حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • دوې لاري   :
    05/19/1394 ساعت: 20:39
    بازدید 885
    ♥2

      یوه يې دالله تعالی اودهغه درسول [ ص ]لاره ده ، چې فقهاء يې تشریح کړي ، بله بیا دالله تعالی او درسول الله [ص ]ددښمنانو لاره ده چې په رأس کې يې ابلیس دی ، دغه فیصله قرآن کریم دومره واضحه کړي چې هیڅ ډول اشتباه په کې نشته ، دلمړۍ ډلي ټول […]

    پ
    پ

     

    یوه يې دالله تعالی اودهغه درسول [ ص ]لاره ده ، چې فقهاء يې تشریح کړي ، بله بیا دالله تعالی او درسول الله [ص ]ددښمنانو لاره ده چې په رأس کې يې ابلیس دی ،

    دغه فیصله قرآن کریم دومره واضحه کړي چې هیڅ ډول اشتباه په کې نشته ، دلمړۍ ډلي ټول صفات اوددوهمي ډلي ټول کردار يې ذکر کړی .

    دریمه لار :

    مګر کله بیاداسي يوه ډله راڅرګنده شي چې ځانونه له لمړئ ډلي ګڼي   خو دوئ په حقیقت کې له دوهمي ډلي څخه وي .

    دقرآن کریم په پیل کې درب العزة د حمد اوتعارف څخه وروسته مؤمنانوته ويل شوي چې تاسو بایدتل حقي لاري ته درسیدو سوال وکړئ چې لوی څښتن مو په هغه وربرابر کړي ، په بل ځای کې الله جل جلاله دخپلي دې لاري دلارویانو یادونه کړی : چې هغه انبیاء ، صدیقین ، شهدا ء او صالحین دي .

    دسورة البقرة په پیل کې دقرآن کریم دعظمت اوشرف په بیان پسي ددغو څلورو واړویادونه په متقین سره شوي ،

    یعني درښتوني ایمان څښتنان به وي ، ښه لمونځ کونکي ، دالله تعالی له ورکړي رزقونو څخه دالله تعالی په لاره کي مصرف کونکي ، په قرآن   کریم اوپه وړاندينیو اسماني کتابونو باندي همدراز په آخرة باندي باور کونکي وي ، همدغه خلق دي چې دالله تعالی په هدایت سره ځينی دصداقت مقام ترلاسه کړي ، ځيني يې بیادشهادت مقام ته ورسیږي ، اوځيني بیا دصالحیت په مرتبه کې شي .

    همدغه ډلي په ارتباط رب العزة فرمایې : اولئک علی هدی من ربهم ….. یعني په دنیا کې همدغه خلق په سمه لاره دي هدایت يې موندلی دی ، اودتلپاتي ژوند په اړه هم دوئ له بریالیواونجات موندونکو څخه دي .

    له دي وروسته لوی خدای ج   ددوهمي ډلي بیان کوي : یعني دابلیس دملګرو چې هغه په ښکاره کفار دي ، رب العزة دهغوعنادي کفارو په اړه چې حق ورته واضح شوی مګر داسلام لاره باندي نه غواړي چې ولاړ شي ،هغوئ ته ددنیا اوآخرة دواړه ډول سزاوو یادونه کوي ،

    لمړی داچې په دي خلقو نور دایمان لاري وتړل شوي ، ځکه دایمان دراوړلو دري لاري دي ، اوریدل ، لیدل اوفکرکول په هغوئ دادري واړه لاري مسدودي شوي ،

    دوهم دآخرة په اړه ورته وايې : ولهم عذاب عظیم . یعني دجهنم په محبس کې به په سخت اودائمي عذاب کې وي . چې کله به هم بیاهغوئ له دي محبس څخه ونه وزي .

    یوه بله عجیبه :

    رب العزة دلمړئ ډلي یعني مومنانو صفات په ۳ آيتونوکې ذکر کړل ، بیايې دخپلو ښکاره دښمانو په اړه په ۲ آيتونو کې یادونه وکړه ،

    مګر داوروستۍ ډله چې مؤمنان يې سم نه پيژني ، دوئ هم ځانونه له مؤمنانو څخه ګڼي ؛ مګر مومنان نه دي . اوعامو کفار و هم نه پيژندل چې دادوئ ملګري دي بلکه مسلمان يې ګڼل . لوی خدای جل جلاله   ددوئ ټول کردار ، اخلاق ، اوعقائد په ۱۳ آيتونو کې داسې واضح کړل چې نور نو وړاندينیو دواړو ډلو ته معلوم شول چې دوئ په حقیقت کې دکوم لوري دي ، ددوئ دنیو ي اواخروي سزاوي رب العزة ذکرکړي ، في قلوبهم مرض ، ولهم عذاب الیم ، اوصم بکم …… بیا لوی خدای ج ددي ډلي په اړه په بقرة ، آل عمران ، نساء ، انفال ، توبه اوپه سورة المنافقون اونورو سورتونوکې ګڼ شمیر آیتونه نازل کړل .

    خو !

    خو داټول ددي لپاره چې مسلمان د دغه وروستۍ ډلي دمکر ، تخریب ، اوشومو اهدافو څخه خبرشي ، اومومنان ځيرشي چې ددښمن دغه خفیه ډله چې ځانونه مسلمان بلکه ترټولو ښه مسلمان ګڼي دوئ په مشکل کې راګيرنه کړي ،

    اوس که موږ ددې ډلي هرکردار وګورو نوهغه دمسلمانانو داتحاد اواتفاق دځنځیرشکول ، په حبل الله باندي داعتصام څخه ليري کول ، اوبالاخرة دمؤمنانو په مینځ کې دنفرتونو ایجاد ول ، او شخړو ته ټیل وهل دي . اوداهغه څه دي چې عبدالله بن ابی بن سلول اودهغه مریدانو يې ترمرګ پوري هڅه وکړه .

     

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.