عن عبادة بن صامت رض قال اخبرنا رسول الله صلی الله علیه وسلم عن ليلة القدر قال : هي في شهررمضان في العشر الاواخر ليلة احدى وعشرين ، اوثلاث وعشرين ، اوخمس وعشرين ، اوسبع وعشرين ، اوتسع وعشرين ، اواٰخر ليلة من رمضان من قامها ايمانا واحتسابا غفرله ما تقدم من ذنبه وماتاخر . رواه احمدالترغيب ۱\ ۲۵۹
ژباړه :عبادة بن صامت رضی الله تعالی عنه فرمایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته دقدردشپي په اړه خبر راکړ ، راته وي ویل : چي دغه دقدرشپه دروژي په میاشت کې په وروستیولسو ورځوکي راځي ،یعني د۲۱ شپه ، ۲۳ شپه ، ۲۵ شپه ، ۲۷ شپه ،۲۹ شپه ، یادرمضان المبارک وروستئ شپه ، که څوک دغه شپه په عبادت کي په ایمانداري اواخلاص سره تیره کړي نوددغه تن وړاندي اووروسته ټول ګناهونه به وبخښل شي .
په دي اړه نورحديثونه
دقدرشپه دورستيولسو په تاکوشپوکې
[الف ]وعن أبي سلمة قال : سألت أبا سعيد وكان لي صديقاً ، فقال : اعتكفنا مع النبي صلى الله عليه وسلم العشر الأوسط من رمضان ، فخرج صبيحة عشرين فخطبنا وقال : ” إني أريت ليلة القدر ، ثم أُنْسِيُتها أو نُسيتها ، فالتمسوها في العشر الأواخر في الوتر ،الحدیث [ متفق عليه ] .
ژباړه : ابوسلمه رح وایې : چي ماله ابوسعید رضی الله تعالی عنه څخه چي زماملګری ؤ وپوښتل ، [یعني دقدردشپي په اړه ] نوهغه راته وویل :موږ له پیغمبرصلی الله علیه وسلم سره دروژي په درمیانه لسو ورڅو شپوکي اعتکاف وکړ ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم دروژي دشلم په ورځ سهار راغلی اوموږته یې وینا وکړه ،اووي ویل : ماته دقدرشپه راښکاره کړه شوه خوبیامي هیره شوه ،نوتاسویې طلب وکړئ دروژي په پاته تاکو لسوشپوکې .
[ب ]وعن عائشة رضي الله عنها أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ” تحروا ليلة القدر في الوتر من العشر الأواخر من رمضان ” [ متفق عليه ] .
ژباړه : ام المؤمنین عائشة صدیقة رضی الله تعالی عنها وایې :چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دقدرشپه دروژي په ورستیو لسو تاکو ورځوکې غواړئ .
دقدرشپه دروژي په ورستيواووشپوکي
[ د ] وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أن رجالاً من أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم أروا ليلة القدر في المنام في السبع الأواخر ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” أرى رؤياكم قد تواطأت ـ توافقت ـ في السبع الأواخر ، فمن كان متحريها فليتحرها في السبع الأواخر “ [ متفق عليه ] .
ژباړه : ابن عمر رضی الله تعالی عنهما وایې : چي دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څواصحابو په خوب کې دقدرشپه دروژي په ورستیو اوو شپو کي لیدلي وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : زه وینم چې ستاسوخوبونه دروژي دوروستیو اووشپوپه اړه سره موافق دي ، نوکه څوک دقدرشپه غواړي نودروژي په ورستیواووشپوکي دي ولټوي .
دقدرشپه دروژي په ۲۷.
[ ج ] أبي بن كعب يقول : ” والله إني لأعلم أي ليلة هي ، هي الليلة التي أمرنا رسول الله صلى الله عليه وسلم بقيامها ، وهي ليلة سبع وعشرين ” [ أخرجه مسلم ] .
ژباړه : ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه وایې : په خدای جلاجلاله باندي قسم چې ماته معلومه ده چې دقدرشپه کومه ده . هغه شپه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږته په هغه شپه کې دعبادة کولو امر راکړی ، اوهغه دروژي د۲۷ شپه ده .
[ هـ ] وعن ابن عمر رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” من كان متحرياً فليتحرها ليلة سبع وعشرين ، يعني ليلة القدر ” [ أخرجه أحمد بسند صحيح ] .
ژباړه : ابن عمر رضی الله تعالی عنهما وایې : چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې دقدردشپي طلب کوي نودروژي په ۲۷شپه دي طلب کړي .











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه