حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دقضائي لمونځونو څو مسائل
    04/04/1394 ساعت: 10:17
    بازدید 892
    ♥3

    مسئله :  هرلمونځ چې له مسلمان څخه قضاءشوی وي دهغه لمانځه قضاء راوړل ور باندي لازمه ده، که یې په هيره سره قضاء کړی  وي اوکه په قصدسره ،که په عذرسره وي  اوکه له عذرپرته ،که یې د خوب له کبله قضاء کړي وي ،اوکه یې په ویښه  سره قضاء کړی  وي، دقضاء  لپاره ټول وختونه صحیح دي ،یواځې  په اوقاتومکروه کې به نوي لکه( طلوع، غروب، زوال)که له  مقيم څخه لمونځ  قضاشي  نوبه پوره لمونځ  قضايې راوړي اوکه له مسا فر څخهدسفرپه مهال  لمونځ قضاء شی  نواوس به یې دوه رکعته قضایې راوړي و دغه قضاراوړل یې که دسفرپه مهال وی اوکه داقامت په وخت کې ، کما في العالمګير ته ج۱ص۱۲۱ مسئله : دقضائي لمونځوپه خپل مابين کي هم تر تيب فرض ده يعني چې اول هر لمو نځ قضا شوي وي هغه به اول اد ا کيږي، بيا […]

    پ
    پ

    مسئله :  هرلمونځ چې له مسلمان څخه قضاءشوی وي دهغه لمانځه قضاء راوړل ور باندي لازمه ده، که یې په هيره سره قضاء کړی  وي اوکه په قصدسره ،که په عذرسره وي  اوکه له عذرپرته ،که یې د خوب له کبله قضاء کړي وي ،اوکه یې په ویښه  سره قضاء کړی  وي، دقضاء  لپاره ټول وختونه صحیح دي ،یواځې  په اوقاتومکروه کې به نوي لکه( طلوع، غروب، زوال)که له  مقيم څخه لمونځ  قضاشي  نوبه پوره لمونځ  قضايې راوړي اوکه له مسا فر څخهدسفرپه مهال  لمونځ قضاء شی  نواوس به یې دوه رکعته قضایې راوړي و دغه قضاراوړل یې که دسفرپه مهال وی اوکه داقامت په وخت کې ،

    کما في العالمګير ته ج۱ص۱۲۱

    مسئله : دقضائي لمونځوپه خپل مابين کي هم تر تيب فرض ده يعني چې اول هر لمو نځ قضا شوي وي هغه به اول اد ا کيږي، بيا دوهم  ، بيا دريم  بیاترپایه په همدي ترتیب،

    اوهمدارنګه  ده قضائې  اووقتي لمنځونه په منځ کي هم ترتیب  فرض دی، چې اول به ددوي ټولو قضا راوړبيا به وقتي لمو نځ کو ي  تر ځو چې ترتيب نه وي ساقط شوی،

    او تر تيب په درو شيا نو سا قطيږ ي ۱ –  په هيره سره ۲-  دوقت په تنګوالي سره ۳ – چې قضائي لمونځونه  شپږو لمو نځونو ته ورسيږي ، نو که ئي وقتي لمونځ  ترقضایې مخته وکړ ، نه وخت تنګ ؤ ، نه یې هېر ؤ ، اونه ترشپږ و لمونځونو رسیدلي ؤ ، نو وختي لمو نځ یي نه دی  صحيح ،  کما في کتر الد قائق ج۱ ص۳۷

    مثلا دجمعي دورځي ټول لمنځونه له یوچاقضاشوي، نو اوس به یې د سهار تر لما نځه لمخه مثلاهغه پنځه سره لمنځونه راګر زوي ،بيا به دغه دسها رخپل وختي لمونځ کوي،

    (فائده ) دوقت په تنګوالي کي اختلاف ده چې تنګوالي داصل وقت معتبردی  اوکه دمستحب  وخت ، لکن علامه شامي له ډيره تحقيق وروسته تر جيح اول  قول ته ورکړي ده ،   کماقال ج۲ص۶۳۵

    مسئله :   که له یو چاڅخه ډیر لمونځونه تير شوي ؤ ،بيا يې قضاء راوګرزول  یواځې  پنځه لمنځونه پاته شول  اوس تر تيب بيرته نه راګرزي  ،   کمافي الهنديه ج۱ص۱۲۳

    مسئله :   که له یوچاڅخه لمونځ قضاء شي اودده په یاد هم وي او په قضاېي  راوړلو یې قدرت هم لري نوځنډول ېي مکروه دی

    کما في الهنديه ج۱ص۱۲۴

    مسئله : که یوچا دما سخوتن فرض لمونځ  بي اواداسه وکول او سنته اووتر یي په اودا سه وکول ،نو فرض اوسنته به بير ته راګرزوي اووتر به نه راګرزوي، لکه دمازديګر لمو نځ چې وکوي وروسته ورته يادسي چې دما سپښين لمونځ مي بي اودسه کړي ده ،نو یواځې به دماسپښين لمو نځ را ګرزوي

    کما في ردالمحتار ج۱ ص۵۳۸

    مسئله :  که یوچا دما زديګر لمو نځ کول ،  دما سپښين قضائي لمو نځ ور پيا د شونو لمو نځ ئي فا سددی، لکن دافساد موقوف دی  ،که ئي شپږ لمو نځونه نور وکړل نو دغه  لمونځ بير ته صحيح کیږي

    کمافي الهدايه ج۱ص۱۳۹

    مسئله : که دجمعي په ورځ دجمعي دلما نځه يا خطبي په مابین کي قضائي  ورپه یادشي نو قضایې به کوي ،که دجمعي لمونځ نيولی شي اوکنه  کمافي الشامي ج۲ ص۶۳۳

    مسئله :  که له یوچاڅخه  ډير لمو نځونه قضاشوي وي او بيا یي راګرزول، نوکه ورته معلوم ؤ چې دفلاني وخت اوفلاني ورځې لمونځ دی خوهغه نیت به کوي ، اوکه نه ورته معلومیږي نو بیابه  داډول نیت کوي  ، لمونځ کوم قضا ئي د هغه اول ماسپښين ،يا اول سحر، چې لماڅخه قضا شوي دی، که څه  هم په کنز الد قا ئق کي وائي چې داول ياآ خر قيد نه غواړي لکن راجح داده چې وېي واېي ،خو که بیا هم اول يا آخر نه ووایې  لمونځ ئي جائزه دی،

    کمافي الشامي ج۲ ص۶۵۰

    مسئله :  که دماښا م یادوترو احتیاطا قضایې  راوړي نوڅلور رکعات به کوي ، دري ځله ناستي، اودعاء قنوت به هم په دريم رکعت کښي وائي  بيابه کښيني بيابه څلورم رکعت ته ولاړشي هغه به وکړي اوسلام به وګرزوي ،  کما في نفع المفتي ۹۱

    مسئله :   احتیاطا قضایې لمونځونه راګرزول افضل اوبهتردي تر نوافلو، ماسوي له هغه  خاصو نوافلو لکه داشراق اوڅا ښت اواوابين  وغيره  کمافي الهنديه ج۱ ص۱۲۵

    مسئله :  که څوک قضایې لمونځونه راګرزوي نوخلګ دي په ځان نه خبروي ، ځکه دخلګو خبرول  مکروه تحريمي ده ،که يي په مسجد کي کوي اوکه په کورکي ،که څه  هم په فتاوی  عالمګيري اوخلاصة الفتاوی  اونورو کې  ویلي  دي چې په مسجد کي مکروه دي ،لیکن علامه شامي رحمه الله داتحقیق کړی چې خلګ به نه خبروي که کوریې کوي اوکه په مسجدکې ،

    مسئله : دغه احتيا طي لمو نځو نه به ټول ډک کوي اوپه مکروه وختونو کې به یې نه کوي ،  لکه دمازديګر يا سحر له لمانځه وروسته  یادزوال په مهال ، کما في الطحطاوي ۴۴۷

    مسئله :  که له یوچاڅخه یولمونځ قضاء شوی ؤ ، خو ده ته نه معلومیدی چې دمازدیګر ؤ اوکه دماښام ،په خپل چرت اوفکرسره یې هم نشوای معلومولای نو پنځه لمونځونه یعني دیوي شپي یوي ورځې لمونځونه به راګرزوي، اوکه ددؤ  ورځو یو یو لمونځ ورڅخه قضاء شوی ؤ ، خوده ته نه معلومیدل چې کوم لمونځونه ؤ نوبیابه ددؤ ورځو لمونځونه يعني لس لمونځونه به راګرزوي ،  وعلي هذالقياس دري لمونځونه ددرو ورځو، اوداسي نور،

    کمافي العا لګيری  ج۱   ص۱۲۴

    مسئله :  يو سړي يو مياشت  لمو نځ نه ؤکړي مثلا بيایې  شروع کړل ،  وروسته  يو لمونځ ورڅخه  قضا شو اوس تر دغه نوي قضا شوي لما نځه لمخه خپل وقتي لمونځ جائز نه دی ، بلکه اول به دغه قضایې لمونځ راګرزوي ،

    کما في الهنديه ج۱ ص۱۲۳

    مسئله :  که له یوچاڅخه  مثلاډیر لمونځونه قضا شوي ؤ ، نو بيا چې له وقتي سره هرڅومره  ځا ييږي هغه به خامخا ورسره راګرزوي ، مثلا دسهار په لما نځه کي دما سخو تن لمونځ اووتر ورپيادشول ،  او دسها وخت دونه پا ته ؤچې پنځه رکعت لمونځ پکې کیدلی شوای ،  نو وتر اودسهار لمونځ به کوي، دماسخوتن لمو نځ به له لمر ختو وروسته کوي، اويا دمازديګر په لما نځه کي دسهار او ما سپښين قضا ئي ور پيا د شو،  اووخت صرف دشپږو  رکعتو نوؤ ،  نو دسهار اومازيګر لمو نځ  به کوي دما سپښین لمونځ به  وروسته کوي اوکه داته ۸  رکعتو نو وخت ؤ بيا به دماسپښين  اومازديګر لمونځونه کوي او دسهار لمونځ به  وروسته وکوي    کمافي الهنديۀ ج۱ ص۱۲۳

    لکن علا مة حصفکي اوشامي او طحطا وي او شر نبلالي (صاحب مراقي الفلاح) اوابن نجيم اودعلامه رافعي قول دادی چې دوخت لمونځ به  ترهغه لمونځونوچې له دوئ سره اداءکیدلی شي   جائزده ،مثلا که وتر اودسهار لمو نځ دواړه ځا ییږي،خویواځې دسهارلمونځ وکوي    وتر نه وکړي ،وروسته ئي وکړي دا جائز ده ،کما في الشامي        ج ۲ص۶۳۶

    مسئله : که یوچادما سپښين لمونځ کول،  اوپه دي کې یې شک ؤ چې دسهارلمونځ یې کړی اوکنه ،خو چې لمونځ یي وکړ له هغه  ورسته یې  يقين شو چې دسهار لمونځ ېي نده کړي نو بير ته به اول دسهار لمو نځ کوي بيا به دما سپښين ،

    کما في لعا لمګير ته  ج۱ ص۱۲۲

    مسئله :  که په نفلي لمونځ ولاړ ؤ اوقضایي  لمو نځ ورپيا د شونو لمو نځ یي  نه فاسيديږي، لکه دفرضو اووترو لمونځ چې فاسدیږي،

    کمافي الهنديه  ج۱ص۱۲۱


     مفتي ابوالشمس

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.