استفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پوښتنه می داد ده زه چی کوم وخت ډیر تګ په پشو(پیاده) وکړم نو د داوړو پشو مینځ می زخم شی او دهغه نه پس ګرزیدل راګرزیدل ډیر راته مشکل شی نو ده دهغه
زخم په خا طر زه یوقسم ملهم استعمال وم نو دهغه ملهمو استعمال په حا لت د احرام کشی جا یز دی او کنه؟
بل داچی په دی زخم سره دم لازمیژی او کنه؟
ستا سو د ځواب په انتظار نظر محمد
الجواب : په احرام کې داسې ملهم یا تیل چې خوشبویې ولري استعمال یې نه دی جایز البته هغه ملهم یا واسلین یا ویکس چې خوشبویې نه لري ددوا په څیر یې دبدن په کومه برخه استعماله ول جائز دی . اوداحرام په حالت کې چې په ذکرشوي ډول بدن ولګیږي اوزخم شې نوپروانه لري هیڅ شی نه لازمیږي .
في فتح القدیر ۲\۴۴۰ فان ادهن بزیت خصه بین الادهان التی لارائحة لها لیفید بمفهوم اللقب نفی الجزاء فیماعداه من الادهان کالشحم والسمن . ومثله فٍي البحر ۳\۹
وفي الدرالمختار وردالمحتار ۱\۱۷۳ اوداوی به جراحة اوشقوق رجلیه اواقطر في اذنیه لایجب دم ولاصدقة اتفاقا ، …قال نوع لیس بطیب بنفسه ولافیه معنی الطیب ، ولایصیر طیبا بوجه ما کالشحم فسواء اکل اوادهن اوجعل في شقاق الرجل لاتجب الکفارة ، ونوع لیس بطیب بنفسه ولکنه اصل للطيب یستعمل علی وجه التطیب ويستعمل علی وجه دوای کالزیت ویعتبر فيه الاستعمال فان استعمل استعمال الادهان في البدن یعطی له حکم الطيب وان استعمل في ماکول اوشقاق رجل لایعطي له حکم الطيب ، کذافي البدائع ۱\ ۲۴۵











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه