دزکوة دفضيلتونو په اړه دلته دڅوصحيحو حدیثو ژباړه وړاندي کوو . هيله ده چې مفيدبه واقع شې .
الحديث الأول
عن ابن مسعود: أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال: (حصنوا أموالكم بالزكاة وداوود مرضاكم بالصدقة وأعدوا للبلاء الدعاء) ورواه أبو داود في مراسيله لكنه قال (واستعينوا على حمل البلاء بالدعاء والتضرع). أخرجه الطبراني وأبو نعيم في الحلية والخطيب .
ژباړه : له ابن مسعود رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دخپلو مالونوساتنه دزکوة په ورکړه سره وکړئ ، دمريضانو علاج په صدقو اوخيراتونوسره وکړئ ، اودآفاتومخه په دعاو ونیسئ .
تشريح : یعني که غواړئ چي مالونه مو پاک اوله برکت څخه ډک وي نوزکاتونه ورکوئ ځکه په زکوة سره دمال اودولت تزکيه راځې ،
اودبيماریو مخه په خيراتونوسره نیسئ ، ځکه په صدقاتوسره بلاوي رديږي ، اودآفتونومخه په دعاو سره ، ځکه دعاوي تقدیرونه بدلولی شې .
الحديث الثاني
عن أبي هريرة رضي الله تعالى عنه أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال: (إذا أديت زكاة مالك فقد قضيت ما عليك). أخرجه الترمذي، وابن ماجة ،والحاكم
ژباړه :ابوهریرة رضی الله تعالی عنه فرمايې : چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمايل :چې کله مودخپل مال زکوة اداکړ .نودخپل مال هغه حق دي اداکړ چي ستاسوپه ذمه و .
تشريح : یعني ستاپه مال کې چې دالله تعالی څومره حق ؤ اوپه تاسویې سرته رسول لازم کړي ؤ . هغه دزکوة په ورکړه سره اداکيږي .
الحديث الثالث
عن جابر رضي الله تعالى عنه أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال: (إذا أديت زكاة مالك فقد أذهبت عنك شره). أخرجه ابن خزيمة والحاكم
ژباړه : له جابررضی الله تعالی عنه ځخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې کله مو دمال زکوة اداکړ نو دمال له شره خلاص شوي .
تشريح : څرنګه چې زکوة سره دمال خېری ځې ،نوله دي سره مال اودولت صفاکيږي اوهغه آفتونه چي دمال اودولت سره تړلي اوملګري وي هغه هم له مينځه ځې ،
الحديث الرابع
أخرج ابن عدي عن ابن عمر رضي الله تعالى عنه: أن النبي صلى الله تعالى عليه وآله وسلم قال: (إن الصدقة لا تزيد المال إلا كثرة).
ژباړه : له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل : چې زکوة مال ته دکثرة اوثروة نه پرته بل څه نه وراضافه کوي .
تشريح : یعني په زکوة سره که څه هم په ظاهر ه ديوڅوپیسو کمی دی لکن په حقيقت کې دا دمال تصفيه ده اوله تصفيه سره مال وده کوي ، ځکه کله چې دمال خیری ولاړشې اوتصفيه يې وشي نو دمال پړسوب ختميږي اوثروت یې اضافه کيږي










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه