لکه څرنګه چې دنارينه لپاره دروژي په مبارکه مياشت کې تراويح کول سنت موکده دي همداراز دميرمنو لپاره هم په روژه کې تراويح کول سنت مؤکده عيني دي ،
پيغمبرصلی الله علیه وسلم چې دتراويحوکوم فضائل ذکرکړي هغه ترنارينه پوري ځانکړي شوي نه دي ، بلکه پيغمبرصلی الله علیه وسلم دټول امت يادونه کړي ، اوفرمایلي يې دي :
څوك چې درمضان په شپو كي په ايمانداري اواخلاص سره قيام [ دشپي عبادة ، تراويح ] كوي نولوى خداى به يې له ګناهونو څخه داسي پاك كړي لكه له مور نه ږيږيدلى ماشوم .
او دابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل ځوک چې دروژي په میاشت کې دشپې عبادت [یعني تراويح ] کوي په پوره ایمانداري اواخلاص سره نوهغه ته به وړاندي ټول ګناهونه معاف شې الترغيب ۱\ ۲۵۸ .
اوپه یوه بل روایت کې راغلي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل بی شکه الله تعالی درمضان المبارک روژه په تاسوفرض کړي اومایې دشپې قیام یعني تراویح سنت ګرزولي دي تاسوته نوڅوک چې يې په ایمانداري اواخلاص سره اداکړي نوله ګناهونوڅخه به داسې پاک شې لکه له موره زیږیدلی ماشوم . الترغيب ۱\ ۲۵۸
اوابوسعيد الخدري رضی الله تعالی عنه وايې : چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل : كله چې دروژي مباركي اوله شپه شي نود اسمان دروازي خلاصي شي ،دروژي تراخيري شپي پوري يوه دروازه هم نه بنديږي . اوداسي مؤمن بنده به نه وي چې دى دروژي په شپه كي لمونځ كوي مګر لوى خداى هغه ته په هره سجده پنځلس سوه نيكي ليكي او په جنة كي دده لپاره يوه ماڼۍ جوړه وي . الترغیب ۱\ ۲۵۸ .
دميرمنودتراويحواړوندمسائل
که څه هم دميرمنوتراويح په کورکې په جماعت سره جائز دي خوافضل ..
مسئله : په كور كښي که یومحرم امام ميرمنو ته تراويح په جماعت سره ورکوي نو جائزي دي ، لكن بهتره داده چې بي دجماعت دي تراويح وكړي . [ كه يې لمونځ په صحيح مسنونه طريقه سره اداكولى شو ]
عن ابن مسعودرضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله قال صلوة المرأة في بيتها افضل من صلوتهافي حجرتهاوصلوتها فی مخدعها افضل من صلوتها في بيتها .اخرجه ابوداود .وابن خزيمة وغيرهما .الترغيب ۱\۱۳۵کنـزالعمال ۸\۲۵۹
ژباړه :دمیرمني لمونځ دکورپه خونه کې غوره ده تردي چې په کوټه[یاسرلوڅی خونه] کې یې کوي ،دکورپه یوه ګوښه کې یې لمونځ تردي غوره ده چې په کورکې یې کوي .
لما في الهنديه ۱\۸۵ فانكان الاما م لهن اولبعضهن محرما فانه يجوز ويكره ، كذا في النهايه الخ وفي المرقات ۲\ ۹۳ مکتبه المشکوة : لأن جماعة النساء وإمامهن منهن مكروهة الخ
اودکلي مسجدته دښځو تلل مکروه دي کمافی الفتاوی العثماني ۱\۴۷۱ وفی الهنديه ۱\۸۹ وکره لهن حضور الجماعة الاللعجوز في الفجر والمغرب والعشاء والفتوی اليوم علی الکراهة في کل صلوة لظهورالفساد ،کذافي الکافي ومثله فی الدرالمختار ۱\۵۶۵ ط سعيد وجديد ۲\۳۶۷
البته په بحراوشامي کي دکراهة قول دعدم وجود الرجال والمحرم په حق کي نقل شوي کمافي البحر۱\۶۱۶
ومثله في الشامي ۲\۳۶۸ جديد
که په ښځوکې حافظاني وي نوبياهم تراويح په جماعت سره کول ورته مکروه دی
مسئله : که ښځي دقرآن کريم حافظاني وي نودامام صاحب په نزد په کورکې دتراویحوجماعت ورته مکروه دی ، که څه هم دنوروامامانوپه مذهب ورته جائز دی ، لهذا بهتره داده چې تراويح په انفرادي حالت سره وکړي ،
اویوه وجه یې داهم ده چې دډیرو علماو په نزد دښځو صوت هم ستردی لکه په مالابدکې قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله ليکلي : درنوازل ګفته که اواز زن عورت است ابن همام کفته که برين تقدير اګرزن قرائت به جهر خواند نمازش فاسد شود . اوپه الدرالمختاروردالمحتار طبع جديد کي۲\۳۶۷ راغلي : ويکره جماعتهن تحريما فتح
وفي مجالس الابرار ۱\۳۱ : الاان المرأة لاترفع صوتها(بتکبيرات التشریق ) لان صوتها عورة ، بحواله فتاوی الرحيمية ۴\۳۹۸ – ۳۹۹ وفي المرقات ۲\ ۹۳ مکتبه المشکوة : لأن جماعة النساء وإمامهن منهن مكروهة الخ
لیکوال : مفتي ابویاسر










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه