حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 8:24
    بازدید 95
    ♥3

    لیکوال: م/ ابوزبیر قرباني په عرف کي ديو حيوان ذبح لدي کبله کول چې تقرب اونزديکت دالله عز وجل ، انسان ته حاصل شي ، قرباني له هغه وخته راشروع شوي کوم وخت چې ادم عليه السلام دينا ته تشريف راوړی اودينا أبادشوي ،تر ټولولومړي قرباني په دنياکي دحضرت أدم علي نبينا وعليه السلام دوو […]

    پ
    پ

    لیکوال: م/ ابوزبیر

    قرباني په عرف کي ديو حيوان ذبح لدي کبله کول چې تقرب اونزديکت دالله عز وجل ، انسان ته حاصل شي ، قرباني له هغه وخته راشروع شوي کوم وخت چې ادم عليه السلام دينا ته تشريف راوړی اودينا أبادشوي ،تر ټولولومړي قرباني په دنياکي دحضرت أدم علي نبينا وعليه السلام دوو زامنو چې يو هابيل ، او بل قابيل ؤ،کړي ، الله عز وجل ، فرمايي( اذقربـاقـربـانا) يعني کله چې دوي دواړو يوه يوه قرباني پيش کړه

    علامه ابن کثير رحمه الله دابن عباس رضي)رواية ددي أيت کريمه په تفسير کي نقل وي ، وايي ، هابيل یو پسه ،رواړو دقرباني لپاره پیش کړ ، اور قابيل ، دخپلي زمکي څه حاصلات راوا خستل اود قرباني لپاره يي پيش کړو حسب معمول له اسمان څخه اور نازل شو دهابيل قرباني يي وسوه ، اود قابيل قرباني پاته شوه ،دمخکېني انبياء عليهم السلام په زمانه کي دقرباني دقبليدو يا نه قبليدو علامه دا وه چې له اسمان به اور نازليدل چې کوم قرباني به اور وسوه ، هغه به قبوله وه او کوم قرباني چې به اور و نه سوه هغه به قبوله نه وه ، قال الله تبارک وتعالی ، ،(بقربان تأکله النار ) سورة أل عمران ، يعني هغه قرباني چې اوريي وسوځوی )

    په أل عمران کي داقصه مفصل ذکر شوي، په هغه زمانه کي چې به کوم مال مجاهدينو له کفارو په غنيمت ونيول هغه ته به هم له اسمان څخه اور نارليدو او هغه بيي سوه زول اودغه به دجهاد دقبليدونشان او علامه وه، مجاهدينو تيه خوراک جائز نؤو،

    خو په امت محمدي علي صاحبها الف الف تصلية ، باندي د الله عز وجل يو خصوصي انعام ده چې دقرباني غوشي او دغنيمت مال بلکي ټول صدقات واجبه او نفلي ورته حلال ګرزول شوی ، حديث شريف کي دالله پيغمبر صلي الله عليه وسلم دهغه خصوصي فضائلو او انعاماتو له جملی څخه چې الله رب العزت دته اعطاء کړي ،دغه أنعام ذکر کړي ، فرمايي (احلت لي الغنائم ) يعني ماته غنيمتونه حلال ګرزيدلي ،

    دحيوان قرباني دحضرت أدم عليه السلام په زمانه کي عبا دت اود تقرب الهي علامه وه، دقرباني يوه خاص طريقه ،وه هغه داچې له اسمان به اور نازليدل او هغه بيې سوځول دا سوځول دقرباني دقبليدو نشان ؤ او ترزماني درسول الله دټولوسابقو أنبياء عليهم السلام په دور کي جاري ؤ ،

    قرباني يوأهم عبادت او له شعا ئر و داسلام څخه ده ، دجاهليت په زمانه هم د يو عظیم عبا دت په حيث خلقو ګڼله اودمذهبي رسم په طور يې لمانځله خو دبتانو اويا دمسيح په نامه ،کله چې سوره کوثر نازل سو،الله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته حکم وکول لکه ځنګه چې لمونځ کول له الله تعالی پرته بل چا ته روانده همدغه ډول قرباني کول له الله تعالی ما سوي دبل چاپه نامه روانده رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) له هجرة بعد په مدينه منوره کي پوره لس (۱۰) کال زندګي کړي په لسو سره کلونو کي ئي په پا بندي سره قرباني کړي ، (مأخذازرسائل مونالا رفعت قاسمي ) ج(۳ ) ص(۱۳ )    اردو،

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.