حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 07/01/1394 ساعت: 7:10
    بازدید 504
    ♥2

    دنيکمرغه ښځې لپاره دګلانولس ګېډۍ لومری ګل : داله یاده مه باسه چي ستارب بښوونکی اوتوبه قبلوونکی دی۔ دويم ګل : پربېوزلوشفقت چي نېکمرغه شې،اړکس ته خیرات ورکوه،چي روغتیاومومې،له چاسره کینه اودښمني مه کوه چي په عافیت سره اوسې۔ درېيم ګل : ښه ګومان لره ځکه الله تعالی جل جلاله درسره مل دی،ملائکه ستالپاره دبښنې […]

    پ
    پ

    دنيکمرغه ښځې لپاره دګلانولس ګېډۍ

    لومری ګل :

    داله یاده مه باسه چي ستارب بښوونکی اوتوبه قبلوونکی دی۔

    دويم ګل :

    پربېوزلوشفقت چي نېکمرغه شې،اړکس ته خیرات ورکوه،چي روغتیاومومې،له چاسره کینه اودښمني مه کوه چي په عافیت سره اوسې۔

    درېيم ګل :

    ښه ګومان لره ځکه الله تعالی جل جلاله درسره مل دی،ملائکه ستالپاره دبښنې دعاګانې غواړي اوجنت دې دورتلولارې څارې۔

    څلورم ګل :

    پرالله تعالی جل جلاله ښه ګومان کوه،خپلې اوښکې پاکې کړه اودالله تعالی جل جلاله درکړي نعمتونه راپه زړۀ کړه نوله غمونواواندېښنوبه خلاصه شې۔

    پنځم ګل :

    داسي فکرمه کوه چي ګوندي چابه دادنیاشل کړې وي؛ځکه په نړۍکي داسي څوک نه دی تېرشوی چي ټول ارمانونه يې ترسره شوي وي،له کومې ستونزې اواندېښنې سره دې مخ شوی نه وي۔

    شپږم ګل :

    دخرمادونې په څېرلوړهمت ولره،لکه چي دخرماونه دنګه اوله هرې چټلۍ نه لوړه ده چي څوک يې په تيږه ولي نوهغه ورته خپلې مېوې رارژوي۔

    اووم ګل :

    ایاتاکله اورېدلي دي چي په خپه کېدوګوندي ورک شوی شی ترلاسه شوی،اویاپه غمجنېدوکومه تېروتنه سمه شوې وي؛نوبیاته ولي اندېښمنه اوغمجنه يې؟

    اتم ګل :

    دمصیبتونواوفتنوانتظارمه کوه،بلکه د امن،سلامتیا اوعافیت انتظاره کوه۔

    نهم ګل :

    دڅپلې سينې دغچ اورپه ووژنه!

    لسم ګل :

    اودس،غسل،خوشبواومسواک دهرې تنګسې اواندېښنې دواده۔

     

    (دعربي نړۍ دپېژندل شوي لیکوال دوکتورعائض القرني دنوموتي اثر “اسعد امراۃ فی العالم” دهلالي له پښتوژباړې څخه په لږبدلون ۔)

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.