حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دتروايحو مسائل ۱
    03/24/1394 ساعت: 12:15
    بازدید 308
    ♥5

    مسئله  : دتراویحواداكول سنت مؤكدة عين  دي او په جماعت يې  سنت مؤكده  كفايې دي  ؛ لمافي  الشامي  ۲\۵۹۸   الجماعة فيها اى التراويح  سنة  على الكفاية كذا في التبیېن  وهوالصحيح    الخ  وفيه ،  اراد ان اصل  التراويح  سنة  عين  الخ  .   كذا في الهنديه ۱\۱۱۶ مسئله :  په تراويحو كي  دقرآن كريم  ختم کول سنت […]

    پ
    پ

    مسئله  : دتراویحواداكول سنت مؤكدة عين  دي او په جماعت يې  سنت مؤكده  كفايې دي  ؛

    لمافي  الشامي  ۲\۵۹۸   الجماعة فيها اى التراويح  سنة  على الكفاية كذا في التبیېن  وهوالصحيح    الخ  وفيه ،  اراد ان اصل  التراويح  سنة  عين  الخ  .   كذا في الهنديه ۱\۱۱۶

    مسئله :  په تراويحو كي  دقرآن كريم  ختم کول سنت دي  دخلكو دسستي [یعني عدم رغبة ]له امله دي نه پريږ دي  ؛

    لمافي الهنديه  ۱\ ۱۱۷ السنة في التراويح  انما هوالختم  مرة  فلايترك لكسل القوم  الخ  ومثله  في البنايه  ۱\ ۱۳۱

    لهذا دمسجدامام په خپله حافظ نه وي اوبل صحیح حافظ موجود وي اوخلګ یې هم په شوق سره دختم تراویح کوي باید امام دختم دتراویحو مانع جوړنشي . کذافي الفتاوی العثماني . ۱\۴۶۹

    مسئله :  په  تراويحو كي  يوځل   دقرآن كريم  ختم كول  سنت ده  اودوه ځله ختم كول فضيلة  ده او دري  ځله  ختم كول  افضلیة ده .

     لما في الهنديه ۱\ ۱۱۷  السنة في التراويح  انما هوالختم مرة  والختم  مرتين فضيلة   وثلاث  مرات  افضل  الخ  ومثله  صلوة المسعودي ۳\۱۸۸

    مسئله :  كه  په كوم ځاى كښي  په خلكو دقرآن كريم  ختم  بوج اوتکلیف  كيده ،یاکوم عذر و نوبيا بهتر داده چې دألم تركيف  تراويح  وكړي  ځكه چې تكثير  دجماعت  تر تطويل  دقرئت  افضل ده  .

    لمافي  الشامي  ۲\ ۶۰۱ الافضل  في زماننا  قدر مالايثقل  عليهم  في المجتبى  عن الامام  لوقرء ثلاثا قصارا  اوآية طويلة  في الفرض  فقد احسن  ولم يسئ  فماظنك  بالتراويح  الخ  وفيه  تحته   لان تكثير الجمع  افضل  من تطويل القرءة  الى قوله  فالظاهر اختيار الاخف  على القوم   الخ

    همداراز  په هر هغه ځاى كښي  ، كه حافظ تروايح په اجرت وركولي  نو هلته هم داغوره ده چې دمسجد امام  دی د الم تركيف تراويح  وركړي  . كما هو المذكور في كتب الفقه  الجديده ومثله في الفتاوی العثماني ۱\۴۶۰ ط معارف

    مسئله :  كه دكلي په مسجد كښي  دألم تركيف  تراويح  وي  اوترڅنګ  په نږدي بل مسجد كي  دختم  تروايح  وي  ددي  مسجد څخه  هغه بل  مسجد ته  تلل جائز دي  .

    لما في الهنديه ۱\۱۱۷ اذا لم يختم في مسجدحيه  له ان يترك مسجد حيه  الخ

    ثبت دیدگاه

    • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
    • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.