ابویاسر
مسئله : هغه هګۍ چي په اخترانو کي ماشومان ورباندي لوبي کوي که دالوبي په دي ډول کیږي چې که یې په جنګولوکې دهریوه هګۍ ماته شوه هغه هګۍ د دابل شوه نوپه دي کې شک نشته چې داقمارده اوقمارپه اسلام کې ناروا اوسخت جرم دی په سرپرست باندي لازمه ده چې خپل ماشومان له داسې لوبي څخه منعه کړي ،
همداراز په دي صورت کې ددغه هګیوخوړل خرڅول رانیول ټول حرام دي ،
في الكاملية ص\۲۶۳ سئلت عمن شاع من لعب القمار بالجوز واللوز والبيض ايام العيد فالجواب نعم لايجوز كما افتي به في البهجة .
وفي ردالمحتار ۵\۲۸۵ وسمی القمارقمارا لان کل واحدمن المقامرين ممن يجوز ان يذهب ماله الی صاحبه ويجوزان يستفيدمال صاحبه وهوحرام بالنص الخ، و لما ان ماحصل بالحرام حرام . احسن الفتاوی ۸\۱۰۴
دنارينه و لپاره لاسونه سره کول مکروه دي
مسئله : دنارينه ؤلپاره كه لوي اوكه ماشوم لاسونه اوپښي په نكريزوسره كول مكروه دي ،اودزنانولپاره جائزبلكه ښه كارده ،
كمافي خلاصة الفتاوي ۴\۳۷۳ ولاينبغي للصغيران يخضب يده اورجله الي قوله ولاينبغي للصغيران يخضب يده اورجله بالحناء لانه تزيين وانه مباح للنساء دون الرجال اهـ .










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه