(دخاونداطاعت په هرحال کي بايدوکړل سی)(حديث نمبر٤ ٢
عَنْ عَائِشَةَ رضی الله عنهااَنَّ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ وَلَوْاَنَّ رَجُلاًاَمَرَاِمْرَءَةً اَنَّ تُنَقُّلَ مِنْ جَبَلٍ اَحْمَرَاِلٰی جَبَلٍ اَسْوَدَ وَمِنْ جَبَلٍ اَسْوَدَاِلٰی جَبَلٍ اَحْمَرَلَکَانَ نَوْلُهَا اَنْ تَفْعَلَ۔
(ابن ماجه صفحه ٤ ٣ ١۔ مشکوة صفحه ٧ ٨ ٢ترغيب صفحه ٦ ٥جلد٣ )
له حضرت عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل که چيری سړی خپلې مېرمنې ته حکم وکړي چي هغه دسره غره (ډبرې) تورغره ته يوسي اودتورغره (ډبرې) سره غره ته يوسي نودهغې حق دئ چي داسي وکړي.
فائده : ۔ په دې حديث پاک کي نبی کريم صلی الله عليه وسلم مبالغةً اوتاکيداً داسي وفرمايل چي که چيری هغې ته دغره يادغره دډبروديوه ځاي څخه بل طرفته دوړلوحکم وکړي نوددې باوجودچي دايوبېکاره ،عبث اوډېرمشکل کاردی ۔ خوبياهم ددې دزوجيت داتقاضٰی ده چي هغه دې داکارشروع کړي اوانکاردې نه کوي که خاوندوي اوکه نه وي که مشکل وي ياآسانه ۔ که په دې کي فائده وي يانه وي،ملاعلی قاري(رح) وايي چي که چيري خاوندديومشکل اودمشقت څخه ډک کاريادعبث اوبې کاره کارحکم ورکړي بيادې هم انکارنه کوي.( مرقاة صفحه ١ ٧ ٤ )
مثلاًښځې کورجاروکړی وي بياهم خاونددصفاکولوورته ووايي ۔ يالوښي صفادې پرېمنځلي اوجامې يې صفاکړې وي خوبياهم خاونددې ته دصفاکولواوپرېمنځلوحکم وکړي، ښکاره خبره ده چي داخوعبث کاردی بيادې هم وکړی دپاره ددې چي دهغه ويناعملي شي اوهغه مطمئن شي اودهغه په زړۀ کي راشي چي زمادخبرې وزن ېې وساته اووې مانه . يادغسي که څه هم ډېردسخت کارکولو ووايي،مثلاًپه اونګ کي دکلک اومشکل دارو دميده کولواوبياد دچڼلوووايي ياپه کاغذانواوپاڼووغيره سره داوربلولواوپخولوياداوبوګرمولوووايي،يعنی په عام طوراوپه ماحول کي څه داسي کارچي مشکل اودمشقت والاوي دکولوورته ووايي نوانکاردې نه کوي اوترخپله وسه پوري دې وکړي (پ خاصه توګه بياچي خاوندناجوړه وي کمزوری اوضعيف وي ياسخت مزاجه وي نودثواب په نيت دې خدمت وکړې)مخ دې نه ځني اړوي اوتندی دې نه ګنجې کوي،لاپرواهي دې نه کوي ۔ خاص بياپه ناروغۍ اوبوډاتوب کي په مزاج کي صبراوزغم نه وي اودخدمت ضرورت ورته زيات وي ۔ داسي ښځه جنتي ده چي په هرحالت اوهروخت کي دخاوندخدمت وکړي اوهغه ته راحت ورسوي اودهغه زړۀ خوشحاله وساتي ۔ تردې چي هغه ددنياڅخه په خوشحالۍ سره داحسان اوخدمت په اعتراف کولوسره رخصت شي ۔ دډېرهلاکت خبره ده که چيري هغه په داسي حالت کي رخصتيږي چي دخدمت په شکايت کي وي .
لیکوال : م/ ابوالطیب











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه