حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 08/14/1394 ساعت: 12:41
    بازدید 323
    ♥3

    لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر د همدې شوموهلوځلوپه ترڅ کي کله چي قرآن کریم نازل شو اوالله جل جلاله و دوی ټولوته اعلان وکړ چي دا قرآن کریم الهي کتاب دی دا د یوه بشرلیکنه او افکارنه دي او که چيري تاسی په دې کي شک اوشبهه لري نو تاسی ددې کتاب په مثل یو کتاب، […]

    پ
    پ

    لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر
    د همدې شوموهلوځلوپه ترڅ کي کله چي قرآن کریم نازل شو اوالله جل جلاله و دوی ټولوته اعلان وکړ چي دا قرآن کریم الهي کتاب دی دا د یوه بشرلیکنه او افکارنه دي او که چيري تاسی په دې کي شک اوشبهه لري نو تاسی ددې کتاب په مثل یو کتاب، یوسورت اویا لس سورتونه جوړکړي دقرآن کریم ودې اعلان ته په مختلفو وختونو کي مختلفو مرتدینو،مشرکینو، عیسایي او یهودي علماء کوښښونه کړیدي خو ټول لله الحمد په صفر کي ضرب شویدي ضرب دي اوضرب به شي، ددوی د کلام اودقرآن کریم توپیر او پرتله ناشونې ده،د قرآن کریم بلاغت، صراحت، فصاحت،دالفاظواعجاز، د ترکیب اعجاز، داسلوبواعجاز اودنظم اعجاز اوداسی نورعلمي ، عقلي اوفلسفي اوساینسي اعجازونه داخپله وکفري نړۍ ته عیانه اوښکاره دي، خو بیاهم دوی په مجموع کي کوښښ کوي چي کله یوکتاب اغیزه ونلري بل ولیکي او بیا وایی چي نعوذبالله داد قرآن کریم په مقابل کي موږلیکلی دی د هغه محتوا، عبارات، بطن اومتن چي د نړۍ پوهان ، متخصصین اوغیرې متعصبې څهرې حتی که څه هم په خدای باندی ایمان نلري دا وګوری دوی خپله اعتراف کوي چي دا بشري اوانساني لیکنه دقرآن کریم په مقابل کي صفردي لله الحمد اوترقیامته پوری به صفروي، خوبل لورته داچي اسلامي اُمت ۹۰ ٪ عجم دی اویواځي ۱۰٪ یې عرب دی نوځکه ددې امکان هم نشوردولای چي دوی دي پخپلودې شوموکړنوسره په اسلامي اُمت کي ځینی کسان مرتد نکړي، او هغه دي په دې باوري نکړي چي دادخدای کتاب دی داځکه چي په اسلامي هیوادونو کي دتعلیم نشتوالی، دسیاسي، اقتصادي اومذهبي اغیزونشتوالی له عیسایي او یهودي نړۍ لپاره دخړو اوبو په شان دي او دوی تل په داسی اوبو کي ماهیان نیسي.
    دقرآن کریم اختار وټولې نړۍ ته:
    ۱: قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿٨٨﴾
    (سورة الاسراء: ۸۸)
    ژباړه: ووایه که انسانان اوپیریان (ټول) سره یوځای شي څو ددې قرآن په څیر راوړﺉ نو هیڅکله ددې په څیر نه شي راوړای که څه هم ځیني ددوی دځینو نورو مرستندویان وي.
    همدا اختار الله جل جلاله وټوله انسانانو اوټولو پیریانانو ته د۱۴۰۰ کالوراهیسی ورکړیدﺉ، نه به داسی کلام ولیکل شي اونه هم داسی توان لري څوک چي ویې لیکي.
    ۲: وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿٢٣﴾
    فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿٢٤﴾    (سورة القره:۲۳، ۲۴)
    ژباړه:  او که تاسی پرهغه کتاب چي موږ پرخپل بنده نازل کړي شکمن یاست نو ددې غوندی یوسورت راوړی که پخپله ویناکي ریښتنې یاست نو بې له الله نه خپل ټول ملاتړي راوغواړي – نوکه تاسی داکار ونه کړ اویقیني ده چي هیڅکله به یې ونه کړي نوله هغه اوره ځانونه وساتی چي خس یې انسانان اوتیږي دي اودکافرانو لپاره چمتو شویدي.
    الله پاک بل اختار ورکوي چي داخوپریږده چي ټوله کتاب نشی لیکلای بلکې ددې مبارک کتاب په شان یو سورت ولیکلی—چي داخبره هم د ټولو انسانانو او ټولو پیر یانانو له وس څخه وتلې ده.

    هغه خلک چي یوشی لیکي اوبیا یې وخدای ته منسوبوي دهغولپاره سخت عذاب دي:

    فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَٰذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ ﴿٧٩﴾ (سورة البقره: ۷۹)
    ژباړه: نو د هغه لپاره عذاب دی چي پخپلو لاسو نو کتاب لیکي اوبیا وایی چي دادالله له خوا راغلی دی ددې لپاره چي پردغه (خپل کتاب) څه ناڅه ګټه ترلاسه کړي نو دوی ته د هغه څه له امله عذاب دی چي دوی پخپلو لاسونو لیکلی دي او دوی ته دهغه کارله امله عذاب دی چي دوی یې کوي.
    داهغه کتابونه دي چي انسانانو خپل په لاسونو لیکلی دي اوبیا یې والله پاک ته منسوب کړیدي لکه بایبل، کتاب اقدس، سیرة المسیح بلسان عربی فصیح، الفرقان الحق  اوداسی نور….
    دامرتدین دي انتظاروکړي چي بیا الله پاک ورسره حساب وکړي داځکه دوی لوی عظیم جرم کړیدي هغه داچي په الله پاک پوری یې درواغ تړلی دي، الله پاک وحي ورته نه دي کړی له خپله ځانه یوڅه ولیکی اوبیا وایی چي داد قران ناسخ دی (نعوذ بالله) هر کذاب اومرتد چي راځي داوایي چي زه په روح القدوس( حضرت جبرايیل علیه السلام )سره  معموره یم هغه زماسره دی هغه ماته داویلی دی (العیاذ باالله من ذالک الکفر والجهل والعصیان )
    نوربیا…

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.