دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه
دصدقة الفطر دمشروعیت حکمتونه خوډیر دي البته موږ دلته څوحکمتونه ځيني را اخلو اوهغه په دي ډول دی :
۱- دسرسایې په ورکړه د بخل اوبدواخلاقو څخه دبدن پاکوالي دی .
۲- په صدقة الفطر له هغه ناوړو اقوالو افعالو اواعمالو څخه دروژي پاکوالی دی چې له یوه تن څخه د روژي په مبارکه میاشت کي صادرشوي وي .
۳- صدقة الفطر دروژي داجرونو دترلاسه کولو تکمیل دی .
۴- په دغه ورڅ کې دنیسمتنو اوفقیرانو سره غمشریکي او په هغوئ باندي په دغه مبارکه ورځ کي حوصله اوترحم ده اوله سوال کولو څخه دهغوئ مستغني کول دی .
۵- صدقة الفطر په روژه کې دهغه بي شمیره نیکواعمالو دتوفیق په اړه دلوی خدای ج د عظمیم نعمت دیومالي شکر اظهار دی
۶- صدقة الفطر له بدني عبادة څخه وروسته دمالي عبادة یوه بله بيلګه ده .
۷- صدقة الفطر دانسان دبقا اوژوند دنعمت شکرانه ده ، له همدي امله ورته سرسایه ويله کيږي .
۸ – صدقة الفطر له افاتو اوبلياتوڅخه دحفاظت يوه بهترينه نسخه اوتدبيردی .
فعن ابن عباس مرفوعاً: فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو واللعب، وطُعمة للمساكين “وقدمرالحديث رواه أبو داود والحاكم وغيرهما“ وفي رواية عن ابن عمررضی الله تعالی عنه : “أغنوهم عن طَوَاف هذا اليوم رواه البيهقي وغيره










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه