حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دخاوندخدمت کول صدقه ده
    04/04/1394 ساعت: 11:27
    بازدید 438
    ♥3

    مفتي ابوالطیب دخاوندخدمت کول صدقه ده عَنْابنِ عُمَرَرضی الله عنه (مرفوعاً)خِدْمَتُکِ زَوْجَکِ صَدَقَةٌٌ۔ (کنزصفحه ٩ ٦ ١ جلد٦ ١ ) حضرت عمررضی الله عنه دنبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمان نقل کړی دی چي دميرمنې دپاره دخاوندخدمت صدقه ده ۔ (کنزصفحه ٨ ٠ ٤جلد٦ ١ بحواله فردوس ديلمی) . فائده:څومره فضيلت دی چي څنګه […]

    پ
    پ

    مفتي ابوالطیب

    دخاوندخدمت کول صدقه ده

    عَنْابنِ عُمَرَرضی الله عنه (مرفوعاً)خِدْمَتُکِ زَوْجَکِ صَدَقَةٌٌ۔

    (کنزصفحه ٩ ٦ ١ جلد٦ ١ )

    حضرت عمررضی الله عنه دنبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمان نقل کړی دی چي دميرمنې دپاره دخاوندخدمت صدقه ده ۔ (کنزصفحه ٨ ٠ ٤جلد٦ ١ بحواله فردوس ديلمی) .

    فائده:څومره فضيلت دی چي څنګه دمالدارانودپاره دالله په لاره کي دخرڅ کولوثواب ملاويږي همدارنګه ښځوته دخاوندانوپه خدمت کي ثواب ملاويږي ۔

    دامعلومېدل په کاردی چي دخدمت معنی پراخه ده ۔ مثلاً ناشته اوخورک دهغه دوخت اومزاج درعايت کولوسره جوړول ۔اودهغه ذاتي سامان په حفاظت اوطريقه سره ايښودل ۔ په غسل اواودس کي مددکول ۔ که يخ وی اوپه ګرمواوبوسره داودس اوغسل عادت اوضرورت وي نودهغه دويناڅخه بغيرانتظام کول اوپه خپل وخت کي تيارساتل ۔اودضرورت پروخت جامې مينځل اوکه پرې شوې وي نوهغه ګنډل ۔اودضرورت په وخت کي سراوپښی ورکښېکښل ۔ که ناروغ وي نودهغه دارو اودپرهېزدخوراک اهتمام کول دسحاراوماپښين دلمونځودپاره راويښول۔دبيده کيدومخکي دبالښت اوبسترې انتظام کول اودخاوند ددوستانواوميلمنورعايت کول ۔ دهغه دمنشاءاومرضۍ موافق چائی اوناشته دزړۀ په خوښي سره ورکول ۔ که دشپې لږناوخته وي نوانتظارورته کول ۔دموسم موافق يخ اوګرم خورک ورته برابرول۔ غرض داچی هغه کارچي په هغه کي دخاوندراحت اوسکون ملاويږي دهغه اهتمام اوخيال ساتل خدمت دی اودصدقې دکولورنګه ثواب لري ۔ لهذاچي کومه ښځه دمالی صدقې ثواب نه شي ترلاسه کولای نوهغه دخاوندپه خدمت سره دصدقې ثواب ترلاسه کولای شي.

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.