لیکوال : م/ابوالطیب
امام غزالي رحمة الله تعالی علیه الله رب العزت په دین کي ډېرسترشخص ګرزولی دی،دهغه ژوندته په کتوسره دهغه ترشادهغه دموررول ترسترګوکیږي۔
محمدغزالی(رحمة الله تعالی علیه) اواحمدغزالي(رحمة الله تعالی علیه) دوه ورڼه وو،هغوئ دهلکتوب په مهال یتیمان شوي وو،دهغوئ روزنه دهغوئ مورکړې،دهغوئ په هکله نادره خبره لیکل شوې،چي موریې څومره ښه روزونګې وه،ترڅوهغوئ نیکي کوونکي آن چي عالمان شول،مګرد دواړو ورڼوپه طبیعتونوکي فرق وو۔
امام غزالي( رحمة الله تعالی علیه) دخپل وخت لوئ واعظ اوخطیب وو اوپه مسجدکي ېې امامت کاوه،دهغه ورور عالم اونیک سړی وو،مګرپه جماعت سره دلمونځ کولوپرځای به یې بېل لمونځ کاوه،نویوځل امام غزالي(رحمة الله تعالی علیه) خپلې مورته وویل: مورې! خلګ پرمااعتراض کوي چي ته دومره لوئ واعظ اوخطیب هم یې اودمسجدامام یې،مګرستاورور په تاپسې لمونځ نه کوي،مورې ! ورورته ووایه چي په ماپسې لمونځ کوي۔
مورهغه راوغوښت نصیحت یې ورته وکړ،کله چي دلمانځه وخت راغی، امام غزالي(رحمة الله تعالی علیه)دلمانځه امامت پیل کړاو وروریې دشالخوانیت ورپسې وکړ۔
مګرعجبه داده چي کله دیورکعت تراداکېدولووروسته دوهم رکعت پیل شو، نووروریې لمونځ مات کړاوله جمعې څخه بېل شو،کله چي امام غزالي(رحمة الله تعالی علیه) لمونځ پوره کړ، نوډېرسپکاوی يې احساس کړ،ډېرپرېشانه شو،غمجن زړۀ کورته راغی، مورترې پوښتنه وکړه، زویه ! ډیرپریشانه ښکارې ! ويې ویل،مورې! که ورورمې بیخي نه وای راغلی ډېربه ښه وو، دی چي راغی دیورکعت تراداکولووروسته بیرته ولاړی اوبېل لمونځ یې پیل کړ، موریې هغه راوغوښتی ورته ویې ویل: زویه ! تاولي داسي وکړل؟ کشرورور وویل: مورې! ماپه هغه پسې لمونځ پیل کړ،لومړی رکعت یې سم اداکړ،مګرپه دوهم رکعت کي یې دالله پرځای بل لوري ته توجه وه،ځکه نوماورپسې لمونځ پریښودی اوبېل مې لمونځ پیل کړ۔
موریې له امام غزالي( رحمة الله تعالی علیه)څخه پوښتنه وکړه چي څه خبره ده؟ هغه وویل:
مورې ! بلکل سمه خبره ده ،ماترلمانځه وړاندي دفقهې په یوکتاب کې دنفاس یوڅه مسئلې کتلې اوپه هغوکي مې غوراوفکرکاوه، کله چي لمونځ پیل شونولمومړی رکعت مې دالله تعالی لورته په توجه کي اداکړ،مګرپه دوهم رکعت کي زماپه فکرکي هغه دنفاس مسائل راغلل،دا وخت کي مې لږذهن سره ګډوډ شو،همدا غلطي راڅخه وشوه۔
په دې وخت کي یې موریوه سړه ساواخیسته او وه يې ویل افسوس! له تاسي دواړوڅخه یوهم په ښه رانه غلی،ددې خبرې په اورېدوسره دواړه وروڼه خپه شول۔
امام غزالي( رحمة الله تعالی علیه)خوبخښنه وغوښته، مورې! له ماڅخه غلطي وشوه،ماته داسي کول نه وو پکار،مګردوهم ورورپوښتنه وکړه،مورې ! ماته خوکشف وشوځکه مې لمونځ پریښودی،نوزه ولي ستاپه ښه نه شوم ؟
مورجواب ورکړ: تاسویوولاړیاست اود دنفاس په مسئلوکي فکرکوی،اوبل بیاله دشالخوادهغه زړۀ ته ګوري،تاسودواړه یو هم دالله تعالی لوري ته متوجه نه واست،ځکه نوتاسویوهم زماپه ښه نه شولاست ۔
دغورخبره ده چي مورداسي وي اودتصوفودومره باریکې مسئلې بچیانوته ښیې،نوبیاچي اولادیې لوئ شي نوولي به امام غزالي(رحمة الله تعالی علیه)ولي نه ورڅخه جوړیږي ۔
نودیوکامیاب سړي شاته بیاهم دیومېرمنې رول دمورپه حیثیت ترسترګوکیږي ۔










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه