پوښتنه : علماء کرام ددې مسئلې په اړه څه فرمایې چې : ایزي لوډ کول جائز دي اوکنه ؟ دلته ځیني کسان وایې چې : دا سود دی ځکه چې موږ دکاندارته سل روپۍ ورکړو چې دهغه په بدله کې دوکاندار زموږ په نمبرباندي کمي پیسي رالیږي آیاد داخبره صحیح ده ؟ که ښه قناعت کونکی جواب راکړئ منندوی به مویم
جواب : باید وویل شي چې دسود د متحقق کیدلو لپاره د بدلینو متحدالجنس والقدر کیدل یا دواړه لوري نغدکیدل ضروري دي ، که چیرته دبدلینو جنس اوقدر مختلف وي یا نغدي نه وي نو په دې صورت کې له یوه لوري زیاتوب اوله بل لوري کمتوب جائز دی ، کله چې مو دا اصول ځان ته معلوم کړل نو موږ وینو چې موبایل کمپنۍ دنغدو پیسوپه بدل کې منفعت ( ایئرټایم ) ورکوي ، که هغه دکارت په صورت کې وي اوکه دایزي لوډ په صورت کې په دواړوکې کمپنۍ دمقرره ټېکس له جلاکولو وروسته دپاتي پیسوپه مقابل کې صارف ( استعمالونکي ) ته منفعت ورکوي ، یواځي دافرق یې شته چې دکارت په صورت کې صارف په مستقیمه توګه له کمپنۍ څخه منفعت ترلاسه کوي او دایزي لوډ په صورت کې دوکاندار له وړاندي اخستل شوی منفعت دخپل کمیشن په اخستلو سره دصارف طرف ته لیږدوي ،څرنګه چې په دواړو- کارت او ایزي لوډ- په صورتونوکې دنغدو په بدل کې نغدي نه وي بلکه منفعت ورکول کیږي نوځکه دواړه صورتونه جائز دي . والله تعالی اعلم
م/محمد












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
جزاکم الله خیرا