عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ حَجَّ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ (تحفة الاحوذي )
ژباړه : حضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمایې : چې دخدای رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې حج وکړي او(دحج په مهال ) له جماع څخه ځان وساتي او فسق هم ونه کړي نومخکې کړي ګناهونه به ټول ورته معاف شي،
تشریح : یعني هغه څوک چې دحج فریضه اداء کوي نودحج ټول اعمال به په ښه طریقه سره سرته رسوي ،اوکله چې دحج احرام وتړي نوله جماع څخه به ځان ساتي ، همداراز به دفسق اوفساد له هرډول عمل څخه ډډه کوي ،نه به له چاسره جګړه کوي نه به چاته بد رد وايې، اونه به په دغه مهال په عبثو کارونو کي مشغوليږي ، حج یوه مبارکه الهی فریضه ده چې بي شمیره اجرونه په کې ترلاسه کيږي اودانسان وړانديني ټول ګناهونه په کې بخښل کيږي .













![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه