مفتي شاهد(حقاني)
دنن ورځ مسلمان ته دتقلید اړتیا اودوجوب او جواز مسئله څیړل ،رښتیا هم چې د ډیرې وسیعې مطالعې او علمي تبحر په مټ شوني کیدای شي ،خوداچې دتحقیق میدان ډیر وسیع او علماوو ته ددې مجال شته، چې دخپلو راټولوشویو معلوماتو په رڼا کې یې دافادیت لپاره وڅیړې، نو موځکه پدې لنډه تنګه مقاله کې پرې څو کرښې تورې او خپل خواره واره معلومات مو سره پیوندکړل !
ددې نه مخکې چې دتقلید په حکم او اهمیت رڼا واچووغوره داده چې یوځل یې معنی وپیژنو!
دتقلیدمعنی :دبرصغیر مشهورفقیه عالم، مفتي رشید احمدرح په (السبک الفرید لسلک التقلید)کې داسې کړي :حقیقت کې تقلید دداسې یوشئ نوم دی ،چې دین کې دخپل کوم بزرګ او پیشواقول او یا فعل پرده دخپل حسن ظن او ښه باور په بنسټ قبول کړي اوپردي عمل وکړي، چې دا دقرآن او سنت موافق دی،پردې عمل او ددې دقول قبلول ،دده څخه ددلیل غوښتلو سره ونه تړي،مګرکه دا دلیل اوس یا وروسته معلوم شي، له تقلید سره منافي ندی ،یعنې تقلید کې ددلیل مطالبه شامله نده او علم بالدلیل ورسره منافات نلري ،کشاف په( اصطلاحات الفنون )کې تقلید داسې تعریف کړی :
التقليد عبارة عن اتباع الانسان غيره فيما يقول او يفعل معتقداً للحقية فيه من غير نظر وتأمل فى الدليل كأن هذا المتبع جعل قول الغير او فعله قلادة فى عنقه من غیرمطالبة دلیل ،علامه ابن ملک شرح منار مصری ص۲۵۲کې فرمایي :وهو(ای التقلید)عبارة عن اتباعه فی قوله اوفعله معتقدا للحقیة من غیر تأمل فی الدلیل ،او په (نامي شرح حسامي مطبوع مجتبایي ص۱۹۰کې داسې دي: چې (التقلید اتباع الغیرعلی ظن انه محق بلا نظر فی الدلیل (احسن الفتاوی ج۱ ص۴۰۸).
دتقلید ددې فوق الذکرو تعریفاتو څخه په ډاګه ښکاري، چې کوم مقلد چې دکوم امام تقلید کوي، نه پکې ددلیل دراوړلو ممانعت شته او نه ددلیل په ذکرکولو مقلد له تقلیده وځي اوهمداسې پر کوم سلف عالم او غښتلې امام پسي تقلید دحسن ظن پر بنیاد کیږي او ښه سوژه به دعلماووپه حق کې ضرور مسلمان لري ،چې دې سره دځینو خلکو هغه خبرې هم ځواب شوي ،چې اهانةً دپوښتنې او مناقشې پر وخت دشرعي معنی پر ځای تقلید په لغوي معنی سره تعریفوي او دقلادي یا پړي اچولوپه معنی یې آن په شرعي مسایلو کې هم کاروي ،چې دا درسته خبره نده او نه په شرعي لحاظ دې معنی ته څوک تقلید وایې ،دایې لغوي معنی ده او په دیني مسایلو او مباحثو کې متروک وي .
امام قرطبي رح تقلید داسې کړي : قال القرطبيُّ : التقليد عند العلماء : ” حقيقةُ قَبُولِ قَوْلٍ بلا حُجَّةٍ ” ؛ وعلى هذا فمن قبل قول النبيِّ ( صلى الله عليه وسلم ) من غير نظرٍ في معجزته ، يكون مقلِّداً ، وأمَّا من نظر فيها ، فلا يكون مقلِّداً /اللباب فی علوم الکتاب ج۳ص۱۵۹).يعنې دبل چا قول له دلیل پرته منلو ته علماء تقلید وایي،چې لغوي او اصطلاحي معناګانې مختصرا داسې دي:
دتقلید لغوي معنی : التَّقْلِيدُ لُغَةً : مَصْدَرُ قَلَّدَ ، أَيْ جَعَلَ الشَّيْءَ فِي عُنُقِ غَيْرِهِ مَعَ الإِحَاطَةِ بِهِ/ روضة الناظر لابن قدامة 2 / 449 ط ثانية ، الرياض مكتبة المعارف 1404 هـ .) یعنې تقلید دلغت له حیثه دقلد مصدر دی ،او داکلمه دلغت په لحاظ د چا په غاړه کې داسې غاړکۍ اچولو ته وایې، چې په ټوله غاړه یې احاطه کړي وي ،لکه چې داسې یو څوک ووایې چې : َقَلَّدْتُ الرَّجُلَ السَّيْفَ فَتَقَلَّدَهُ : إِذَا جَعَلَ حَمَائِلَهُ فِي عُنُقِهِ…یعنې یو سړي ته مې غاړه کې توره داسې ورواچوله چې دا حمایل یې ټول په غاړه شول . په (لسان العرب ، اومختار الصحاح)کې وایې : وَفِي التَّهْذِيبِ : تَقْلِيدُ الْبَدَنَةِ أَنْ يُجْعَلَ فِي عُنُقِهَا عُرْوَةُ مَزَادَةٍ ، أَوْ حِلَقُ نَعْلٍ ، فَيُعْلَمُ أَنَّهَا هَدْيٌ . وَقَلَّدَ فُلانًا الأَمْرَ إِيَّاهُ . وَمِنْهُ تَقْلِيدُ الْوُلاةِ الأَعْمَالَ)ژ:او په التهذیب کې لیکي چې : دبدنې تقلید دادی ،چې غاړه کې یې رسۍ واچوي ،یا پڼه ورته ترغاړې کړي ،نوددې نه به معلومیږي، چې دابدنه دکعبې هدیه ده ؛ یاد تقلید معنی داده، چې فلاني ته یې کومه دنده وروسپارله او همداسې والیانواومشرانو ته وظایفو سپارلو ته هم دتقلید کلمه کارول کیږي .
الموسوعة الفقهیة کې لیکي چې :تقلید په شریعت مطهره کې په څلورو معنی ګانو استعمالیږي ، لومړۍ معنی یې : والي او یا قاضی ته دوظیفې سپارل ؛ دویمه معنی : هدایاووته غاړه کې کومه نښه اچول،ترڅو چې نورو اموالو سره یې فرق وشي ؛دریمه معنی :تعویذونه وغیره غاړه کې اچول ؛څلورمه معنی اوهغه معنی چې زمونږ دلته څیړنه کې هم مراد ده هغه : التَّقْلِيدُ فِي الدِّينِ وَهُوَ الأَخْذُ فِيهِ بِقَوْلِ الْغَيْرِ مَعَ عَدَمِ مَعْرِفَةِ دَلِيلِهِ . أَوْ هُوَ الْعَمَلُ بِقَوْلِ الْغَيْرِ مِنْ غَيْرِ حُجَّةٍ /روضة الناظر بتعليق الشيخ عبد القادر بن بدران 1404هـ 2 / 450 القاهرة المطبعة السلفية ، وإرشاد الفحول للشوكاني ص 265 . القاهرة . مطبعة مصطفى الحلبي 1356 هـ .)ژ : تقلید په دین کې دې ته ویل کیږي، چې پرته ددلیل غوښتلو څخه دبل چا په قول باور وکړي او ویې مني ،یا داچې تقلید دې ته وایې، چې دبل کوم عالم په قول له حجت څخه په غیر عمل وکړي .
په (شرح مسلم الثبوت 2 / 400 . القاهرة ، مطبعة بولاق ، 1322هـ ، المستصفى مطبوع مع مسلم الثبوت 2 / 387 . الطبعة المذكورة ، او روضة الناظر 2 / 450 .)کې دتقلید په هکله داسې لیکي چې :تقلید له حجت پرته دبل چا دقول منل دي، لکه څنګه چې یو عام شخص د مجتهد قول قبول کړي ،خوداچې څوک پخپله درسول الله صلی الله علیه وسلم قول ته رجوع وکړي ،نو دې ته تقلید نه وایې ،همداسې که څوک اجماع امت ته مراجعه وکړي، نو هم ورته تقلید نشي ویل کیدای ،ځکه دې کې رجوع ما هو الحجت ته فی نفسه راغله او پخپله اصل ته پکې صیرورت وشو، نو دې ته تقلید نه وایې ،تقلید هغه دی چې دکوم منل شوي امام یا مجتهد قول باندې دده څخه ددلیل له غوښتلو پرته عمل وکړي او ویې ومني !
عقایدو او ددین په ضروري مسایلوکې دتقلید حکم :
فقهاء وایې، چې ددین په ضروري مسایلو کې لکه لمونځ ،روژه ،زکات ،حج وغیره …کې تقلید ضرور ندی ،بلکې دا به پخپله مباشرة ً له شارع څخه اخلي ،همداسې دجمهورو اصولیینوپه عقیده عقایدو کې دچا تقلید ندی جایز،لکه دالله تعالی په وحدانیت ،وجود اودعبادت په افراد کې یې ،همداسې دالله جل جلاله پیغمبر صلی الله علیه وسلم دصدق په معرفت کې ،چې دوئ وایې چې دې ټولو کې به تفکر ،تدبرکوي او خپل قلبي طمانیت به پکې دعلم په وسیله خپلوي ،دوئ ددې خبرې داثبات لپاره دادلایل راوړي : الله تعالی فرمایې { بَلْ قَالُوا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَى آثَارِهِمْ مُهْتَدُونَ } (سورة الزخرف / 22 .) ، وَلَمَّا نَزَلَ قَوْله تَعَالَى : { إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأُولِي الأَلْبَابِ } (سورة آل عمران / 190) قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَقَدْ نَزَلَتْ عَلَيَّ اللَّيْلَةَ آيَةٌ . وَيْلٌ لِمَنْ قَرَأَهَا وَلَمْ يَتَفَكَّرْ فِيهَا ” (أخرجه ابن حبان).
ځینې فقهاء وایې چې عقایدو کې هم تقلید جایز دی او دوئ ددې مخکینۍ نظریې انتساب ظاهریه وو ته کړی !
البته جمهور اصولیین وایې :چې دعقایدو غوندې دعدم تقلید حکم هغه مسایل هم اخلي چې ددین څخه بالضرورة معلومیږي او ارکان خمسه پکې شاملیږي ، لکه دې عبارت کې چې وایې :
ثمّ عند الجمهور يلحق بالعقائد في هذا الأمر كلّ ما علم من الدّين بالضّرورة ، فلا تقليد فيه ، لأنّ العلم به يحصل بالتّواتر والإجماع ، ومن ذلك الأخذ بأركان الإسلام الخمسة (الموسوعةالفقهية).
همداسې نامتو حنفی عالم علامه عبدالغنی نابلسی رح فرمایي : هغه متفق علیها مسئله چې بالضرورة له دین څخه معلومه وي ، لکه دلمانځه ، روژې ،زکات او حج فرضیت یاددې په شان نور ،او دزنا ،لواطت،شرابو،قتل ،غلا ،غصب او یا دداسې نوروشیانو حرمت ، نودې کې دڅلورګونو امامانوتقلیدته اړتیا نشته ،البته دتقلید ضرورت هلته پیښیږي ،چې هغې کې اختلاف وي او مسئله مختلف فیها وي .( خلاصة التحقیق فی حکم التقلیدوالتلفیق ص۴).
همداسې (علامه خطیب بغدادی رح ) لیکلي :او شرعي احکام دوه قسمه دي ،یوهغه چې په هغې کې تقلید ندی جایز،او بداهة له دین څخه معلوم وي، لکه لمونځ ،روژه ،زکات ،حج ،دزنا او شرابو حرمت ،او دویم قسم هغه دی ،چې هغه له استدلال ،فکر او نظر نه په غیر نشي ترلاسه کیدای، لکه عبادات ،معاملات ،ودونه ……..پدې کې تقلید صحیح دی ،ځکه دالله تعالی ارشاد دی، چې که تاسونه پوهیدئ، نو له اهل ذکرو او علماوو څخه پوښتنه وکړئ،او بل داچې ،که مونږتقلید څخه خلک منع کړو، نو ددې مطلب به داوي، چې ټول خلک دې دعلم دین زده کړي پسي شروع وکړي، نو دې سره به دخلکو دژوند نور مصالح پاتي او دخلکو دژوند ټول ضروریات به خراب شي او دفصلونو او حیواناتو هلاکت به رامنځته شي، نو ځکه ددې موانعو په وجه داسې کوم حکم نشي ورکول کیدای (الفقیه والمتفقه للخطیب البغدادی ج۲ص۶۷/۶۸طبع دارالافتاء سعودی ریاض).
په( الموسوعة الفقهیة) کې لیکي : حق خبره داده چې په عقایدو او ددین په اساسي مسایلو کې هغه چې بالضرورة دين څخه معلومیږي ، دکوم عالم تقلید نشته، بلکې که په اجمالي صفت هم وي ،نو دصاحب الشرع نه به یې اقتناع په تام ثبوت سره پخپله کوي .،خو په فرعي مسایلو کې هغه چې له تفصیلي دلایلو نه په نظر عمیق سره معلومیدای شي ،عوام په استنباط او استخراج مکلف کول یو شاقه کار دی ،کوم چې دژوند له استقامت سره اړخ نه لګوي ،داځکه که هر څوک پدې مکلف شي ،چې له دلایلو څخه دمسایلو استنباط وکړي ،نو دژوند مصالح او ګردي چارې به ځنډنۍ او معطلې شي ،که دامت دسلفو ژوند مطالعه کړو ،او دوئ خیرالقرون دي ،هغه چې رسول الله صلی الله یې په باب شهادت ورکړی و،نو وبه کتل شي، چې دوئ ټول مجتهدین نه وو،بلکې دوئ کې مجتهدین ډیر کم کسان وو،او دوئ ټولو د(۱۳) اشخاصو څخه زیات نه وو،سربیره پردې چې داجتهاد شرطونه ډیر سخت او ضق دي او هرچاکې نشي موندل کیدای !
په فروعي مسایلوکې دتقلید حکم:
په فروعي مسایلوکې عام اصولیین علماء اودنامتومفسر امام قرطبي رح په څیر نبذه او کره مفسرین دعامو مسلمانانو لپاره ( هاغه څوک چې داجتهاد شروط او قوت پکې نه وي )دتقلید پروجوب حکم کوي ،خو یو کم شمیر علماء په دې باب مخالف نظر لري، چې تفصیل به یې لاندې بحث کې ذکر شي ،په( تفسیر اللباب فی علوم الکتاب )کې یې دتقلید دوجوب په باب د(امام قرطبي رح) قول داسې رانقل کړی :
…. في وجوب التَّقليد على العامِّي:
قال القرطبيُّ – رضي الله عنه – : فرض العامِّيِّ الذي لا يستقلُّ باستنباط الأحكام من أصولها ، لعدم أهليته فيما لا يعلمه من أمر دينه ، ويحتاج إليه – أن يقصد أعلم من في زمانه ببلده ؛ فيسأله عن نازلته ، فيتمثَّل فيها فتواه ؛ لقوله تعالى : ( فَ اسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنْتُم لاَ تَعْلَمُونَ ( [ النحل : 43 ] وعليه الاجتهاد في أعلم أهل زمانه بالبحث عنه ؛ حتى يتفق أكثر الناس عليه ، وعلى العالم أيضاً أن يقلِّد عالماً مثله في نازلةٍ خفي عليه وجه الدليل فيها .(تفسیر اللباب لابن عادل ابوحفص الحنبلی ج۱ص۴۹۷)
لنډه ترجمه :امام قرطبي رح فرمایي چې :دامي (عامي )شخص لپاره چې داجتهاد اهلیت او علمي قوت پکې نوي ،او نه پکې داستنباط صلاحیت وي ،فرض دادي چې خپله سیمه کې دخپل وخت یو ښه عالم پیدا کړي او دنویوپیښو شویو مسایلو او حوادثو په باب ترې پوښتنه یا استفتاء وکړي ،او دسورت (النحل د۴۳نمبرآیت )په رڼاکې ترې فتوی واخلي او په هغې عمل وکړي ، دامستفتي باید دیوه ښه عالم په لټه کې وي، تردې پورې چې زیات خلک ورسره پدې کې متفق شي ،همداسې پر یوه عالم هم دالازمي ده، چې په هغه مسئله کې چې ده ته پرې ددلیل وجه نده معلومه، دبل کوم عالم او مفتي څخه پوښتنه وکړي .
په (روضة الناظر 2 / 451 ، 452 ، إعلام الموقعين 4 / 187 ـ 201 ، او إرشاد الفحول ص 266 .) کې لیکي ترجمه : جمهور اصولیین علماء وایې: چې تقلید جایز دی ،ځکه مجتهد به یا مصیب وي، یا به مخطئ وي ،چې پدې صورت کې هم ورته ثواب ورکول کیږي او نه ګناهګار یږې ،بلکې په عامي شخص (غیر عالم )باندې تقلید واجب دی ،داځکه چې دا امي شخص هم دشرعي احکامو په تعمیل باندې مکلف دی ،اوده ته دلایل نه وي څرګند ،پرده باندې ددلایلو دخفاء تیاره خپره وي ،داشخص نظر او اجتهاد ته محتاج دی ،خو که عوام هم په اجتهادباندې مکلف شي ،نودې سره به دنسل او کښت انقطاع راشي، دکسبونو اوصنایعو امو راتو ځنډ وخنډ به رامنځته شي، چې ټولنه به دسختو مشکلاتو اوستونزو سره مخ شي اوبل داچې ځینوصحابه کرامو رضی الله عنهم به هم ځینونورو ته فتواوې ورکولې اوهمداسې به یې نوروخلکوته فتوې ورکوله، خودوئ ته یې داجتهاد دمرتبې ترلاسه کولو باندې حکم نه کاوه .
الله جل جلاله هم له علماوو نه دمسایلو په پوښتلو کې امر کړی دی، لکه چې په سورت النحل / 43 آیت کې فرمایي : { فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ }نور هم داسې دلایل شته، چې دتقلید جواز اوعامی یا امي ته ترې دتقلید وجوب ثابتیږي ،چې همدا نظر دزیاتو علماوو غښتلي رأیه ده، ځکه که عوام هم دکوم داسې منل شوي عالم تقلید باندې وجوباً مکلف نشي، نو اسلامي جامعه به دپیچلو ستونزو سره مخ شي او خلک به دمسایلو په حل کې لا لهانده او سرګردانه ګرځي راګرځي ،نه به دبي علمۍ په وجه پخپله په مسئله پوهیږي او نه به دکوم عالم تقلید ورته واجب وي ،چې دې سره به ورځنۍ چاري دځنډ وخنډ سره مخامخ شي او ټولنه به دتحیر او سرګردانۍ ښکار شي ،نو ددغو وجوهاتو او عواملو په وجه نن سبا پرعامو مسلمانانو تقلید واجب او په مذهبي دایره کې ننوتل ورته دفتنو او مشکلاتو څخه دخلاصون خورا ښه لاره ده لکه دالموسوعې پدې عبارت کې : الأوّل : جواز التّقليد فيها وهو رأي جمهور الأصوليّين ، قالوا : لأنّ المجتهد فيها إمّا مصيب وإمّا مخطئ مثاب غير آثم ، فجاز التّقليد فيها ، بل وجب على العامّيّ ذلك …..ولأنّ الصّحابة رضي الله عنهم كان يفتي بعضهم بعضاً ، ويفتون غيرهم ، ولا يأمرونهم بنيل درجة الاجتهاد . وقد أمر اللّه تعالى بسؤال العلماء في قوله تعالى : { فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إنْ كُنْتُم لا تَعْلَمُونَ /الموسوعة الفقهیة ج۱۴ص۱۵۹) .
تقلید شخصي :
په (احسن الفتاوی) کې مفتي رشید احمد رح فرمایي :دعهد رسالت نه واخله د دویمې هجري پیړۍ تروروستیو پورې غیر شخصي تقلید مروج و،څنګه چې دې وخت کې دمجتهدینوضوابط او اصول منضبط نه وو،نوځکه دکوم معلوم مذهب په پیروۍ کې ستونزه وه ،تردې چې ددویمې هجري پیړۍ په اواخرو کې خدای ج پرستوعلماووداصولو او فروعوپر تدوین شروع وکړه او ددوئ بااستعداده شاګردانوددې سلسله پیل کړه او ددې تدوین او تهذیب یې وکړ،چې ددریمې هجري پیړۍ زیاتو خلکو دتقلید شخصي په ډول اختیار کړ،دوئ دا اصول او فروع دقرآن او سنت په رڼا کې مدون کړل او داسې علماء وو،چې علم او پوهه یې منل شوي وه ،امام شاه ولی الله رح فرمایي چې :وبهذ المأتین ظهرفیهم التمذهب للمجتهدین باعیانهم وقل من کان لایعتمد علی مذهب مجتهد بعینه وکان هذاهو الواجب فی ذالک الزمان (الانصاف ص۵۹)،نوکله چې نور مذاهب ونه ساتل شول، نو په څلورمه هجري پیړۍ کې صرف څلورمذهبه پاتي شول او دا دالله تعالی رحمت دی، چې په دې څلورو مذهبونو کې تقلید شخصي منحصرشو،حضرت شاه صیب فرمایي چې :ولما اندرست المذاهب الحقة الا هذه الاربعة کان اتباعها اتباعاً للسوادالاعظم والخروج عنهاخروجاًعن السواد الاعظم (عقد الجید۳۸) ،ژ:یعنې نن سبا چې نور مذاهب نشته، همدا څلور مذاهب پاتي دي ،نوددې مذاهبو پیروي دسواد اعظم پیروي ده او ددې مذاهب اربعه وو نه خروج، له سواد اعظم نه خروج دی )همداسې (ملاجیون رح) په (تفسیر احمدي ص۲۹۷)کې فرمایي :والانصاف ان انحصار المذاهب فی الاربعة واتباعهم فضل الهی وقبولیة عندالله تعالی لامجال فیه للتوجیهات والادلة)،نو تقلید شخصي واجب دی او څنګه چې واجب کله (واجب لعینه) او کله (واجب لغیره )وي ،نو دلته وجوب لغیره مراد دی اوداځکه چې په ترک دتقلید شخصي سره مفاسد منځته راځي (احسن الفتاوی ج۱ص۴۱۱-۴۱۳).
دمفتي رشیداحمد رح له تحقیقي فتوی څخه په ډاګه جوته شوه ،چې نن سبادې موجوده عصروزمان کې شخصي تقلید واجب دی او څوک پدې باب دڅه ویلو قانع کوونکی دلیل نشي ښودلای .
په (الموسوعة الفقهیة) کې لیکي چې :دحافظ ابن عبدالبررح،علامه ابن قیم الجوزی رح او علامه شوکانی رح په څیر علماء وایې چې تقلید حرام دی او دوئ استدلال پدې ډول کریمه وو آیتونو او دعلماوو په اقوالو سره کوي ،چې پکې دتقلید مذمت بیان شوی دی ( خو ددې آیتونو څخه چې دوئ پرې استدلال کړی ،غیر شرعي تقلید مراد دی ،چې هغو به په نارواووکې دخپلو مشرانو تقلید کاوه ،اوکوم تقلید چې جواز لري یا واجب دی ،هغه په شرعي مسایلو او جایزو اموراتو کې دی او دې کې کومه قبحه نشته، بلکې واجب هم دی !
د(اعلام الموقعین) ددې نقل قول په باب لاندینی وضاحت ځواب کې بسنه کوي چې وایي ( عَلَى حَدِّ مَا وَرَدَ فِي قَوْلِ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ لا يَحِلُّ لأَحَدٍ أَنْ يَقُولَ مَقَالَتَنَا حَتَّى يَعْلَمَ مِنْ أَيْنَ قُلْنَا (إعلام الموقعين 4 / 187 ـ 201 ، 211 ،))
په الموسوعة الفقهیة کې ددې دویمې ډلې علماوو په ځواب کې چې له تقلید نه انکار کوي او دلیل کې دمذاهبو دائمه وو اقوال راوړي، وایې چې شاید دائمه مذاهبو موخه ددې څخه چې ددوئ له تقلیدڅخه پکې منع فرمایلې ، ددوئ هغو شاګردانو ته متوجه وي، چې هغو ئ کې پخپله داجتهاد او دلایلو دحجیت دپیژندلو استعدادوو،نو دوئ دمحض تقلید څخه نهی وکړه، هرچې هغه عامی یا هغه عوام دي، چې نه د دلایلو دحجتیت اهلیت نلري او نه ورسره علم راسخ شته، نو دوئ ته دائمه ووکلام ندی متوجه او پردوئ فرض ده، چې دکوم منل شوي امام او عالم څخه تقلید وکړي ،همداسې مو مخکې وویل چې دتقلید مانعین چې دتقلید په حرمت کې کوم آیتونه راوړي ،ددې څخه هغه تقلید مراد دی چې غیر شرعي تقلید وي نه شرعي تقلید .
علامه ابن العربی په خپل تفسیر( احکام القرآن لابن العربی ج۳ص۳۸۳)کې لیکي : الْمَسْأَلَةُ الثَّالِثَةُ : تَعَلَّقَ قَوْمٌ بِهَذِهِ الْآيَةِ فِي ذَمِّ التَّقْلِيدِ ، وَقَدْ ذَكَرَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ ذَمَّ الْكُفَّارِ بِاتِّبَاعِهِمْ لِآبَائِهِمْ بِالْبَاطِلِ ، وَاقْتِدَائِهِمْ بِهِمْ فِي الْكُفْرِ وَالْمَعْصِيَةِ فِي مَوَاضِعَ مِنْ الْقُرْآنِ .
وَأَكَّدَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَلِكَ ؛ وَإِنَّمَا يَكُونُ كَمَا فَسَّرْنَاهُ فِي الْبَاطِلِ .
فَأَمَّا التَّقْلِيدُ فِي الْحَقِّ فَأَصْلٌ مِنْ أُصُولِ الدِّينِ ، وَعِصْمَةٌ مِنْ عِصَمِ الْمُسْلِمِينَ يَلْجَأُ إلَيْهَا الْجَاهِلُ الْمُقَصِّرُ عَنْ دَرْكِ النَّظَرِ .ژ: یعنې دې آیت کې دکفارو مذمت پدې شوی ،چې په کفر او معصیت کې دخپلو پلرونو پیروي کوي ،خوالبته په حق کې تقلید ددین له اصولو څخه یو اصل دی .
امام قرطبي رح پخپل تفسیر(الجامع الاحکام للقرطبي) کې دتقلید په باب دلاندیني آیت په تفسیر کې خپل تحقیق داسې لیکلی :
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لا يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلا يَهْتَدُونَ}.چې ځینوخلکودتقلید مذمت ته ددې فوق الذکر آیت سره تعلق ورکړی،پدې معنی چې څنکه چې الله تعالی دکفارو مذمت لدې امله وکړ،چې دوئ په باطل کې دپلرونو اتباع کوي ،او ددوئ پیروي په کفر او معصیت کې کوي ،نو لدې امله یې تقلید مذموم دی، خو دا په باطل کې صحیح دی او هرچې په حق کې تقلید دی، نو داددین له اصولو نه یو اصل دی او دا مسلمانانودعصمتونو نه یو عصمت دی، چې د درک له نظرنه مقصر جاهل او ناپوهه ورته پناه راوړي ،لکه پدې عبارت کې چې فرمایی )) أما التقليد في الحق فأصل من أصول الدين ، وعصمة من عصم المسلمين يلجأ إليها الجاهل المقصر عن درك النظر))…………..
کله چې کوم عالم یا عام شخص دقرآن او سنت نه کوم دلیل نشي اقامه کولای، نو پرده لازم ده ،چې دده څخه دلوړې مرتبې عالم څخه تقلید وکړي ،په(إعلام الموقعين 4 / 236 ، 192 .) ابن قیم جوزی رح وایې ژباړه :چې دضرورت پر وخت تقلید جایز دی ،نوابن قیم جوزی رح چې یو ځای کې دتقلید حرمت باندې قول کوي، دادی ګوروچې بل ځای کې دا نوموړی عالم هم دضرورت پر وخت دتقلید جواز قایل دی ،نو دې کې کومه قبحه نشته ،تردې چې امام احمد بن حنبل رح به هم کله نا کله دامام شافعی رح په قول فتوی ورکوله او پخپله به یې هم پدې اعتراف کاوه .په (مطالب أولي النهى 6 / 448 ).کې داسې لیکي چې : إِذَا سُئِلْتُ عَنْ مَسْأَلَةٍ لَمْ أَعْرِفْ فِيهَا خَبَرًا أَفْتَيْتُ فِيهَا بِقَوْلِ الشَّافِعِيِّ ، لأَنَّهُ إِمَامٌ عَالِمٌ مِنْ قُرَيْشٍ (1) ، وَقَدْ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا تَسُبُّوا قُرَيْشًا ، فَإِنَّ عَالِمَهَا يَمْلأُ طِبَاقَ الأَرْضِ عِلْمًا “. ددې فوق الذکر تحقیق څخه بریښي چې دنفس تقلید څخه هیڅوک انکار نه کوي ،جمهور اصوليین علماء خو یې پروجوب قول کوي او دا دویمه ډله علماء چې تقلید یې نه مانه، هم دضرورت پر وخت پدې دلومړینو علماوو سره تقریبا ً متفق شول، چې تقلید دې صورت کې جایز او آن دعامو وګړولپاره دوجوب په درجه کې دی ،ځکه نن سبا په خلکو کې داجتهاد شرایط نشته ،اونه څوک مجتهدکیدلای شي ،نوضروربه دکوم امام تقلید کوي !
د عقایدوځیني علماء د اربعه مذاهبو نه خروج ته بدعت هم وایې ،دفتنو پدې دورکې، په شرعي لحاظ دیوه مسلمان لپاره تقلید کې کومه ستونزه نه لیدل کیږي او علما ء یې دعوامومسلمانانو لپاره پر وجوب قول کوي ،لکه چې همدا خبره نامتو عالم ،محدث او فقیه علامه (محمد تقی عثماني رح) په خپله هغه رساله کې لیکلې، چې دتقلید دشرعي حیثیت په باب یې پکې تحقیق کړی ،نوموړی وایې ، لکه څرنګه چې (امام شاه ولی الله محدث دهلوي رح )فرمایي : چې په قرون اولی کې دکوم معین مجتهد په تقلید باندې خلک نه وو جمع شوي ،وروسته بیا په تقلید شخصي باندې اتفاق وشو،او بیا همدا واجب شو،چې ددې واضح نظیر ددریم خلیفه حضرت عثمان رض په دور خلافت کې دقرآن دجمع کولو واقعه ده، چې له اوو حرفونو څخه یې په یوه حرف (دقریشو حرف)باندې خلک راجمع کړل او په همدې تلاوت لازمي کړل شو .
حضرت امام شاه ولی الله محدث دهلوي رح فرمایي :ان هذه المذاهب الاربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الامة او من یعتد به منها علی جواز تقلیدها الی یومنا هذا ،وفی ذلک من المصالح ما لایخفی ،لا سیما فی هذه الایام التی قصرت فیها الهمم جدا او شربت النفوس الهوی واعجب کل ذی رأی برأیه… /حجة الله البالغه ج۱ص۱۵۴)ژ:له شک پرته چې ددې څلورګونو مدون شویو او لیکل شويو مذاهبو د تقلیدپه جواز باندې د امت اجماع ده ،او پدې کې چې کوم مصلحتونه دي ،هغه دچانه پټ ندي ،او مخصوصا پداسې زمانه کې همتونه لویدلي ،خواهش پرستي دخلکو په خټه کې اخښل شوي او هر درأیې خاوند په خپله رأیه کبر کوي او مغرور دی .
(حکیم الامت مولینا اشرف علی تهانوي رح ) فرمایي : چې مسایل په درې ډوله دي : لومړی هغه چې په هغې کې نصوص متعارض وي ،دویم هغه چې په هغې کې نصوص متعارض ندي، مګردګڼو وجوهاتو او معانیو محتمل وي،که څه هم داختلاف نظر په وجه یې ځیني معناګانې لیرې او ځینې نږدي معلومیږي ،او دریم هغه چې په هغې کې تعارض هم نه وي او یوازې دیوې معنی محتمل وي ؛لومړي قسم کې دتعارض دختمولو لپاره مجتهد ته داجتهاد او غیر مجتهد ته دتقلید ضرورت دی ،دویم قسم ته چې ظنی الدلالت ویل کیږي، دې کې داحدالاحتمالات دتعین لپاره داجتهاد او تقلید ضرورت دی ،اودریم قسم ته چې قطی الدلالت ویل کیږي ،دې کې نه مونږ اجتهاد جایز بولو او نه دهغې تقلید! (الاقتصاد فی التقلید والاجتهادص۳۴طبع دهلی به جواب شبه سیزدهم).
داسلامي امت دمحدثینو،فقهاوواو مفسرینو له اقوالواو دلایلو څخه په ډاګه شوه ،چې ددین په فروعي مسایلو کې داربعه ائمه وو رح څخه دکوم امام او عالم تقلید دعامي یا امي شخص لپاره واجب دی اوله اربعه مذاهبو نه خروج حقیقت کې دسواد اعظم نه خروج دی ،نني مسلمان ته چې داهل بدعو اواهل اهواوو له هرې دروازې نه دفتنو لورې ته بلل کیږي، مقلد کیدل یا تقلید کول دنجات لاره او دمذهب له دایرې نه وتل دفتنو په ګردونوکې ځان ګردجن کول دي او بس ! (والله تعالی اعلم )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)









ثبت دیدگاه