لیکوال : م/ ابوزبیر
محقق العصر علا مه شو کاني رح، په نيل الاوطار جلد ۴ ، ص، ۳۴۰ ، کي د قر باني په هکله هغه امور جمعه کړي کوم چې د امت دټولو علماؤ ور باندي اتفا ق ده ،،
۱ پدي اتفاق ده چې قر باني يو شر عي حکم ده ځکه چې په صحيح ا احاديثو ثا بت ده اوهیچا ورپکی اختلاف نده کړي!
۲ ، پدي اتفاق ده چې په يوم النحر کي يعني لسم دذي الحجة کي تر ټولو نيکو اعمال محبوب ؤ الله تعالی ته قرباني کول اود قرباني دحیوان وينه تو يول ده،
۳ پدي اتفاق ده چې دقر باني حيوان به په ورځ دقيامت له هغو ټولو صفاتو سره حا ضره شي کوم چې په دو نيا کي در لودو،
۴پدي اتفاق ده چې دقر باني وينه هغه مهال درجي دقبوليت ته رسيزي چې په زمکه لا توي شوي نه وي ،
پدي اتفاق ده چې قرباني دحضرت ابراهم عليه السلام سنت او ددي ايت کريمه وفديناه بذبح عظيم اتباع ده ،،
۵ پدي اتفاق ده چې دقرباني دحيوان دهر ويښته په بدله کي الله تبارک وتعالی قرباني کونکي ته يوه يوه نيکي ور کوي ،،
۶ پدي اتفاق ده چې په کوم چا قرباني واجب شي اوؤيې نکړي تارک دواجب ده او ګناه کارده ،،
۷ پدي اتفاق ده چې دقرباني په ورځو کي دحيوان حلالول واجب دي دحيوان قيمت صدقه کول دحيوان پځاي جايز نده ،،
ما خوذ ازدلايل وجوب قرباني مولانا جميل احمد
تها نوي رح، ص، ۱۴ ،۱۵ ،ط کراچی،،








![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه