حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په جماعت سره دلمانځه فضیلتونه اوحکمتونه
    04/04/1394 ساعت: 10:08
    بازدید 1123
    ♥3

    لمونځ  داسلام  له ارکانو څخه یومهم رکن دی . لمونځ داسلام له پنځو بناؤ څخه دوهمه بناء ده  . لمونځ ددين عمود اوستنه بلله کیږي  . لمونځ الله تعالی ته له محبوبو اعمالو څخه ده . خو په جماعت سره دلمانځه اداکول له واجباتوڅخه ده . په جماعت سره لمونځ داسلام له شعائرو څخه ده  […]

    پ
    پ

    لمونځ  داسلام  له ارکانو څخه یومهم رکن دی . لمونځ داسلام له پنځو بناؤ څخه دوهمه بناء ده  . لمونځ ددين عمود اوستنه بلله کیږي  . لمونځ الله تعالی ته له محبوبو اعمالو څخه ده .

    خو په جماعت سره دلمانځه اداکول له واجباتوڅخه ده . په جماعت سره لمونځ داسلام له شعائرو څخه ده  . په جماعت سره لمونځ  دلمانځه له حقوقو څخه ده  .

    خومتاسفانه چې اوس ډیر مسلمانان  دجماعت دلمانځه په اداکولو کې خورا سستي کوي  ، لمونځ داسې  نه ګڼي چې داګني د مسلمان په حیث ددوئ یوه وجیبه ده  .

    هوددې یولوی سبب دادی چې  دوئ دالله تعالی ددې ستر عبادة له شان اوعظمت څخه ناخبره دې ، بلکه دوئ  په حقيقت کې په خپل اسلام نه دي خبر ،ځکه څوک چې داسلام له داسې یومهم رکن څخه په غفلت کې وي  نو داسلام دنورو احکامو په اړه به  ددوئ عمل څه ډول وي .

    دجماعت په لمانځه کې څوډوله فضيلتونه

    ۱= دقیامت په ورځ به دعرش ترسایې لاندي ناست وي

    هغه څوک چې مسجدته دتلو په فکر کې وي ،زړه یې مسجد ته تلل غواړي ، زړه یې له مسجدسره تړلی وي ، نودداسې تن په اړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : سبعة يظلهم الله في ظله يوم لا ظل إلا ظله ….وذكر منهم ورجل قلبه معلق في المساجد..متفق علیه  .ژباړه : یعني دقیامت په ورځ به اوه کسان داسې وي چې دعرش ترسایې لاندي به ناست وي اودمحشردتکالیفوڅخه به په امن کې وي ، په دغوکسانو کې به یو تن هغه هم وي  چې زړه یې په دنیا کې دمسجدسره تړلی وي  ، یعني  دجماعت سره  یي مینه وي .

    ۲= مسجدته داخستل شوو قدمونو اجرونه  .

    پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : ألا أدلكم على ما يمحو الله به الخطايا ويرفع به الدرجات……. ) وذكر منها ( وكثرة الخطا إلى المساجد ) .رواه مسلم  عن ابي هریرة رض

    ژباړه  : ایا تاسوته هغه څه وښه یم چې الله تعالی ستاسو ګناهونه ورباندي محوه  کړي  ، درجي موورباندي لوړي کړي ، اوبیایي وویل : له دغواعمالو څخه یو هم مسجدته قدمونه اخستل دی .

    ۳= مسجد ته دلمانځه په نیت دورتلو اجر :

    په دي اړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي :

    من خرج من بيته متطهرا إلى صلاة مكتوبة فأجره كأجر الحاج المحرم )

    . روى الإمام احمد والإمام أبو داوود عن أبي امامة رضي الله عنه

    ژباړه : څوک چې له کوره څخه په اوداسه  دجماعت دلمانځه لپاره ووزي  نودومره اجریې دی لکه یوتن چې دحج داداکولولپاره په احرام کې وتلی وي .

    ۴= مسجدته دورغلي تن اجر  :

    پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي :   من توضأ فأحسن الوضوء ثم أتى المسجد فهو زائر الله وحق على المزور أن يكرم الزائر .

    ژباړه :  څوک چې په ښه طریقه سره اودس وکړي اوبیا مسجدته ولاړشې نودالله تعالی ميلمه دی اوپه ميزبان باندي دمیلمانه اکرام حق دی . یعني الله تعالی به یې له اجراوثواب  څخه  تش لاس نه لیږي .
    ۵=  مسجدته په ورتلو دالله تعالی خوښې :

    په دي اړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : لا يتوضأ أحدكم فيحسن وضوءه ويسبغه ثم يأتي المسجد لا يريد إلا الصلاة فيه إلا تبشبش الله إليه كما يتبشبش أهل الغائب بطلعته ) اخرجه ابن اثير  :

    ژباړه : که له تاسوڅخه یوتن په ښه طریقه سره اودس وکړي ،اوښه کامل اودس وکړي  اوبیامسجد ته روان شې  اودلمانځه پرته یې بل نیت نه وي  [یعني کوم شر ونه کړي یا ریا لپاره نه وي  ]نوالله تعالی داسې ورته خوشحالیږي لکه یوتن چې دخپل ورک عزیز په راتلوباندي خوشحالیږي .
    ۶=   په مسجدکې دلمانځه دانتظار فضيلة  :

    په دي اړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلی : لا يزال العبد في صلاة ماكان في مصلاه ينتظر الصلاة وتقول الملائمة : اللهم اغفر له اللهم ارحمه حتى ينصرف أو يحدث )

    ژباړه : همیشه یوتن په لمانځه کې  ګڼل کیږي ترڅوچې دلمانځه په ځای ناست اودلمانځه انتظارکوي .اوملايکه ددي تن په حق کې داسې دعاکوي : ای الله دغه تن ته مغفرت وکړه  اوپه دغه تن رحم وکړه  ، ترهغه وخته ملایکه دعاورته کوي څوچې دغه تن  دلمانځه څخه فارغیږي یابل کوم تن سره خبری پیل کوي .

    ۷=  په لمړي صف کې اوبیا ښې لوري ته دکیناستلو فضیلت :

    په دي اړه پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایې : لو يعلم الناس مافي النداء والصف الأول ثم لم يجدوا إلا أن يستهموا عليه لاستهموا ) حديث صحيح

    ژباړه : که خلګ خبرشې چې داذان له اوريدو سره مسجدته په تلوکې ، په صف اول کې دکیناستو څومره اجردی نودغه خلګوبه په قرعه اندازي سره ځایونه ترلاسه کول  . په بل حديث شريف کې راغلي : وان الصف الأول على مثل صف الملائكة ولو علمتم ما فضيلته لابتدرتموه  .

    ژباړه : لمړی صف داسې دی لکه دملایکو صف  .که تاسوته یې دفضیلت علم وای  نوپه ډيره تلواره  یعني وختی به موپه دغه صف کې ځایونه نيول . په بل حديث شریف کې پیغمبرصلی الله علهی وسلم فرمایلي : إن الله وملائكته يصلون على ميامن الصفوف . بي شکه الله تعالی په صف کې راسته لوروته په ناستوخلګو رحمتونه نازلوي  اوملایکه ورته مغفرت غواړي  .

    ۸ _ دجماعت په لمانځه دالله تعالی رضا :

    پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایې : إن الله ليعجب من الصلاة في الجميع رواه احمد

    ژباړه : بی شکه الله تعالی ته دجماعت لمونځ خوند ورکوي یعني الله تعالی په جماعت سره دلمانځه په اداکولو  خوشحاليږي  .
    ۹ _ دجماعت په لمانځه سره دګناهونومغفرت  :

    پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : من توضأ للصلاة فأسبغ الوضوء ثم مشى إلى الصلاة المكتوبة فصلاها مع الناس أو مع الجماعة أو في المسجد غفر الله له ذنوبه )

    .ژباړه : څوک چې دلمانځه لپاره شه اودس وکړی اوبیامسجد ته دلمانځه داداکولو لپاره ولاړشې  اوله خلګوسره یوځای په جماعت باندی لمونځ اداکړي  نوالله تعالی به یې ګناهونه وروبخشې .

    ۱۰= دجماعت لمونځ ترتنهالمانځه اوه ویشت درجي ثواب لري

    .پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دي اړه فرمایې :
    صلاة الجماعة تفضل صلاة الفذ بسبع وعشرين درجة . رواه البخاري :

    ژباړه  :  دجماعت لمونځ ترتنهالمانځه اوه ویشت درجي فضيلت لری .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.