اروا پوهان په دې کې تقریباً ټول سره ورته نظر لري، چې پلرونه او میندې باید دخپلو اولادونو په روزنه اوتربیت کې دهر،هرماشوم فطري صلاحیتونو ته ښه دقیقه پاملرنه اوتوجه وساتي،ځکه هغوی چې داولادونو دپالنې په لړکې کوم مسئولیتونه لري، دهغو نه یو دا هم دی چې دخپلو اولادونو فطري صلاحیتونه او وړتیا وڅاري، یعنې باید معلومه کړي چې د ماشوم طبعي میلان په کومه خوا زیات دی ؟ په څه کې یې ذهن ښه اوتیز کار کوي؟ پخپل ژوند کې هغه دڅه ډول هیلو او ارزوګانو دسرته رسولو سره علاقه لري؟ که مشروع امیدونه ولري، موراوپلار دي ورته هغسي اسانتیاوي په پام کې ونیسي.
له شک پرته که څه هم ماشومان دیوه پلار او یوې مورنه پیدا وي، خو دذهانت، مزاج اوقوت له پلوه شاید سره توپیر ولري، هوښیار پلار اوهوښیاره مور کولی شي چې د خپل ماشوم ذهني تګ لوری معلوم کړي اوهم بیا هغه ته هغسي ماحول چې په طبعیت دروند نه وي په پام کې ونیسي.
که ماشوم ذهین او فطین و او د درس ویلو سره علاقه ولري، مور اوپلار یې باید دخپل توان او و س په اندازه ورته ددرس او زده کړو بشپړولو اسانتیاوي برابرې کړي څو هغه وکړای شي، خپل نهایې مراد او مطلوب ته ورسي
که ماشوم دپوهې له پلوه منځنی درجه ذهن ولري خو طبعیت یې دعلم په ځای دکوم هنریادولو یاد کارو بار په لور میلان ولري، مور اوپلار ته یې پکاردي چې ورته دفرض عین علم دزده کړې وروسته داسې اسانتیاوي برابرې کړي چې د لارې یې هغه دخپلو مشروعو هیلو او ارزوګانو پوره کولو ته لار ومومي.
اوکه ماشوم ناپویه او ذهن یې کمزروی و، مور اوپلار ته یې پکاردي چې هغه په داسې کار او کسب یادولوته کینوي، چې هغه یې دزده کړې وس ولري.
داسلام څلورم راشد خلیفه حضرت علي(>) له رسول الله (2) نه دا روایت نقل کړی دی:
“اعملوا، فَکُل مُیَسرٌ لِماَ خُلِقَ لَهُ”.کوښښ کوه، ځکه هرچاته دهغه څه توفیق په ورکول کېږي دکوم لپاره چې هغه پیدا شوی.مور اوپلار لپاره ضروري ده چې دخپل ماشوم رواني حالت وپیژني، هغه وارزوي، ذهني وړتیا او استعداد یې ځانو ته معلوم کړي، دهر مشروع علم او فن دیادولو لورته چې هغه له ذهني پلوه میلان لري، ورته دهغه داسبابو او اسانتیا وو په برابرولو کې غفلت او سستې نه کوي.
مور اوپلار دماشوم دهغو خواهشاتو چې هغه یا پخپله ماشوم ته فایده رسوي او یا دټولنې او مسلمانانو په خیر او ښه رازي په وړاندې خنډونه جونکړي، ځکه دا کار د ماشوم ذهني حالت ته ټکان رسوي او پري منفي اغېز فریباسي او دابیا په پای کې د ځوی او والدینو ترمنځ دجګړې او شخړو درامنځته کېدو سبب کېږي.
دابه بیا په انجام کې داړیکو دپریکون ترمرحلې ورسي او د ښکاره بغاوت دپولو هم پسي ور اوړي، ددي سبب هغه پلار یا هغه مشر ګرځي چې محل اوموقع نه پیژنې او په نتایجو نظر نلري، رسول الله (2) فرمایلي:الله (‘) دې په هغه پلار رحمت نازل کړي چې هغه په نیک کار کې دخپل ځوی سره مرسته کوي.
له دې وجې دخپلو اولادونو په خاصه توګه چې دمعصومیت او کوچنیوالي له مرحلې نه وتلي، په روزنه کې یې دفطري صلاحیتونو لورته پام ګرځول ضروري دی، تجربو ښودلي چې دوهلو او ټکو لو پرځای دماشوم سره نرمه رویه اوچلند غوره دی هو! له حده زیات نوازش هم ښې پایلې نلري، خو له حده وتلې سختې بیخې بدې پایلې لري، ددې دواړو ترمنیځ اعتدال اومنځلاریتوب غوره دی.
که یوماشوم بې لارې شو، دهغه داصلاح لپاره د علماوو، اولیاوو، ارواپوهني د ماهرانو او دهغه دخپلو استادانو سره سلاوې اومشوره داصلاح لپاره ګټه لري او پکې خیر اوبرکت هم ډېر دی.
په ځینو کورنیو کې ماشوم ته په نوازش کې له غیر معمولي اهمیت کار اخستل کېږي چې دا هم دګټې په ځای تاوان لري دا کا رهم دماشوم لپاره کومه ګټه نلري اوهم دکورنۍ لپاره ، په کوچنیوالي کې ماشوم باید داسې حس کړي، چې هغه دخپل کور یوعادي غړی دی، څومره چې دنورو حقوق دي هغومره زما هم دي، داسمه ده چې دانسانانو خواهشات له یوبل سره توپیر لري او اړتیا وي جلا، جلا وي،خوهرڅوک باید خپل ځای او مقام وپیژني چې دا په راتلونکي کې دماشومانو په اخلاقو او کردار مثبت تاثیر لري.











![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه