م/محمد
درسول الله صلی الله علیه وسلم له زماني بیاترنن پوري چې چیر ته هم مسلمانان تللي هلته یې خپل علمي ، اخلاقي اوتمدني اثار پرې اېښي ، چې ترنن پوري دهغوی دکمال ښکارندویي کوي ، ددیني علومودخدمت په اعتبارسره دنورو ټاټوبوپه څیر پخواني هندوستان ته هم یوخاص امتیازي حیثیت حاصل دی ، دلته مختلفو اسلامي علوموخپل ځای نیولی ، غوره مفسرین پیداشوي ، دعلم حدیث فرش غوړول شوی اوفقهاؤ یې دفهم اودرک مسندونه ښائسته کړي دي ، نویو پېښیدونکو مسائلو ته یې دحل لاره لټولي ، په زړه پوري کتابونه یې لیکلي ، مدرسي یې جوړي کړي او دوعظ اوارشاد محفلونه یې ته ښکلا وربخښلي
دخیرپه دي کارکې دامت له راسخ العقیده علماؤ سره دخپل منصبي فرض په ځای کولو کې دوخت بعض دیندوستو بادشاهانو هم ستره برخه اخيستي ، په همداسي سترو علمي کارناموکې یوه مهمه کارنامه [ الفتاوی الهندیة المعروف بفتاوی عالمګیري] هم ده ، چې دمغل بادشاه اورنګزیب عالمګیر رحمه الله په اشاره او تمنا سره دعلماؤ یوې ډلي مرتب کړه
په لاندي څوکرښوکې به دنوموړي فتاوی اودهغوی دمؤلفینوپه اړه مختصرمعلومات له تاسو محترموسره شریک کړو
اورنګزیب عالمګیر : ابومظفر محی الدین اورنګزیب عالمګیر دشاه جهان زوی دذوالقعده په ۱۵ په کال ـــ ۱۰۲۸ هـــــ کې د هندوستان دوحد په سیمه کې دې نړۍ ته سترګي وغړولي ، داورنګزیب عالمګیر دژوند دوه روښانه اړخونه زموږ مخي ته راځي ، یودهغه دبادشاهت اوسلطنت اوبل ددیني عالم اواسلام دخادم په توګه ، موږ دلته یواځي دهغه دعلم اوتدوین اړخ څیړو اوهغه هم یواځي له دي امله چې له اصل موضوع [ دفتاوی عالمګیري ترتیب اوتصنیف ] سره دعالمګیردژوندیوه برخه هم تړاو لري ، ځکه چې د نوموړي دمسلسلو هڅو په نتیجه کې دا ستره فتاوی منځ ته راغلي .
دوی له مولاناعبداللطیف ، مولاناهاشم ګیلاني او شیخ محی الدین بن عبدالله بهاري څخه دعلم زده کړي کړي ، نوموړی دښه خط په لیکلو کې ضرب المثل ؤ، دنسخ اونستعلیق په خط کې یې خورازیات مهارت درلود ، نوموړي په خپل لاس دقرآن کریم نسخي هم لیکلي چې یوه یې تردي مخکي چې دسلطنت واګي په لاس کې واخلي په خپل قلم ولیکله اوبیایي مکي مکرمي ته یې ولیږله ، بیایې دسلطنت په زمانه کې په خپل لاس دوهم قرآن کریم ولیکل چې په هغه زمانه کې اوه زره روپۍ لګښت ورباندي راغی اوهغه یې مدیني منوري ته ولیږل
عالمګیر په علم حدیث کې هم پوره مهارت درلود دسلطنت په لمړیو کې یې یوکتاب ( الاربعین ) ولیکل چې پکې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم څلوېښت مبارک قولونه راټول شوي ؤ ، همداراز یې دسلطنت په مهال یوبل کتاب هم لیکلی اوبیایې ددي دواړو فارسي ترجمه اوعمده حواشي هم ولیکلي ، نوموړی بادشاه به په هفته کې درې ورځي له مولاناسید محمدحسیني قنوجي ، علامه محمدشفیع یزدي اونظام الدین برهان پوري رحمهم الله سره داحیاء العلوم ، کیمایی سعادت اوفتاوی هندیه مذاکره کوله ، نوموړي په فقه کې پوره مهارت درلود اوګڼ شمیرجزئیات ورته معلوم ؤ ، له فقهي سره یې بې کچي مینه وه چې ښکاره دلیل یې دفتاوی هندیه (فتاوی عالمګیري ) تالیف دی ، چې دده په زمانه کې دده په حکم تالیف شوه ،
په شعراوشاعري یې هم پوره لاس بري درلوده خو خپله به یې شعرنه ویل اوخلکو ته به یې هم داتوصیه کوله چې په شعرویلو کې دي خپل وخت نه ضایع کوي ،
دنیکي اودینداري په لحاظ متقي ، متورع دجماعت دلمانځه اوتهجدپابندؤ ، په کومو ورځوکې چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روژه نیول ثابت شوي دهغه ورځو روژه نیول یې خپل معمول جوړکړی ؤ ،
په هرحال اورنګزیب عالمګیر دداسي خصوصیاتو څښتن ؤ چې له یومسلمان بادشاه سره مناسب وي ،
په برصغیر کې داسلامي احکامو دنشر اوخپراوي په کارکې دهغه ستره ونډه ده د۱۰۶۸هـــ د ذوالحجة په اوله ( چې دجولایي له ۲۳ کال ۱۶۵۸ میلادي سره سمون خوري )دهند په تخت باندي کښېنوست ، پنځوس کاله یې حکومت وکړ او دنوې (۹۰) کالوپه عمر دذوالحجة په میاشت کال ۱۱۱۸ هـــق (۲۱ فروی کال ۱۷۰۷میلادي) یې له دي فاني نړۍ سترګي پټي کړي [نزهة الخواطر ج ۶ ص ۷۳۷]
دفتاوی عالمګیري اصلي محرک : اورنګزیب عالمګیر دعلمي ذوق څښتن ؤ ، هغه خپله یوه ستره ذاتي کتب خانه درلوده چې دپلار اونیکونو له زماني ورته پاتي وه چې علماؤ دفتاوی هندیي په ترتیب اوتالیف کې ترې استفاده وکړه ، کومو علماء کراموچې دفتاوی په ترتیب کې کارکول دهغوی دعلمي مرتبي سره سم یې هغوی ته وظائف مقررکړي و ، داورنګزیب په زمانه کې سترو علماؤ اودمذهب امامانو دفقه حنفي مطابق فتواوي ورکولي اوعملا په اسلامي ژوندکې فقه حنفي ښکاریده ، بل خواچې کوم فقهي مسائل په کتابونو اوفتاواؤ کې ذکرؤ دفقهاؤ اوعلماؤ داختلاف له کبله ضعیف روایات اوضعیف اقوال سره مخلوط شوي ؤ ، چې له امله به یې ځینو مفتیانو په ضعیف قول فتوی ورکوله اوعمل یې ورباندي کول ، داورنګزیب په زړه کې داخبره راوګرز یده چې دوخت ټول سترعلماء اوفقهاء سره راټول کړلی شي اوټول په ګډه په دي مهم کارکې برخه واخلي اودده په خصوصي کتبخانه کې دفن فقه معتبره ذخیري څخه په ګټه اخستنه یوداسي جامع کتاب مرتب کړي چې ټولي مفتی بها(معتمدي ) مسئلي پکې رایوځای شوي وي چې دفتوی ورکولو په مهال قاضیانو اومفتیانوته اساني وي ، اوددي موضوع اړوند ټولو کتابونو له کتلو اومطالعي کولو څخه ورباندي استغنا راشي ،
اورنګزیب عالمګیر ددي مهم کارلپاره دشیخ نظام الدین برهانپوري په مشري کې یوه ډله وګمارله ، دعلماؤ اوفاضلانوهغه ټولی چې په دارالخلافه کې موجودؤ په دي خدمت کې مصروف شول ، له دي پرته دهند ګوټ ګوټ ته داخبرورسید اوپه دي علوموکې چې کوموکسانو مهارت دلود دبادشاه په حضورکې وړاندي شول ،او په دي سلسله کې هغوی ته معقول وظائف اوحق الزحمه ورکول کیده ،اودبادشاه دخصوصي کتابتو ن خاصو کتابونوته درسیدلو ښه انتظام رامنځ ته شو (عالمگیر نامه ، په حواله برصغیر می علم فقه ، ص:۲۸۱)
دفتاوی عالمګیري دتالیف نیټه : په یقین سره داویل چې د فتاوی عالمګیري تصنیف څه مهال پیل اوڅه وخت پای ته ورسید مشکل دي ، البتة له قرائنو داسي څرګندیږي چې ددي کتاب پیل په کال ۱۰۷۷ هــــــ یا ۱۰۷۸هـــ کې شوی اوپه کال ۱۰۸۰ هـــ یا ۱۰۸۱ هــــ کې پای ته رسیدلی ، ددي خبري دلیل دعالمګیرنامي دلیکوال منشي محمد کاظم بن محمدامین له دغه عنوان ’’آغاز سال دهم والایی دولت عالمگیری ۔۔۔۔۔۔ مطابق سنه هزار وهفتادوهفت هجری‘‘ څخه څرګندیږي ، ځکه تردي عنوان لاندي په عالمګیرنامه کې دیوولسم کال دیوه جلوس یادونه شوي چې په ضمن کې یې دفتاوی عالمګیري یادونه هم شته ، څرنګه چې عالمګیرنامه د اورنګزیب عالمګیر دسلطنت دلمړنیو لسو کلونو په واقعاتو مشتمله ده اودفتاوی عالمګیري یادونه ددي کتاب په آخرکې شوي ، ورڅخه معلومیږي چې دفتاوی تالیف له په تخت کښیناستلو لس کاله وروسته پیل شوي چې په تاریخي اعتبار له ۱۰۷۷هــــ یا ۱۰۷۸هــــ سره سمون خوري .
خودفتاوی عالمګیري دتالیف سلسله په همدي کال پای ته نه ده رسیدلي ،ځکه دعالمګیرنامي دذکرشوي عبارت له آخري الفاظو معلومیږي چې دکتاب لیکل لادوام لري ، عبارت په دي ډول دي:’’وچون آن کتاب مستطاب صورتِ اتمام گیرد وپیرایه ء اختتام پذیرد، جهانیان را از سائر کتب فقهي مغنی خواهد بود وبرکات اجر وثوابش ابد الآباد در نسخه ء حسنات شهنشاه مؤید قدسی ملکات مثبت ومرقوم خواهد گشت‘‘
په خلکوکې مشهوره ده چې دعالمګیري په ترتیب اوتدوین کې دوه کاله وخت لګیدلی که داخبره صحیح شي نو ددي دتالیف پیل به په کال ۱۰۷۷هــــ یا ۱۰۷۸ هــــ اوتکمیل به یې په کال ۱۰۸۰هــــ یا ۱۰۸۱هــــ کې شوي وي
دفتاوی عالمګیري ترتیب اوتنسیق : دنورو فقهي کتابونو په څیر په دي فتاوی کې هم دکتاب ترعنوان لاندي بابونه اوبیا ترهرباب لاندي دفصلونو په نامه یوڅه عنوانونه ښوودل شوي ، تربحث لاندي مسئلي اړوند دنورو ډیرو ضمني مسائلو وضاحت کړل شوی .
دمثال په توګه : کتاب الطهارة په اوو بابونو مشتمل دی چې هغه په الباب الاول ، الباب الثاني ……… اونورو سره بیان شوي بیاترهغه لاندي پنځه فصلونه ذکرشوي چې الفصل الاول ، الفصل الثاني ……… اوداسي نورعنوانونه ورکول شوي یاپه بل عبارت داسي وضاحت کولی شو چې :
(کتاب الطهارة ) وفیه سبعة ابواب : الباب الاول فی الوضوء وفیه خمسة فصول، الفصل الاول فی فرائض الوضوء ۔ الفصل الثانی فی سنن الوضوء۔الفصل الثالث فی مستحبات الوضوء۔ الفصل الرابع فی مکروہات الوضوء۔ الفصل الخامس فی نواقض الوضوء ۔الباب الثانی فی الغسل وفیه ثلاثة فصول۔ الفصل الاول فی فرائضه ۔ الفصل الثانی فی سنن الغسل۔ الفصل الثالث فی المعانی الموجبة للغسل وهی ثلاث ………
.اوهمدغه طریقه یې په ټول کتاب کې کارولي پرته له یوڅو ځایونو لکه کتاب اللقیط ، کتاب اللقطة ، کتاب الاباق او کتاب المفقود چې دلته یې دبابونو عناوین نشته ، او دکتاب القاضي ترعنوان لاندي بیا بابونه خوشته مګرترهغه لاندي بیافصلونه نشته ،
همدارازپه عالمګیري کې تقریبا ددي خبري التزام شوی چې دهرکتاب په شروع کې دمتعلقه مسئلي معنی اودمطلب وضاحت شوی ، دمثال په ډول دکتاب الحوالة په پیل کې یې دابیان کړي چې حواله څه ته وایې .
دفتاوی عالمګیري علمي اوفقهي مقام : فتاوی هندیه ته په علمي اوفقهي نړۍ کې ډير دقدرپه سترګه کتل کیږي ، ځکه په دي کې چې کومي مسئلي بیان شوي هغه دحنفي فقه له رویه یاخو راجح اومفتی به دي اویاهم ظاهرالروایة ، دوهم له دي امله چې دادفقهي دټولو اهمو اویادوني وړکتابونو خلاصه ده ، اوددي فتاوی مأخذ اومراجع په فقه حنفي کې سترمقام لري
دفتاوی عالمګیري خصوصیات : فتاوی عالمګیري کې داسي څو خصوصیات شته چې دفتاواو په نوروکتابونوکې ډیرکم پیداکیږي چې یوڅومهم خصوصیات یې په لاندي ډول دي .
۱ ــ ترټولو لوی خصوصیت خو یې دادی چې دادیوه سړي تالیف نه بلکه دممتازو علماء دیوې ټولني دکوششونو اوزیارنتیجه ده ، ځکه نو په دي کې په فقهي اعتبار دغلطي امکان ډیرکم دی . ۲ ــــــ له هري مسئلي سره دهغې دماخذ حواله هم ورکول شوي ، دکوم کتاب حواله چې ورکړل شوي که په هغه کې له کوم بل کتاب څخه نقل شوي وي نود’’ناقلا عن فلان‘ ‘ په لیکوسره داصل ماخذطرف ته هم اشاره شوي وي .
۳ ــــ که دکومي مسئلي په اړه دوه مختلف اقوال وي اوپه هغوی کې دترجیح وړڅه نه وي ترلاسه شوي نو دواړه قولونه یې سره له حوالو نقل کړي وي .
۴ ـــ که په کوم کتاب کې عبارت لفظ په لفظ نقل شوي وي نو ( دکذا ) په لفظ ورته اشاره شوي وي اوکه یې الفاظ یوډول نه وي نوپه ’’هکذا‘‘ سره ذکرشوي وي .
۵ ــــ ددي کتاب په فارسي او اردو ژبه ترجمي کړل شوي چې له مضامینو یې ډیر خلک مستفید شي
دفتاوی عالمګیری ماخذونه : په فتاوی عالمګیری کې دفقه حنفي دټولو مهمو اومعتبروکتابونو خلاصه راټوله شوي ، لاندي دڅومشهورو اوکثیر المراجعة مأخذونو فهرست لیکو چې په دي کتاب کې ورڅخه دعلماؤ دزیار اومحنت یوڅه اندازه لګولی شو چې په څومره زیارسره یې دفقه داخزانه تیاره کړي
۔۱۔۔۔الهدایة ، برهان الدین مرغیناني ۔۲۔۔۔ذخیرة العقبی شرح منیة المصلی ۔۳۔۔۔جامع المضمرات، صوفی یوسف بن عمر کادوری۔۴۔۔۔بدائع الصنائع، أبوبکر الکاسانی۔ ۵۔۔۔المغنی،ابن قدامه حنبلی۔۶۔۔۔شرح الهدایة للعینی۔۷۔۔۔فرائض الزاهدی، مختار بن محمود ۔۸۔۔۔محیط السرخسی۔۹۔۔۔المحیط البرهانی، صدر الشریعة محمود بن تاج الدین۔ ۱۰ ۔۔۔ظهیرية ، ظهیر الدین بخاری۔۱۱۔۔۔فتاوی قاضی خان، حسن بن منصور أوزجندی۔ ۱۲۔۔۔شرح الوقایة ۔۱۳۔۔۔التبیین، امام نسفی۔۱۴۔۔۔السراج الوهاج، أبوبکر الحدادی۔۱۵۔۔۔فتح القدیر،کمال الدین ابنن همام۔۱۶۔۔۔البحر الرائق، زین الدین ابن نجیم۔۱۷۔۔۔الجامع الصغیر، امام محمد ۔۱۸۔۔۔الجامع الوجیز، کردری۔۱۹۔۔۔تاتارخانیة ،عالم بن علاء ۔۲۰۔۔۔فتاوی سراجیة ، أوشنی فرغانی۔۲۱۔۔۔الإختیارلتعلیل المختار، عبد اﷲ الموصلی۔ ۲۲۔۔۔الکفایة شرح الهدایة جلال الدین خوارزمی۔۲۳۔۔۔فتاوی برهانیة ۔۲۴۔۔۔الجوهرة النیرة ، أبوبکر الحدادی۔۲۵۔۔۔قنية المنية ، نجم الدین الزاهدی۔۲۶۔۔۔النهر الفائق، عمر بن إبراهیم ابن نجیم۔۲۷۔۔۔فتاوی الحجۃ ۔ ۲۸۔۔۔النهایة ، حسین بن علی السغناقی۔۲۹۔۔۔الوافی، عبد اﷲ النسفی۔۳۰۔۔۔خزانة الفقه ، امام أبو اللیث۔۳۱۔۔۔الملتقط، محمد بن یوسف سمرقندی ۳۲۔۔۔شرح المنیة ، حجمی۔۳۳۔۔۔فتاوی غیاثیة، شیخ داؤد بن یوسف۔ ۳۴۔۔۔الشمنی، تقی الدین شمنی۔۳۵۔۔۔فتاوی شیخ الإسلام المعروف بخواهرزاده ۔۳۶۔۔۔عتابیة ۔۳۷۔۔۔منیة المصلی ،سدید الدین کاشغری۔۳۸۔۔۔خزانة المفتین، امام حسین بن محمد المنقانی۔۳۹۔۔۔رمز الحقائق شرح کنز، عینی۔۴۰۔۔۔المفید والمزید۔۴۱۔۔۔حلیلة المجلی شرح المنیة لابن امیر الحاج۔۴۲۔۔۔کنز الدقائق، عبد اﷲ النسفی۔۴۳۔۔۔خزانةالفتاوی،أحمد بن محمد الخفقی۔۴۴۔۔۔الأسرار فی الأصول والفروع،أبوزید الدبوسی۔۴۵۔۔۔شرح الزیادات۔۴۶۔۔۔شرح النقایة ، شیخ المکارم ۔ ۴۷۔۔۔الصغیری، حلبی۔۴۸۔۔۔الکبیری، حلبی۔۴۹۔۔۔شرح المجمع، ابن الملک۔ ۵۰۔۔۔التجنیس،صاحب الهدایة ۔۵۱۔۔۔التنویر شرح تلخیص الجامع الصغیر۔۵۲۔۔۔العنایة شرح الهدایة ، محمد بن محمود بابرتی۔۵۳۔۔۔فتاوی الغرائب۔۵۴۔۔۔فتاوی آهو الصیرفیة ۔ ۵۵۔۔۔مختار الفتاوی۔۵۶۔۔۔مختصر القدوری،امام قدوری۔۵۷۔۔۔فتاوی التمرتاشی، ظهیر الدین حنفی۔۵۸۔۔۔ینابیع الأحکام، اسفرائینی۔۵۹۔۔۔الوقایة ، محمود بن عبید اﷲ محبوبی۔۶۰۔۔۔النقایة ، صدر الشریعة عبید اﷲ بن مسعود۔۶۱۔۔۔مختارات النوازل، صاحب الهدایة ۔۶۲۔۔۔شرح النقایة ، برجندی۔۶۳۔۔۔الغایة شرح الهدایة ، أحمد بن إبراہیم السروجی. ۶۴۔۔۔الفصول العمادیة ، جمال الدین حنفی۔۶۵۔۔۔الحاوی القدسی، جمال الدین أحمد بن محمد. ۶۶۔۔۔فصول الأستروشنی، مجد الدین أبو الفتح۔ او له دی پرته یې یوڅو نورماخذونه هم شته،
دفتاوی عالمګیري مرتبین : دفتاوی عالمګیري په تالیف کې د هغه دور تقریبا ټول ممتاز علماؤ برخه واخسته ، چې خپله بادشاه اورنګزیب عالمګيرهم دذاتي شوق له امله پکې شریک ؤ ، لیکن داچې په دي ستره کارنامه کې څومره کسانو ونډه اخستي ؟ نو ددي صحیح شمیره نه ده په ډاګه شوي ، مختلفو محققینو په دي اړه لیکني کړي ، چاته چې دکوم عالم په اړه معلومات ترلاسه شوي دهغه یادونه یې کړي ، مولانا اسحاق بهټي صاحب خپل کتاب’’برصغیر میں علم فقه ‘‘ کې د اته ویشت (۲۸) علماؤ یادونه کړي چې په دي عظیم خدمت کې یې ونډه اخستي چې نومونه یې په لاندي ډول دي
۱ــــ شیخ نظام الدین برهانپوري : دفتاوی عالمګیري په ترتیب ا وتالیف ګڼ شمیر علماء مقررکړل شوي ؤ خو سرپرستي یې دهغې زماني مشهور عالم شیخ نظام الدین برهانپوري رحمه الله ته سپارل شوي وه ،
علامه عبدالحی لکهنوي په نزهة الخواطر ۵/ ۶۵۶ ، کې دشیخ په حالاتوکې لیکي : ’’ولاّه تدوین الفتاوی الهندیة وترتیبهاباستخدام الفقهاءالحنفیة ‘‘ ۔اوله دي وروسته یې بیالیکلي :’’وولی أربعة رجال منهم تحت أمرہ ای الشیخ نظام الدین فقسم أرباعها علی أربعتهم ، أحدهم القاضی محمد حسین الجونپوری المحتسب ، وثانیهم السید علی أکبر أسعد اﷲ خانی ، وثالثهم الشیخ حامد الجونپوری ، ورابعهم المفتی محمد أکرم اللاهوری‘‘
شیخ نظام الدین له مشهو رو احنافو فقهاؤ ځني ؤ ، هغه دبرهانپور (ګجرات ) اوسیدونکی ؤ دهغه په استادانوکې مشهورشخصیات شیخ نصیرالدین برهانپوري اوشیخ ابوتراب بن ابی المعالی امیټهوي رحمهم الله شامل دي ، عالمګیردشهزاده توب په مهال چې کله ورته ددکن دانتظام واګي وسپارل شوي هلته یې له شیخ نظام الدین سره ملاقات وشو اوله همهغې ورځي یې له ځان سره ملګری کړچې ترآخروخت پوري یې له ځان سره ساتل ، دعالمګیر په هرعلمي اوسیاسي مجلس کې به شیخ نظام الدین شرکت درلود ، عالمګیردهغه ډیرزیات احترام کول آن داچې دشاهي ادابو څخه یې مستثنی کړی ؤ ، ددي خبري ښکاره دلیل هغه دفتاوی عالمګیري دترتیب ذمه داري سپارل دي ،
دعالمګیرنامي لیکوال یې په اړه لیکي : ’’وسرکردگی واهتمام این مهم صواب انجام بفضیلت مآب شیخ نظام که جامع فضائل معقول ومنقول است تفویض یافت‘‘۔ (فتاوی عالمگیری مؤلفین، ص:۲۷)
۲ــــ شیخ نظام الدین ټهټهوي سندهي : نوموړی دسیندله یوې ستري علمي کورنۍ سره تړاو درلود، پلرونه اونیکونه یې دشیراز اوسیدونکي ؤ ،چې وروسته یې په هرات کې ژوندغوره کړی په کال ۹۰۶ هجري قمري کې له هرات نه کندهارته لیږدیدلي ، هلته له یوویشت کلونوتېرولو وروسته په کال ۹۲۷هـــ کې دسندهـ ښار ټهټهه ته راغلي اوهلته اباد شوي ؤ
نوموړي شیخ په فقه کې زیات مهارت درلود چې همدي علم اوپوهي هغه شاهي دربارپوري راوسول ، اوهلته په مختلفو منصبونو باندي مامورپاتي شوي ، اودنورو علماؤ په څیره ده هم دفتاوی عالمګیري په تالیف کې پوره برخه اخستي لکه په تذکره علمائ هند (ص:۲۸۸) کې لیکلي :’’سید نظام الدین ټهټهوي در فقه اوفق انام ودرعلوم اعلم کرام برآمده ، بجذبه ء طبع گرائیده سوی شاهجهان آباد شتافت ودر تالیف فتاوی عالمگیری بسی مشکلات حل کرده ‘‘۔ (بحواله برصغیر میں علم فقه ص:۲۹۲) اوپه نزهة الخواطرکې دي :’’سافر إلی دهلی وبذل جهوده فی تدوین الفتاوی الهندیة ‘‘(ج:۵،ص:۶۵۶)
۳ــــ شیخ ابوالخیر ټهټهوي : نوموړی هم دسیندهـ دمشهورعلمي ښار ټهټهي اوسیدونکی ؤ اودفتاوي عالمګیري دمرتبینو په نوملړکې راځي ، په تذکره علماء هندکې دنوموړي په هکله راغلي ’’شیخ ابو الخیر ټهټهوي در فتاوی عالمگیری شریک استنباط مسائل بود‘‘ له استنباط مسائل څخه غالبامطلب دادی چې دفقهاء احنافو مختلف قولونو کې چې کوم قول له کتاب الله اوسنت سره برابرؤ هغه به یې په نښه کول ، چې له دي څخه دنوموړي علمي تبحرمعلومیږي (فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۱۰۲) اوپه نزهة الخواطر ج:۵، ص:۴۶۸ کې دنوموړي په هکله راغلي : ’’ولاّ ه عالمکیر بن شاهجهان الدهلوی سلطان الهند علی تدوین الفتاوی الهندیة ‘
۴ـــ شیخ رضی الدین بهاګلپوري : نوموړی سترعالم اوفقیه اودخپل دورله غټو علماؤڅخه ؤ ، په درس اوتدریس بوخت ؤ تردي چې هرلوریې دعلم اوفضل شهرت خپورشو، نومړي په دي سربيره په جګړه ایزو قواعدو اوملکي سیاست کې هم پوره مهارت درلود ، نوموړي هم دعالمګیري فتاوی په ترتیب کې ونډه اخستي ، په مآثرعالمګیري کې دنوموړي په هکله راغلي’’در مؤلفین فتاوی عالمگیری متخرج بود‘‘۔(بحواله برصغیر می علم فقه ، ص:۲۹۶) اوپه نزهة الخواطر: ج:۵ص:۵۳۰ کې دنوموړي په اړه لیکل شوي : ’’فاستخدمه عالمگیر فی تألیف الفتاوی الهندیة ‘‘
۵ـــ مولانامحمدجمیل جونپوري : نوموړی دهندوستان له سترو علماؤ څخه چې دجونپور په یوه علمي کورنۍ کې یې په کال ۱۰۵۵ هـــ کې نړۍ ته سترګي غړولي ، نوموړی ډیرزیات ذهین اوزیات فراست څښتن ؤ ، نوموړي ښه تصنیفونه کړي چې ددرسي کتاب مطول اوشرح جامي حاشیې یې هم لیکلي ، د فتاوی عالمګیري په تالیف کې دنوموړي دخدماتو یادونه په نزهة الخواطر ج:۶،ص:۸۱۲– کې په دي ډول شوي ’’وله یدبیضاء في تالیف الفتاوی الهندیة‘‘ نومړی درجب المرجب په ۶نیټه کال ۱۱۲۳هـ له دي فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه .
۶ـــ قاضي محمدحسین جونپوري : دجونپور اوسیدونکی اودخپل وخت له نابغه علماؤ څخه ؤ ، په فقه او اصول فقه کې یې پوره مهارت درلود،هغه مهال چې اورنګزیب عالمګیر دتخت په ګدۍ کښېناست نوپه لمړیو کې یې نوموړی اله اباد ته ولیږل اوهلته یې دقضاء مسند ورته وسپارل ، وروسته یې دفوجي محکمي په احتساب وګمارل، دنوموړي دکمالاتوپه بناء یې دعالمګيري فتاوی په تالیف کې شریک کړل شو په تذکره علماء هندکې دنومړي په هکله راغلي ’’درتالیف فتاوی عالمگیری سعی نمودہ‘‘ (بحواله فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۳۴) اوپه نزهة الخواطر ج:۵، ص:۶۳۰ کې دنوموړي په هکله داسي لیکل شوي ’’ وهوممن بذل جهوده فی تدوین الفتاوی الهندیة ‘‘ نوموړی په کال ۱۰۸۰ هـ کې وفات شوی
۷ ـــ مفتي وجیه الدین ګوپاموي : نوموړی اودهـ سیمي دګوپامو اوسیدونکی ؤ په کال ۱۰۰۵ هـ درجب په ۲ نیټه یې نړۍ ته سترګي غړولي ، له خپل نیکه شیخ جعفر اونورو علماؤ یې زده کړي کړي ، دتصنیف په میدان کې یې هم ښه شهرت درلود چې په تصیفاتوکې یې دحصن حصین شرح ، په خیالي اومطول باندي تعلیقات اودتصوفو اړوند رسالي یې په علمي حلقوکې مشهوري وي ، اودفتاوي عالمګیري په ترتیب کې یې هم پوره ونډه اخستي اودیوې ډلي علماء سرپرستي ورله غاړي وه ، په نزهة الخواطر ج:۵، ص:۶۶۱ کي یې په اړه راغلي : ’’وله مشارکة فی تصنیف الفتاوی الهندیةذکره السهارنپوری فی مرآة جهان نما وقال إنه أمر بتالیف الربع من ذلک الکتاب وتحت یده عشرة رجال من الفقهاء ‘
په فتاوی عالمګیري کې دنوموړي دکار نوعیت له لاندي عبارت څخه هم څرګندیږي : دزمخشري دقسطاس یوه قلمي نسخه دخدابخش خان په کتابتون کې چې په کال ۱۲۰۰ هـ کې لیکل شوي په هغه دشیخ وجیه الدین په لاس له لیکل شوي عبارت وروسته لیکل شوي ’’عبارت منقول از دستخط مولانا وجیه الدین رئیس فتاوی عالمگیری‘‘ ددي عبارت له اخیرټکړي معلومیږي چې نوموړي دفتاوی په لیکلو کې پوره ونډه درلوده اوپه فتاوی لیکلو کې یې امتیازي حیثیت درلود ،(فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۳۵) نوموړی په کال ۱۰۸۳ هـ کې دجمادی الاخری په ۵ نیټه له دي فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه
۸ ـ سید محمد بن محمد قنوجي : نوموړي په [میر ] سره شهرت درلود په قنوج کې پیداشوی اوهم هلته یې پالنه شوي دعلم حاصولو په موخه یې سفرونه کړي چې دعلم له حصول وروسته بېرته خپل وطن ته راستون شو اوپه خپل کورکې یې دعبادت اوتعلیم لپاره ځان داسي وقف کړچې کله هم له کوره دباندي نه دی وتلی ، شاهجهان نوموړی خپل دربار ته راوغوښت تریوې زماني پوري همدلته ؤ ، له هغه وروسته یې دعالمګیر ملګرتیا غوره کړه ، عالمګیردهغه زیات احترام اودرناوی کول اوپه هفته کې به یې درې ورځي له هغوی سره داحیاء العلوم ، کیمای سعادت اوفتاوی هندیي اړوند بحث اومباحثه کوله ، عالمګیر به ورته په استاد ویل ، علامه قنوجي کله هم دامارت اومنصب لوري ته نه دی متوجه شوی اونه دعلماؤ له وضع اوقطع څخه وتلی ډیرزیات متواضع انسان ؤ ، حال داچې نوموړي په خپله سیمه کې ډیرزیات جایداد درلود اودڅوکلیو څښتن ؤ په عربي اوریاضي علوموکې یې برلاسي درلوده ، نوموړي دعلامه تفتازاني په کتاب مطول باندي حاشیه هم لیکلي ، دفتاوی عالمګیري په تالیف کې یې پوره ونډه اخستي په تذکره علماء هندکې دنوموړي په هکله داسي راغلي : ’’درتالیف فتاوی عالمگیری مساعی جمیل بکار برده ‘‘۔(فتاوی عالمگیری کے مولفین ،ص:۲۹) نوموړی په کال ۱۱۰۱ هـ کې له دي فاني نړۍ سترګي پټي کړي .
۹ـــ مولاناحامد جونپوري : نوموړی له سترو فقهاؤ څخه ؤ ،دجونپور اوسیدونکی ؤ ، دځواني په لمړنیو کې دهلي ته لاړ هلته یې دشاهجهاني دربار مشهور عالم مرزا محمد کابلي [ دمنطقو دمشهور کتاب مرزاهد مصنف ] په خدمت کې حاضر شو ، دعربي ژبي اکثر متداول کتابونه یې ورځني ولوستل ، دعلوموپه زده کړه کې یې ډیرزیار اوکوشش وکړ تردي چې دخپلو استاذانو په ژوندکې یې په ډیرو علوموکې فوقیت حاصل کړ ، له شاهجهان وروسته چې کله په تخت عالمګیرکښېناست نوده هم له دربار سره خپل تعلق برقرار وساتل اوفتاوی په تالیف کې یې برخه واخسته لکه په تذکره علماء هند کې یې په اړه راغلي : ’’ودر عهد عالمگیر داخل مؤلفین فتاوی شد‘‘۔ (فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۱۰۴) اوپه نزهة الخواطر ج:۶، ص:۷۱۰ کې لیکل شوي : ’’استخدمه عالمگیر بن شاه جهان لتدوین الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۰ــــ مولاناجلال الدین محمد مچهلي شهری : دجونپور دمچهلي شهر اوسیدونکی ، دنسب سلسله یې حضرت جعفر طیار بن ابوطالب رضی الله عنه ته رسیږي ، په فقه اونوروعلوموکې یې خصوصي امتیاز درلود ، په درس اوتدریس بوخت ؤ چې ترډیروخت پوري خلک ورڅخه مستفید شول ، په فتاوی عالمګیري کې دهغه دخدماتو یادونه په مشاهیر جونپور۱۲۲ مخ کې په دي ډول شوي ، ’’از تصنیفات وتالیفاتش فتاوی عالمگیری حصه اول است کهحسب أمر سلطانی جمع نمود‘‘۔ (فتاوی عالمگیری کے مصنفین، ص:۱۰۳) اوپه نزهة الخواطر ج:۶، ص:۷۰۸ کې مولاناعبدالحی دهغه په اړه لیکي :’’وشارک العلماء فی تصنیف الفتاوی الهندیة بأمر عالمگیر بن شاه جهان سلطان الهند ، وقیل: إنه صنّف المجلد الأول منها وحده ‘‘
۱۱ـــ قاضي علی اکبر اله ابادي : نوموړي په عقلي علوموکې پوره مهارت درلود دسعدالله خان [چې دعالمګیر ددربارله ډیرونږدي کسانوڅخه ؤ ] له خاصو ملګرو څخه ؤ له همدي امله په سعدالله خاني مشهورؤ ۔ (فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۱۰۱) بیا عالمګیرنوموړی ځان ته نږدي کړ اودخپل زوی استادیې مقررکړ، کله چې عالمګیردنوموړي په کلک علمیت اوتقوی خبرشو نویې دلاهور لپاره قاضي وټاکل ، اکثر امیران له هغه څخه ناخوښه ؤ ،خو دعالمګیردهیبت اودبدبي له امله چادسترګو پورته کولو جرأت نه درلود، په همدي مهال امیرقوام الدین اصفهاني دلاهور والي مقررشو ، هغه دنظام الدین کوټوال په اشاره سره دخپلو کسانوپه مټ په کال ۱۰۹۰هـــ قاضي اکبر اودهغه خوریی سیدفاضل قتل کړل ، کله چې عالمګیرله قضیي خبرشو نو قوام الدین اونظام الدین یې له دندو ګوښه کړل ، نظام الدین یې دقاضي وارثانوته وسپارل چې هغوی قصاصا قتل کړ خو قوام الدین یې معاف کړ
قاضي اکبر یوتکړه لیکوال هم ؤ چې په مشهورو تصانیفو کې یې فصول اکبري او اصول اکبري اودهغه شرح دیادولو دي ، نوموړي هم دفتاوی عالمګیري په تالیف کې ونډه اخستي لکه دفرحة الناظرین په ۴۸ مخ کې راغلي : ’’بتالیف فتاوی عالمگیری مامور شده بعنایت خلیفه رحمانی امتیاز داشت‘‘۔(بحوالہ فتاویٰ عالمگیری کے مؤلفین، ص:۱۰۱) اوپه نزهة الخواطر ،ج:۵، ص:۵۹۰ کې راغلي’’وکان ممن ولی النظارة علی تدوین الفتاوی العالمگیریة ‘‘
۱۲ـــ قاضي عبدالصمد جونپوري : نوموړی دجونپور اوسیدونکی ؤ ، فاضل د فقه اواصول فقه له سترو علماؤ څخه ؤ ، په ډیرو علوموکې یې پوره مهارت درلود ، نوموړی په دکن کې وفات شو اودفتاوی عالمګیري په تالیف کې یې شرکت کړی ، په نزهة الخواطرکې ج:۶، ص:۷۵۱ کې يې مولاناعبدالحی په اړه لیکلي دي : ’’وشارک العلماء فی تصنیف الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۳ــــ مولانا ابوالواعظ هرګامي : نوموړی دخپل وخت له مشهورو علماؤ څخه ؤ ، دخپلي خوښي مشغله یې درس اوتدریس وه ، نوموړی تکړه لیکوال هم ؤ په لیکنوکې یې دهدایي ، مطول اوملاجلال حواشي دیادولو دي ، په دي سربېره یې دفتاوی عالمګیري په تالیف کې هم پوره ونډه اخستي ، په آمدنامه کې دنوموړي په هکله راغلي : ’’درتالیف فتاوی عالمگیری شرکت داشتند‘‘ ۔(بحواله فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۹۴) اوپه نزهة الخواطر ج:۵، ص:۴۷۶ کې یې داسي یادونه شوي : ’’وکان ابو الواعظ من مصنفی الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۴ــــ مفتي ابوالبرکات دهلوي : دفتاوی عالمګیري دمرتبینو په اوږده فهرست کې ددهلي مفتي ابوالبرکات بن حسان الدین هم شامل دی ، نوموړی دهغې زماني داحنافو له سترو فقهاؤ څخه ؤ ، په فقهي مسائلو کې یې مجمع البرکات لیکلی ، دعالمګیر په زمانه کې دافتاء په مسند فائز ؤ ، په نزهة الخواطرج:۶، ص:۶۸۲ کې یې په اړه راغلي : ’’وهو من مصنفی الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۵ـــ شیخ احمدبن ابي منصور ګوپاموي : نوموړي له خپل پلار شیخ ابوالمنصور اوعلامه احمدبن سعید امیټهوي [ ملاجیون دنورالانوار مصنف ] څخه علم حاصل کړی ، همیشه به په علمي مباحثو کې مشغول ؤ ، په علم فقه اوعربي علوموکې یې ښه مهارت درلود، له همدي امله اورنګزیب دفتاوی عالمګیري په ترتیب کې نوموړی هم وګمارل ، په نزهة الخواطر ج:۶، ص:۲۹۲ کې راغلي : ’’واستخدم فی تالیف الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۶ـــ مولاناعبدالفتاح صمداني : شیخ ابوالفرح عبدالفتاح بن هاشم صمداني دخپل وخت له مشهورو فقهاؤ څخه ؤ ، نوموړي دفتاوی عالمګیري په تالیف کې مهم علمي اوفقهي خدمات سرته رسولي ، په نزهة الخواطر ج:۶، ص: ۷۵۲ کې یې داسي یادونه شوي : ’’وشارک العلماء فی تصنیف الفتاوی الهندیة وبذل جهوده فیه ‘‘
۱۷ـــ قاضي عصمت الله لکهنوي : دنوموړي دنسب سلسله په اتلسمه کړۍ کې مشهورصوفي ابراهیم بن ادهم رحمه الله ته رسیږي ، نوموړی تکړه عالم اوفاضل ؤ ، په لکهنوکې یې دي نړۍ ته سترګي غړولي په علومو اوفنونوکې یې پوره مهارت درلود ، نوموړی ډیرزیات سخي ؤ هره ورځ به یې ۲۰۰ طالبانوته خوراک ورکول اودروژي په مبارکه میاشت کې به یې ۱۰۰۰ کسانوته ډوډۍ ورکوله ، نوموړي هم دفتاوی عالمګیري په لیکلوکې شرکت کړی ، په نزهة الخواطر،ج:۶، ص:۷۶۲ کې راغلي : ’’وکان من مصنفی الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۸ــــ قاضی محمددولت فتحپوري : نوموړی په سهالي کې پیداشوی ، همهلته لوی شوی له شیخ قطب الدین بن عبدالحلیم سهالوي څخه یې زدکړي ترسره کړي ، له سهالي څخه دهلي ته ولاړ اوهلته یې دفتاوی په تالیف کې برخه واخسته ، په نزهة الخواطر ج:۶،ص:۸۱۶ کې یې په اړه راغلي : ’’ودخل فی زمرة مؤلفی الفتاوی الهندیة ‘‘
۱۹ـــ مولانا محمدسعید سهالوي : نوموړی په ملاسعید شهرت درلود دقطب الدین سهالوي زوی ؤ ، زده کړي یې له خپل پلاربشپړي کړي وي ، اوتریوې زماني پوري له خپل پلارسره په درس اوتدریس بوخت ؤ ، دپلارله شهادت وروسته یې دعالمګیر له دربارسره تعلق پیداشو اودفتاوی عالمګیري په تالیف کې یې ونډه واخسته په نزهة الخواطر ج:۶، ص:۸۱۹ کې یې یادونه شوي اولیکلي یې دي : ’’ له مشارکة فی تالیف الفتاوی الهندیة ‘‘
۲۰ـــ شیخ محمدغوث کاکوري : نوموړی په کال ۱۰۵۶هـــ کې نړۍ ته سترګي غړولي ،له لمړنۍ زدکړو وروسته یې له ملامحمد زمان ، ملاابوالواعظ اومولاناقطب الدین سهالوي څخه زده کړي ترسره کړي ، بیادهلي ته لاړ ، عالمګیر دنوموړي ډیراحترام کول اوپه حدیثوکې یې له ده څخه استفاده کوله ، همداراز یې دفتاوی عالمګیري په تالیف کې برخه واخسته لکه په نزهة الخواطر ج:۶،ص:۸۳۲ کې دي : ’’ولّی تدوین الفتاوی الهندیة فدخل فی زمرة مؤلفیها ‘‘
۲۱ـــ مفتي محمداکرم لاهوري : مخکې ددي خبري یادونه وشوه چې په ابتداء کې دفتاوی عالمګیري دتدوین کارکوموعلماؤ ته وسپارل شو په هغوکې مفتي محمداکرم لاهوري هم شامل ؤ ، خوداچې مفتي محمداکرم لاهوري څوک ؤ ؟ غالبا داهمهغه دی چې تذکره لیکونکو دمفتي قاضي محمداکرم دهلوي په نامه سره یادکړی ، معلومیږي چې دی اصلا دلاهور ؤ خو وروسته دهلي ته تللی ، له سترو فقهاؤ څخه ؤ (برصغیر میں علم فقه ، ص:۳۳۶) له سترو علماؤ څخه یې دعلم اوافتاء زده کړه ترلاسه کړي ، ترډیري مودي پوري ددهلي دافتاء په مسند ناست ؤ ، بیااورنګ اباد ته لاړ اوهلته دقضاپه مسندکښېناست اودعمرترپایه همهلته پاتي شو ، په کال ۱۱۱۶ هـ کې یې له دي فاني نړۍ دابدلپاره سترګي پټي کړي
۲۲ ـــ شاه عبدالرحیم دهلوي : دحضرت شاه ولی الله دهلوي والدمحترم شاه عبدالرحیم دهلوي که څه هم دفتاوی عالمګیري په مرتبینوکې باقاعده نه ؤ شامل ، خو له ترتیب اوتدوین وروسته یې په نظرثاني کې برخه اخستي (برصغیر میں علم فقہ، ص:۳۲۸)
۲۳ــــ ملافصیح الدین پهلواري : نوموړي لمړۍ زدکړي په خپله سیمه کې پهلواره کې کړي اوورسته یې په دهلي کې له ملاجیون څخه علم ترلاسه کړ، له فراغت وروسته په خپله سیمه کې پهلواره کې په درس اوتدریس بوخت ؤ ، که څه هم دفتاوی په ترتیب کونکوکې یې چاتذکره نه ده کړي ، البتة په معارف اعظم ګړهــ داسي راغلي چې ، دهغه زوی ملاصبیح الدین په نامه د عالمګیربادشاه له لوري په یوه رالیږل شوي فرمان کې ددي یادونه شوي چې دفرمان مکتوب په دي ډول ؤ : ’’درین وقت میمنت اقتران، فرمان والاشان، واجب الاذعان صادر شد که یک روپیه یومیه از خزانه بلده عظیم صوبه بهار ویک صد وبست بیګه زمین از پرګنه پهلواری، مضاف صوبه بهار درمدد معاش بصلایی تدوین فتاوی بنام ملا شیخ فصیح الدین مقرر بود‘‘۔(معارف اعظم ګړهـ ، اپریل ۱۹۴۷ء ص:۲۹۵)
۲۴ـــ قاضي سیدعنایت الله مونګیري : بعضو تاریخ لیکونکو نوموړی هم دفتاوی عالمګیري په ترتیب کونکوکې شمارلی ، که څه هم ډیره مشهوره خبره داده چې دمونګیرهیڅ کوم عالم دفتاوی عالمګیري په تدوین کې ونډه نه ده اخستي ،لیکن دخانداني روایاتوپه بناء باندي په یقین سره ویلی شو چې دقضاء ترمنصب مخکي هغه دفتاوی دتدوین دمجلس غړیتوب لرل (معارف اعظم گړهـ، اکتوبر ۱۹۴۷ء ص:۲۸۸)
۲۵ـــ مولانامحمدشفیع سرهندي : نوموړی دعالمګیر دزماني له سترو علماؤ څخه ؤ ، عالمګیرهغه ته ډیره عقیدت درلود ، کله چې یې دفتاوی دتالیف کارپیل کړ نو له نوموړي څخه یې په دي کارکې ګټه پورته کړه ، چې شاهي سند یې تراوسه په کورنۍ کې محفوظ دی(فتاویٰ عالمگیری کے مؤلفین ،ص:۱۰۷)
۲۶ـــ ملاوجیه الرب : دتاریخ په کتابونوکې دنوموړي یادونه نشته ، خودشاهي فرمان له هغه عبارت څخه چې له مولانامحمدشفیع سره تعلق لري دامعلومیږي چې نوموړی له مولوي محمدشفیع سره یوځای دفتاوی په تصنیف کې شریک ؤ ، دفرمان عبارت په دي ډول دي : ’’بشرط جمع فتاویعالمگیری بهمراهی شیخ وجیه الرب مرحوم دروجه معاش محمد شفیع ولد شریف محمد مقرر بود‘‘۔ (فتاوی عالمگیری کے مؤلفین ،ص:۱۰۹)
۲۷ـــ ملاغلام محمد: دمارچ دمیاشتي ’’ معارف‘‘ ۱۹۴۸ میلادي په ګڼه کې دقاضي القضاة ملاغلام محمدپه اړه لیکل شوي چې نوموړي هم دفتاوی عالمګیري په تالیف کې برخه اخستي او دیوه قلمي کتاب ’’آثارِ اشرف‘‘ حواله یې هم ورکړي ، لیکن له ډیرکوشش سره سره مو هغه کتاب ونه موند(فتاویٰ عالمگیری کے مؤلفین، ص:۹۸)
۲۸ـــ علامه ابوالفرح : په حیات جلیل مخ ۱۳ کې لیکلي دي چې : امیر امیران علامه ابوالفرح مشهورپه سیدمعدن دفتاوی عالمګیري په تالیف کې دنورو علماؤ لاس اوبازو ؤ ، خودحیات جلیل لیکوال دکوم مأخذحواله نه ده ورکړي ، نوځکه په قطعي توګه دفتاوی په تدوین کې دنوموړي دشرکت په اړه څه نه شوویلی (فتاویٰ عالمگیری کے مؤلفین، ص:۹۷)
دفتاوی عالمګیري ژباړه : دممتازو علماؤ له مسلسلوهڅو اوشپوروڼولو وروسته فتاوی عالمګیري میدان ته راووتله ،څنګه چې کتاب په عربي ژبه کې لیکل شوی ؤ اوټولو خلکو ورڅخه استفاده نه شوی کولی ، نوددي اساني لپاره اورنګزیب عالمګیر چلپي عبدالله اودهغه شاګردان دفتاوی عالمګیري په فارسي ژباړه وګمارل، په نزهة الخواطر ج:۵،ص:۵۸۰ کې دي : ’’وأمر بترجمة الفتاوی الهندیة ‘‘ اوپه تبصرة الناظرین کې دي ’’وچلپی عبد الله بترجمه ء آن (فتاوی عالمگیری) مامور بود‘‘۔ (فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، ص:۹۹)
له دي وروسته قاضی القضاة نجم الدین علي کاکوروي هم دنوموړي فتاوی یوه فارسي ژباړه له مختصري شرح سره میدان ته راغله ، خودایواځي ترکتاب الجنایات پوري وه ، په نزهة الخواطر ج:۷، ص:۱۱۲۱ کې دي ’’له مصنفات، منها شرح بسیط بالفارسی علی کتاب الجنایات من الفتاوی الهندیة ‘‘۔
له دي پرته دفتاوي عالمګیري اردو ژباړه هم شوي ، یوه ژباړه یې مولاناسید امیرعلي ملیح ابادي کړي ، ددي ژباړي ځانګړتیا داده چې په پیل کې یې نوموړي یوه مفصله مقدمه لیکلي چې ډيره محققه اوعالمانه مقدمه ده ، په دي مقدمه کې نوموړي دا په ډاګه کړي چې په فتاوی عالمګیري کې کومي کومي فتاواوي په علمي اوفقهي لحاظ داعتماد وړنه دي ، په نزهة الخواطر ج:۸، ص:۱۱۹۶ کې هم ددي ژباړي یادونه شوي : ’’له مصنفات عدیدة ۔۔۔ومنها ترجمة الفتاوی العالمگیریة ‘‘۔
اختتامیه : له پورتنیو څوکرښو څخه دفتاوی عالمګیري دتالیف په سلسله کې دعلماؤ اوفقهاؤ زیار اومحنت ښه څرګندیږي ، له دي سره سره دوخت دبادشاه اورنګزیب عالمګیر دعلم دشوق هم څرک لګیږي ، دهغوی د نېکو هلوځلو اوهیلي همداپایله شوه چې دي کتاب په فقهي نړۍ کې عام مقبولیت ترلاسه کړ ، چې عندالله دمقبولیت یوه نښه ده ، فجزاهم الله سبحانه وتعالی عنا وعن سائرالمسلمین خیرالجزاء وجعل سعیهم مشکورا فی الاولی والآخرة آمین
مصادر اومراجع : نزهة الخواطر (الإعلام بمن فی تاریخ الهند من الأعلام) مولانا عبد الحی حسنی لکنهوي ۔۲۔برصغیر می علم فقه ، مولانا اسحاق بهټي ۔۳۔فتاوی عالمگیری کے مؤلفین، مولانا نجیب الله ندوی ۔۴۔معارف (اعظم ګړهـ ) ندوۃ المصنفین میاشتني مجله









![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه