عن عائشة رضي الله تعالى عنها ان النبي صلى الله عليه وسلم كان يعتكف العشرالاواخر من رمضان حتى توفاه الله ثم اعتكف ازواجه من بعده . متفق عليه . مرقات ۴\۵۲۳ وابن العساکر في جزء فضائل رمضان ص\۴۸ وآخرلفظه : وکان ازواجه يعتکفن بعده .
ژباړه : له ام المؤمنين عائشة رضي الله تعالى عنها څخه روايت ده . چي پيغمبر صلى الله عليه وسلم دژوند ترپايه دروژي په وروستيولسو كښي اعتكاف كا وه اوكله چي لوى خداى خپل لوري ته وغوښتل نو له هغه وروسته يې ميرمنو[ امهات المؤمینین ] اعتكاف كاوه .
وعن انس رض قال كان النبي صلی الله علیه وسلم يعتكف في العشر الاواخر من رمضان فلم يعتكف عاما فلما كان العام المقبل اعتكف عشرين .مرقات ۴\ ۵۲۸ .
ژباړه : له انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی وایې : چي نبي صلی الله علیه وسلم به دروژي دمیاشتي په وروستیو لسوشپو ورځوکې اعتکاف کاوه یوکال یې دغه اعتکاف ونه کاوه نوبیایې راتلونکی کال روژه کې شل شپي اوورځي اعتکاف وکړ .
تشریح : یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي دفرضيت څخه وروسته په مدينه منوره کې هرکال په روژه کي اعتکاف کاوه ، یوکال دکوم عذر یاسفر له امله ځیني پاته شو نوپه راتلونکي کال کې یې دشلوشپواعتکاف وکړ .
په مسجدنبوي کې دپيغمبرصلی الله عليه وسلم داعتکاف ځای
عن ابن عمر رضي الله تعالی عنهما عن النبي صلی الله عليه وسلم انه کان اذا اعتکف طرح له فراشه ، أويوضع له سريره وراء اسطوانة التوبة .رواه ابن ماجة مرقاة ۴\۵۳۲
ژباړه : له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې کله به پيغمبر صلی الله عليه وسلم اعتکاف کاوه نو په مسجدکې به ځای ورته برابرشو ، اودتوبي دستني شاته به يې کټ کيښودل شو .
امام زهري رحمه الله تعالی وایې :تعجب کوم چې خلګو څه ډول اعتکاف پری ایښی دی ؟ سره له دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم به ډیر شیان کول اوکله به یې ایله کول هم ، خواعتکاف یې دژوندترپایه ایله نه کړ . هرکال به یې په روژه کې اعتکاف کاوه .
ابویاسر











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه