مسئله : څرنګه چي دصفري دمیاشتي له لمړي ورځي څخه تردیارلسم تاریخ پور ي داسلام نه وړاندي کفارو سخت منحوس ګڼل ، اوداخالص دکافرانو عقیده وه ، اوپه اسلام کي ددي عقیدي په کلکه تردیدشوی نو ځکه په دغه شپو کي کرکه کول یادغه ورځي بدي ګڼل نه دی جایز . فتاوی الرحیمیه ۱\۱۱۷- ۱۱۸
مسئله : ډیر خلک دصفري په میاشت کي کوژدن ، واده ، یاسفر نه کوي ، نودایوه سخته ګناه ده اویوه غلطه عقیده ده . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۸ واحسن الفتاوی ۱۴۷-۴۸
مسئله : په ځینو سیموکي آخري چهارشنبه دمذهبي مراسمو په ډول لمانځله کیږي اودافکرکول کیږی چي په دغه ورځ پیغمبرصلی الله علیه وسلم له بیماري څخه صحت موندلی وو . داعقیده هم ځکه غلطه ده چي د پیغمبرصلی الله علیه وسلم په دغه شپه بیماري زیاته شوي ، کیدی شي چي په دغه ورځو کي یهودو خوشحالي کړي وي ، فتاوی الرحیمیة ۱\۱۱۹ ملخصا ومثله في الفتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ومثله في احسن الفتاوی ۱\۳۶۰
مسئله : په دغه ورځو کي دمدرسو رخصتي کول یا په کورونو کي مذهبی مراسم جوړول شرعي اصل نه لري نو ځکه یې سرته رسول ناجایز دي . فتاوی الرحیمیة ۱\۱۲۰
مسئله : په ځینواسیمو کي چي کله دصفري میاشت ووزي نوماشومان دکورنو اواودروازو په ټکولو سره شورونه کوي ، ناري وهي صفره ووته ، دغه هسي ماشومانو ته دکرکي عقیده ورکول دي ، چي بایدماشومان داسي عمل ته پری نه ښودل شي ، بلکه په کلکه ځیني منعه کړل شي . وړانديني
مسئله : ځیني خلګ دصفري په آخیري چهارشنبه غسل کوي شریني ویشي او وایې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي ورځ دصحت غسل کړی ده ، اوکه شریني ونه ویشي نو تاوان ورته رسیږي ، نو داټولي عقیدي بي بنیادي دي ،داطریقه غلطه ده اوځان ورڅخه ساتل ضروري دی ، نه په دي ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غسل ثابت ده ، اونه هم له صحابه وو یا نوروسلفو علماو څخه دشریني ویشل . فتاوی محمودیه ۱۵\۴۱۲ ملخصا.
من فتاوی الصیام لابي یاسر عفی عنه

![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)









ثبت دیدگاه