حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 05/19/1394 ساعت: 20:23
    بازدید 192
    ♥4

    د طالبانو اسلامي غورځنګ له ابتداء نه تراوسه پخپله ۲۲ کلنۍ دوره کې خورا سخت ازمویښتونه وګالل . خو ترټولو شدید امتحان دوه ځله ورباندي راغلی یو داچې د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ صلیبي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او اسلامي امارت شاتګ ته اړ شو ، طالبان سره وپاشل […]

    پ
    پ

    د طالبانو اسلامي غورځنګ له ابتداء نه تراوسه پخپله ۲۲ کلنۍ دوره کې خورا سخت ازمویښتونه وګالل . خو ترټولو شدید امتحان دوه ځله ورباندي راغلی یو داچې د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ صلیبي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او اسلامي امارت شاتګ ته اړ شو ، طالبان سره وپاشل شول . د هیواد ، سیمي او نړۍ د ټولو سیاسیونو او کارپوهانو له نظره طالبان نور د هستۍ له صفحې څخه لیري شوي وو ، د بیا راتلو چانس یې په هرصورت ناشونی ؤ .

    دویم امتحان دا ځل د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد د وفات خبر ؤ چې طالبانو په لومړي ځل واورید ، دلته هم خلګو ګمان کاوه چې نور نو د طالبانو د اسلامي حرکت په نوم بیړۍ په غرقیدو ده ، بیا امکان نلري چې دا کښتۍ څوک له ډوبیدو وژغورلای شي .

    حقیقت هم همدا دی ، که د انساني عقل له لیدلوري ، ورته وکتل شي ، دا دواړي د تاریخ داسي حساسي شیبې وي چې د خلکو اټکلونه باید هرو مرو سم ختلي وای ، او د طالب نوم بیا چا اوریدلی نه وای .

    داچې طالبان څنګه وتوانیدل ، له لومړي ځل ازمویښته په بریاليتوب سره را ووزي؛ په دې کې تر ټولو ستر رول د امیرالمؤمنین رحمه الله معنوي اثر ؤ ، د هغه سیاسي بصیرت، سپیڅلتیا او ريښتینولي ، له دین او خاورې سره اخلاص ، د حق په لاره کې ثابت قدمي ، د ستونزو په وړاندي متین عزم ، د ایمان جذبه او افغاني غیرت ؤ چې مجاهدین یې له پاشل کیدلو ، ورک کیدلو او تباه کیدلو وژغورل ، د دوهم ځل لپاره یې هغوی په خارق العاده ډول بیا منظم کړل ، جهادی صفونه یې د بنیان مرصوص په شان داسي مضبوط کړل چې د هغوی د قربانیو په مټ یې بالأخره د دین او وطن دښمنانو یرغلګرو ته ، نه هیریدونکی تاریخي شکست ورکړ . خو خپله یې په همدې لاره کې د وطن په غرو رغو کې خپل روح ، خپل خالق ج ته په داسي حال کې وسپاره چې د شهادت ارمان یې د خالدبن ولید رض په څیر قبر ته ورسره یوووړ ، ژوند یې ټول د الله په لاره کې په غزا کې تېر شو خو د شهادت هیله یې پوره نشوه . ولي د همغه ستر مجاهد صحابي اعزاز یې هرو مرو خپل کړ ، د هیواد د آزادۍ د تاریخي اتلانو مل شو . د تاریخ په پاڼه کې یې د غزنوي ، ابدالي او میرویس خان غوندي خپل باب پرانیست . روح دي یې ښاد جنة الفردوس دي یې مأوی . برکات او فیوضات دي یې پر خلفو او ځای ناستو وي . آمین

    دویم ځل هم طالبان له یو سخت مشکل حالت سره مخ شول ، چې ناڅاپه یې د خپل رهبر د وفات خبر واورید او د هغه له معنوي سرپرستۍ څخه یې د تل لپاره ځان یتیم احساس کړ . نړیوالو شیطاني رسنیو هم له موقع نه په ګټي اخیستو د زهرجنو تبلیغاتو لپاره ښه تابیا ونیوله ، د مسلمانانو اذهان یې د لنډ وخت لپاره تسخیر هم کړل ، خو بیا هم د طالبانو هغو مشرانو چې د ملامحمدعمرمجاهد له هدف سره مخلصین وو ؛ د ښه فراست او سیاسي بصیرت څرګندونه وکړه ، ډېر ژر یې د یوې لویي خلا او ورپسي د لویو لویو فتنو مخه ونیوله ، هغه داچې د نوي زعامت په انتخاب کې یې سستي ونکړه ، د امیرالمؤمنین په ژوند کې د هغه له لوري غوره شوی نائب یې د هغه ځای ناستی وټاکه ، او د عامو مسلمانانو خصوصاً د مجاهدینو د بیعتونو لپاره یې لاره پرانیستله .

    له نن نه تقریباً دوې اونۍ وړاندي ، د جولای په ۳۰مه نیټه د طالبانو رهبري شورا د خپل مشر وفات رسماً تائید کړ ، او یوه ورځ وروسته یې ملا اخترمحمد منصور د خپل نوی زعیم په حیث وټاکه . له دې اعلان سره سم د طالبانو ځینو کسانو له نوي زعامت سره مخالفت څرګند کړ ، له یوې غلي غونډي وروسته یې په غربي رسنیو کې خپل مخالفت او ملاحظات اعلان کړل . دوی استدلال کاوه چې:

    – په انتخاب کې له بیړي نه کار اخیستل شوی .

    – دویم دا چې د دوی نظر نه دی پوښتل شوی .

    – درېیم دا چې د انتخاب پرمهال اکثریت نه ، بلکي اقلیت حاضر و .

    نو د دوی په وینا ، پکار دا ده چې یوځل بیا یوه سرتاسري غونډه را وبلله شي او له سره نوی زعیم تعین شي .

    دا چې د دوی اعتراضات څومره پرځای او وړاندي شوی حل یې څومره ممکن دی ؟ په لنډه توګه به یې یادونه وکړو :

    ۱ – لومړی ټکی چې دوی وایی په انتخاب کې عجله شوي ، علماء کرام وایی چې باید له دې نه هم عاجل اقدام شوی وای ، ځکه چې په اسلام کې دا یو ډېر مهم اصل دی چې که یو امیر لیري کیږي او یا وفات کیږي ، نو د بل په انتصاب کې څومره چې ممکنه وي عاجل اقدام دي وشي ځکه چې د مسلمانانو انتظامي او جهادي امورو ته د امیر په نه شتون سره زیان رسیږي . همدا وجه وه چې د نبی کریم صلی الله له تدفین او تجهیز وړاندي صحابه کرام د امیر په ټاکلو مصروف شول .

    دا بېله مسئله ده چې امیرالمؤمنین پخوا وفات شوی او ځای ناستی یې ناوخته ټاکل کیږي ، ځکه چې دا کار هم د شرعی علماء کرامو د فتوا له مخي شوی . دا جدا بحث ته اړتیا لري . چې اسرار او حکمتونه یې را وسپړل شي .

    ۲ – دویمه خبره چې وایی د دوی نظر نه دی پوښتل شوی ، زما د مالوماتو له مخي حتی الوسع کوشش شوی چې د رهبري شوری ټول غړي ، او ورسره علماء کرام او نور اهل الرأی خلک راوغوښتل شي . ترډېره حده دا کار شوی ، ولی ځینی اشخاص چې یا په بل ځای کې وو او یا شرایط ورته مساعد نه وو ، پر وخت د رسیدګي امکانات یې کم وو ، هغوی پاتي شوي دي . او هغه ډېر لږ وو .

    ۳ –   درېیم اعتراض چې وایی اکثریت نه ، بلکي اقلیت حاضر و . زه فکر کوم چې خبره بالعکس ده. دا ځکه چې که موږ دواړه لوري په نومونو سره یاد کړو نو واقعاً چې د حاضرو اهل الرأی خلکو شمېر تر سلګونو ور اوړي او د غیرحاضرو وګړو شمېر لسګونو ته هم نه رسیږي په تیره بیا هغه خلک چې د شورا غړیتوب یې درلود او په جهادي چارو کې یې فعال رول درلود ؛ هغوی خو بیخي د ګوتو په شمېر وو .

    تر دې بله مهمه خبره دا ده چې که فرضاً بیا هم د دوی اعتراض پر ځای وګڼو چې ګویا د اکثریت رایه پوښتل شوي نه ده ، باید ټول مجاهدین او ولس وپوښتل شي ؛ نو په دې سختو ، ضیقو او بوختو شرایطو کې خو یې د راغونډیدلو بل هیڅ صورت ممکن نه ښکاري ، پرته له دې چې د ریفرینډم یا ټول پوښتني په بڼه له هغوی نه پوښتنه وشي . چې نوی ټاکل شوی زعامت تصدیقوي او که یې ردوي ؟

    نو بیا هم دغه کار په ډېر مهارت او صادقانه ډول په آزاد شکل ترسره شو ، د ټولو مجاهدینو نظر وغوښتل شو او هغوی ټولو یو په بل پسی نوی امیر تائید او بیعت یې ورسره وکړ ، د 34 ولایتونو والیانو ،او د هغوی 34 نائبینو ، د 34 ولایتونو د ملکي او نظامي کمیسونونو مسئولینو ، 350 ولسوالانو ، د په لسګونونظامي محاذونو قومندانانو او د دسلګونو لویو او وړو دلګۍ مشرانو اوګڼ شمیر مخورو قومي او جهادي کورنیو ، د پوهنتونونو او مکاتبو د محصلینو شوراګانو ، د دیني مدارسو په زرګونو زده کوونکو او د هغوی استاذانو علماء کرامو ، او نورو عامو ولسي خلکو نوی امیر تائید کړ او بیعت یې ورسره اعلان کړ . چې دا ټول مسئولین او اهل الرأی خلک دي ، هر یو تر شا په سلګونو او لسګونو وګړي پیروان لري ، او دا چا په زور بیعت ته اړ کړي هم نه دي . خو بیا یې هم په خپله خوښه تائید او بیعت کړیدی .

    زه فکر کوم چې د اعتراض کوونکو دغه اعتراض ته نور ځای پاتی نه دی ، او دا مسئله له هغه نه چې دوی یې حل کول غواړي ؛ تر هغه هم په ډېر ښه انداز حل شوي ده . که بیا هم خپل اعتراض ته دوام ورکوي ، نو هرو مرو به خلک د دوی پر نیتونو شکمن شي . چې هسي نه د دوی د مخالفت انګیزه خو به قدرت غوښتنه ، یا قومي تربګني او یا هم د پردیو د استخباراتي کړیو غوښتني نه وي ؟! او امید لرم چې اعتراض یې د اصلاح په نیت وي ، نه د بد نیتي پربنسټ . ځکه چې پر بدنیتي بنا اعتراض بیا حل نلري ، پرته له رسوايی او ناکامي .

    بله مهمه خبره دا ده چې د امیرالمؤمین رحمه الله کورنۍ او د امیرالمؤمنین د ځینو نژدې ملګرو لکه د سیاسي دفتر مشر طیب آغاصیب ، موقف هم تراوسه اعتراضیه بڼه لري او بي طرفي یې غوره کړي ده . زما د مالوماتو پر آساس دغه ټکي ته رهبري شورا د علماء کرامو په مرسته په ښه جدیت سره توجه کړي، ولي چې د امیرالمؤمنین د کورنۍ اعتراض مجاهدینو ته هم د تشویش سبب کیږي ، ځکه چې امیرالمؤمنین ، د هغه زوی او د هغه کورنۍ د ولس او مجاهدینو په زړونو کې ډېر ستر ځای لري ، په ځوریدلو یې ټول مجاهدین ځوریږي او په ناراضه کیدلو یې د مجاهدینو زړونه ماتیږي . دا راز د هغه نژدې ملګري چې د نظام لپاره یې په سختو شرایطو کې قابل تحسین خدمتونه ترسره کړي ؛ د هیریدلو نه دي . نو په همدې آساس زما چې څومره مالومات دي ؛ نوی زعامت او رهبري شوری د دې مسئلې د حل لپاره ګړندۍ هلي ځلي کوي ترڅو قناعت بخشه شرعي لاره ورته ولټوي او د هغوی رضایت ترلاسه کړي .

    ضروري یادونه :

    د پورته لیکني مطلب هیڅکله دا نه دی چې ګویا نوي زعامت او یا د هغه ټاکونکو مشرانو، نه به هیڅ ډول تیروتنه صادره شوي نه وي ، او نه خپله دوی ځانونه معصوم ګڼي ، ځکه چې الله تعالی فرمایی : فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى} [32: النجم]  .

    هغوی هم انسانان دي ، اشتباهات به ځیني صادر شوي وي ، کیدای شی ځینی کارونو کې یې ناسمي پریکړي کړي وي . خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی به پخپلو کارونو کې تجدید نظر او مشوره نه کوي ، او نورو ته به د داسي مخالفت زمینه سازي کوي چې خدای مکړه د جهادي صف د ټوټه کیدو لامل شي . خو تراوسه چې یې کوم رول لوبولی ، په هغه سره یې واقعاً د ښه سیاسي بصیرت څرګندونه کړي ده . او په ډېر حساس پړاؤ کې یې د لویې ستونزي مخه نیولي ده . د جهادي صف د یو والي هڅه یې په اخلاص کړي . پکار ده چې موږ او تاسو ټول مسلمانان د هغوی او د نوي زعیم پر نیت او کړنو تر هغو شکمن نشو ، ترڅو مو چې ناسم او غیر شرعي کار ترسترګو شوی نه وي . کنه خدای مکړه د خدای له لوري به د ستر عذاب مستحق شوي یو.

    له هغوی (مشرانو او نوي زعیم) نه مي یوځل بیا هیله دا ده چې د نیک مصلحت او د نظام د علیا مصالحو د تحفظ په خاطر له هرډول شرعي او معقول تنازل څخه ځان ونه سپموي ، ترڅو ډېری نارضایتونه په آسانۍ سره حل کړای شي او د دښمنانو هیلي نیمګړي پاتي شي .

    و اِلی الله المشتکی وبه المستعان

    پای !!!

    موسی فرهاد

    2015-08-08

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.