اویا په روژه کې رسیږي ،ځکه نجوني دناخبري اودشرم حیاله امله که دحیض بیماري ورښکاره هم شې نوروژه نه ماته وي ، حال داچې ددغي بیماری سره روژه نیول نه دی جائز

    وفي فتاوی ابن عثیمین : وينبغي الاعتناء بصيام البنت في أول بلوغها،فربما تصوم إذا جاءها الدم خجلا ثم لا تقضي .

    مسئله : که ماشوم روژه ونیسې اوبیایې دیوه عذرله امله وخوري نوقضایې ورباندي لازمه اوواجب نه ده ،اوکه یې لمونځ قضاءکړ نوموراوپلاردي په قضا راوړلو اوراګرزولوامرکوي .    الدرالمختار وردالمحتار ۲\ ۴۰۹ ط سعید :

    . مسئله : موراوپلار بایدپه روژه کې ماشوم په زیات تعلیم اوزده کړه مجبور نه کړي بلکه په دغه وقت کې دروژي په نیولودقرآن کریم په تلاوت اونورواذکاروپه سرته رسولو باندي باعث کړي څوماشوم دښي تقوا درلودونکی شې     فتاوی دارالعلوم دیوبند ۱\۴۹۱ ط دارالاشاعت ک   :

    مسئله :که یوماشوم یاماشومه درمضان المبارک په میاشت کې په ورځ کې دلویښت یعني بلوغ درجي ته ورسیده اوروژه یې نه وه نوپاته ورځ خوراک اوڅښاک نه دی ورته جائز ترماښامه به څه نه خوري ،داورځ یې له روژي نه ګڼله کیږي خوددي ورځي قضاء هم ورباندي لازمه نه ده . البحرالرائق ۲\۲۸۸

     لیکونکی : مفتي ابویاسر

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.