حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب
    04/05/1394 ساعت: 13:06
    بازدید 1181
    ♥3

    د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب :                    لیکوال : مفتي محمدشریف راشد له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو […]

    پ
    پ

    د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب :                    لیکوال : مفتي محمدشریف راشد

    له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه ۱۵۰۰ نېکۍ ورکول کېږي ، او په جنت کې به يو کور ورته جوړېږي ، دا کور به له يوې سرې ملغلرې څخه جوړ وي ،  ( دومره لوی ) چې شپېته زره دروازې به لري ، د دې هره دروازه به يوه د سرو زرو ماڼۍ ( قصر ) لري ، دا قصر به په يوه سره ملغلره باندې ښايسته شوی وي .

    چې کله د روژې د مياشتې اوله روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه او هم هغه چې تر بل رمضانه پورې يې کوي –   وبخښل شي .

    او په هره سجده باندې به د ورځې يې وکړي او که د شپې – په جنت کې دومره يوه لويه ونه ورته کېښودل کېږي چې په اس سپور سړی به يې په سوري کې پنځه سوه کاله مزل کوي . (البيهقي في شُعَب الإيمان )

    له سلمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شعبان په وروستۍ ورځ کې مونږ ته په وينا کې اوفرمايل : ای خلکو ! تاسو ته ډېره ستره او مبارکه مياشت را ورسېدله ، داسې مياشت چې پدې کې يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، د دې مياشتې روژه الله جل جلاله فرض کړې ده او دشپې قيام نفلونه يې سنت ګرځولي دي ، څوک چې پدې مياشت کې يو نېک کار وکړي ( لکه نفلونه او نور ) دومره ثواب لري لکه فرض يې چې کړي وي  ، او څوک چې فرض پکې وکړي هغه دومره ثواب لري لکه اویا ۷۰ وارې يې چې کړي وي ، ( يعنې نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې د اويا فرضونو )    ( صحيح ابن خُزيمة )

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.