دقیس [رض ] سخاوت
قیس رضی الله عنه او دهغه پلار سعد بن عبادة رضی الله عنه دواړه د مدینې منورې له شتمنو او سخیانو څخه وو، کله چي قریش مدینې ته را مهاجر شول نو انصارو په خپلو کي یوـیو دوه ـ دوه او درې ـ درې تنه وویشل؛ سعد رضی الله عنه په یوازي سر څلویښت کسه مهاجرین میلمانه کړل او ټولو ته یې پخپله شتمني کې برخه ورکړه.
دقیس رض ناروغي اودخلقو عیادت :
قیس بن سعد(رض) ناروغ وو، ډیر لږ خپلوان یې عیادت او پوښتنې ته را غلي وو، قیس له خپلې ښځې څخه وپوښتل چي دا څه وجه ده هیحوک پوښتنې ته رانغلل؟
هغې ورته وویل: پر اکثرو یې ستاسو پورونه باندې دي، نو ښایي شرمیږي به
قیس وویل: خدای دي دا مال ورک کړي چي له کبله یې نن زما دوستان زما پوښتنې ته نه راځي، او له دې وروسته یې یو کس ته وویل چي په ټوله مدینه کي اعلان وکړي؛ پر هرچا چي د قیس پیسې قرض باندي دي هغه یې وربخښلې…
تر ماښامه د عیادت کونکو د ګڼې ګوڼې له کبله د قیس د کور د دروازې چارچوب مات شو.
دمامون او صحرايې يوه لنډه مکالمه
یوه صحرایي سړي د وخت خلیفه مأمون ته ور غږ کړل: عبدالله وا عبدالله!
خلیفه ته غوسه ورغله ورته ویې ویل: اي بې وقوفه ته ماته پخپل نامه نارې را وهې!!؟
صحرایي ورته وویل: څه پروا لري؟ موږ خو الله ته هم پخپل نامه غږ ورکوو!!
خلیفه غلی شو .
حیاة العرب
دفطرت صیب له وال څخه










![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه