انسان په هرحالت کې کوشش کوي ترڅو خلکو ته ځان په ښه صورت اونیک سیرت کې وروښيې ، ښه ځان پیژندنه اونیک اخلاق هغه مهال سړي ته حاصلیدی شي کله چې دښو خویونو اولباسونو له مذهب اوکلتور سره اشناشي ، داسلام مبین دین یوحاکمانه اومصلحانه مذهب ده چې دانسان ددې طبعي غوښتني دپوره کولو لپاره یې داسي قوانین او اسباب غوره کړي دي چې واقعا هم ددې قوانینو په ترویج اوعملي کولو کې خوبصورتي اوخوش اخلاقي لاس ته راوړلی شي
درسول کریم – صلی الله علیه وسلم – ژوند سر ترپایه په تعلیم اوتربیت کې ددې لپاره تېرشو چې خپل امت ته داښوونه وکړي چې انفرادي او اجتماعي زندګي په کومو اخلاقو اوکومو ادابو روښانه کړي
قرآن کریم انسان ته دسپيڅلي ټولني جوړولو لپاره لارښووني کړي دي ، ترڅو یوانسان دبل انسان په ازادي کې خنډ نه شي ، اوهغه دتاوان رسولو سبب نه شي ، الله تعالی جل جلاله فرمایې : وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا (86) سورة النساء
ژباړه : کله چې تاسو ته تحفه یعنی سلام وکړل شي نو تاسو ورته دهغه په ښو الفاظو تحفه یعني سلام ورځوابوئ اویاهم هغه الفاظ ورته په ځواب کې وایاست بېشکه الله تعالی په هرشيئ حساب کونکی دی
داسلام ددین ترراتلو مخکې دعربو داعادت ؤ چې کله به سره مخامخ کیدل نو دا الفاظ به یې ویل : حیاک الله ، خوکله چې داسلام مبارک دین دنیا ته راغی نو ددوی داکلمات یې په السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وربدلي کړي چې پښتو ترجمه یې داده ، ته دي له هرډول غم اوتکلیف څخه روغ اوسلامت یې ، چې همدا وینا دانسانانوترمنځ دانسانانو ترمنځ دمحبت اوښې ټولني جوړولو یوسبب دی
په دنیاکې دهرپرمختللي قوم دارواج وي چې کله له یوبل سره مخامخ کیږي نو یوبل ته دمحبت اومیني دښکاره کولو لپاره یوه جمله یا الفاظ استعمالوي نو بناء اسلامي امت ته الله تعالی داسي کلمات ښوودلي دي چې هغه له ټولو مروجو الفاظو څخه دښه والي وجوهات لري
لمړی : په السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، ویلو کې یواځي دمحبت اظهارنه بلکه ترڅنګ یې دمحبت دحق اداء کولو کارهم کیږي چې هغه دسلامتي دعاء ده ،
دوهم : لکه څرنګه چې دسلامتي دعاده همدارنګه یوعبادت هم ده ، ځکه چې په دې سره ددي څرګندونه کیږي چې زه اوته الله تعالی ته محتاج یو اودهغه له ارادې پرته یوبل ته ګټه اوتاوان نه شو رسولی
درېیم : همداراز دا دعا یوه مسلمان ورور ته دالله جل جلاله دوریادولو ذریعه هم ده
څلورم : همداراز دا دعا دعربو دپخوانۍ دعا غوندي یواځي دژوند دعا نه ده بلکه دښه ژوند دعاده
لنډه داچې اسلام یوجامع اودیوه داسي ځانګړتیاؤ لرونکي اسباب په کار اچولي دي چې هره خبره یې له ځانګړو فایدو او ګټو څخه خالي نه وي
که وګورو اودرسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال ترنظرلاندي کړو نوښه راته معلومیږي ،
۱=رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : د ډوډۍ نه وړاندي او وروسته لاسونه پریمنځئ ځکه چې په دې سره الله تعالی په خوراک کې برکت اچوي ، ترمذي
۲ = رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې چې : په چپ لاس سره هیڅکله خوراک اوڅښاک مه کوئ ، مسلم
۳= رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چې یوڅوک له کوم لوښي څخه خوراک وکړي اوهغه لوښی پاک کړي دالوښی دده لپاره دمغفرت دعاء کوي ، ترمذي
۴= رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : تاسو په ګډه ډوډۍ خورئ اودالله په نامه سره یې خورئ ځکه په همدې سره برکت حاصلیږي ، ابوداود
۵= رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : داوښ غوندي په یوه ساه څښل مه کوه بلکه په دوه یادرې واره یې څښل کوه ، اوکله چې څښاک کوئ نو بسم الله وایاست اوکله چې خوله له لوښي څخه لیري کړئ نو الحمدلله وایاست ، ترمذي
۶= همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چې درته دڅښلو یوشیئ راشي نو ځان ترټولو وروستی کړه ، (مسلم )
۷= همداراز دهرڅه په باب رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته خپل هدایات ښوودلي لکه دجامو په باره کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : تاسو سپیني جامي اغوندئ څکه چې ښې صفا اوپاکي وي ، اوپه سپینو جاموکې خپلو مړو ته کفن ورکوئ ( ترمذي )
۸= حضرت رکانه رضی الله عنه فرمایې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زموږ اودمشرکینو بیلونکي نښه لنګوټه ده چې په خولیو باندي تړل شوي وي ( ترمذي )
۹= له حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دی چې فرمایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به پګړۍ تړله نو شمله به یې داوږو ترمنځ پریښودله ( ابوداود)
۱۰= همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : خوراک اوڅښاک کوئ صدقه کوئ اوصدقه کوئ مګر ترداسي حاله چې بې ځایه خرچه اودنفس لویي ورسره ګډه نه شي (مسنداحمد)
۱۱= همداراز دپوښتنې اوروغبړ په اړه چې هغه هم دمیني اومحبت یولامل دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چې دوه مسلمانان سره یوځای کیږي او له یوبل سره دلاس په ذریعه روغبړکوي نو ددوی ترجلاکیدو مخکې الله تعالی دواړو ته بخښنه کوي
لنډه داچې اسلام یونړیوال جامعیت لرونکی مذهب دی چې دژوندانه یواړخ هم داسي نشته چې داسلامي اصولو له اغیزي دي بې برخي وي اودټولو اصلاحاتو لپاره یې ځانګړي قوانین ترتیب کړي دي ،
والسلام
م عبدالصمد سیال


![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)









ثبت دیدگاه