حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • روژه دارته دمسواک استعمال
    04/04/1394 ساعت: 22:22
    بازدید 617
    ♥2

    روژه دارته دمسواک استعمال ، په دي کې هیڅ اختلاف نشته چې روژه دارته ترزوال مخکې دمسواک استعمال جائزدي، [بدائع الصنائع 1/19 ، حاشية العدوي 1/392، المجموع 1/275، الإنصاف 1/119] خوله زوال نه وروسته دمسواک وهلوپه حکم کې دعلماؤ ترمنځ اختلاف دی چې دوه قوله پکې دي ، لمړی قول دادی چې : مسواک مطلقاجائزدی […]

    پ
    پ

    روژه دارته دمسواک استعمال ،

    په دي کې هیڅ اختلاف نشته چې روژه دارته ترزوال مخکې دمسواک استعمال جائزدي، [بدائع الصنائع 1/19 ، حاشية العدوي 1/392، المجموع 1/275، الإنصاف 1/119]

    خوله زوال نه وروسته دمسواک وهلوپه حکم کې دعلماؤ ترمنځ اختلاف دی چې دوه قوله پکې دي ،

    لمړی قول دادی چې : مسواک مطلقاجائزدی که دورځې په سرکې وي اوکه یې په اخرکې ، همداله حضرت عمر ،ابن عباس اوحضرت عائشة ، همدارازله ابن سیرین ابراهیم نخعي اوله حضرة عروة رضی الله تعالی عنهم څخه روایت دی،چې دادامام ابوحنیفه ،امام مالک اوپه یوروایت کې دامام احمد رحمهم الله تعالی قول هم دي، [المبسوط 3/99 ، بدائع الصنائع 1/19 ،تحفة الفقها1\367, المدونة 1/179 ، حاشية الدسوقي 1/534 ، المغني 1/139 ، الإنصاف 1/118 ، شرح الزركشي 1/166]

    اوهمداقول امام نووي ،ابن القیم .ابن تیمیة اوعلامه شوکاني رحمهم الله هم مختاربللی دی، [الاختيارات الفقهية 62 ،زاد المعاد 2/63،نيل الأوطار 1/107 ، 108 ]

    دوهم قول دادی چې له زوال نه وروسته دروژه دارلپاره مسواک وهل مکروه دي ، اوداله حضرت عطاء ، مجاهد، اسحاق اوابوثور رحمهم الله تعالی څخه روایت شوي دي

    [ المجموع 1/279 ، طرح التثريب 4/98 ، المغني 1/138 ]، چې همدادامام شافعي اودامام احمدرحمهما الله مشهورقول هم دي، [الأم 1/61 ، الحاوي 1/82 ، روضة الطالبين 1/167 ، المغني 1/138 ، المبدع 1/101 ، الإنصاف 1/117 ]

    لمړۍ ډله په هغه حدیثونو استدلال کوي چې   مطلق روایت شوي دي په کوم وخت پوري یې تقییدنه دی شوی،لکه دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه چې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لولا أن أشق على أمتي أو على الناس لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة ، دلته داحدیث مطلق دی ټولو لمنځونه ته شامل دی که دسهاروي ، که دماسپیښین ، مازدیګروي یاماښام اوماخوستن ، همداراز که روژه داروي اوکه نه ـ [شرح فتح القدير 2/348 ، إحكام الأحكام 1/66 ]

    دوهم دحضرت عائشة رضی الله څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کوم مهال کورته داخلیدو نو په مسواک وهلوبه یې شروع کوله ،  (إذا دخل بيته بدأ بالسواك)

    داحدیث هم عام دی ، یعني په هروخت کې چې به داخلیدو ، که به یې روژه وه اوکه نه ، که به ترزوال مخکي و، اوکه وروسته ، په هرحال کې به یې په مسواک وهلو شروع کوله ،[ فتح الباري 4/158]

    درېیم   : حضرت عائشة رضی الله تعالی عنهافرمایې : چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب) په دي مبارک حدیث کې هم دمسواک په کولوباندي زیات ترغیب راغلی چې په کوم وقت پوري یې مقیدکړی نه دی ، اوپه دي کې له زوال وروسته وخت هم داخل دی،

    څلورم : له عامر بن ربیعة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدل چې بي اندازي زیات مسواک به یې په داسي حال کې استعمالول چې روژه به یې وه ،

    [ أخرجه البخاري 2/234 تعليقاً في كتاب الصوم باب السواك الرطب واليابس، وأحمد 3/445، وأبو داود 2/768 في كتاب الصيام باب السواك للصائم ، والترمذي 3/104 في كتاب الصوم باب السواك للصائم وقال : حديث حسن . وقال الحافظ ابن حجر في التلخيص الحبير 1/62 : إسناده حسن ]

    پنځم : له عبدالرحمن بن غنم څخه روایت دی جې ماله معاذبن جبل رضی الله تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه چې آیازه چې روژه یم هم مسواک به کوم ؟ هغه راته وفرمایل: هو! ماورته وویل په کوم وخت کې دورځې؟ هغه راته وفرمایل : سهاروي اوکه ماښام ، ماورته وویل : چې خلګ خوماښام په مهال (له زواله وروسته ) مسواک مکروه ګڼي ، اووایې چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي لخلوف فم الصائم أطیب عندالله من ریح المسک ، هغه وفرمایل ، سبحان الله ، دالله رسو ل صلی الله علیه وسلم دوئ ته دمسواک امرکړی په داسي حال کې چې هغه په دي پوهیده چې دروژه دارله خولي به بوی راوزي ،که څه هم هغه مسواک وهي ، اوپه هغه څه خویې امرنه ورته کول چې په قصدخولې بدبویه کړي ، په دي کې هیڅ خیرنشته بلکه په دي کې شردی مګرهغه څوک چې په یوه داسي بلااخته شي چې چاره نه ورڅخه لري ،

    [أخرجه الطبراني في المعجم الكبير 20/70 وقال الحافظ ابن حجر في التلخيص الحبير : إسناده جيد ، وحسنه الألباني في إرواء الغليل 1/106]

    دوهمه ډله بیا په لاندي دلائلو باندي استدلال کړی ،

    اول : دحضرت ابوهریرة رضی الله تعالی عنه حدیث چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :والذي نفسي بيده لخلَوفَ فم الصائم أطيب عند الله من ريح المسـك [أخرجه البخاري 2/226 في كتاب الصوم باب فضل الصوم ، ومسلم 2/807 في كتاب الصيام باب فضل الصيام.)

    له دي حدیث څخه په دي ډول استدلال کوي چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دلته دابیان کړی چې دروژه دار دخولي بوی دالله جل جلاله په نزد دمشکو تربوی زیات محبوب دی ، اومسواک دغه بوی ختموي نوداثابته شوه چې مکروه دی ، المهذب 1/13 ، المغني 1/139

    دوهم : له خباب بن أرت رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (إذا صمتم فاستاكوا بالغداة ولا تستاكوا بالعشي فإنه ليس من صائم تيبس شفتاه بالعشي إلا كانتا نوراً بين عينيه يوم القيامه) أخرجه البيهقي في السنن الكبرى 4/274 في الطهارة باب من كره السواك بالعشي ، وضعفه وأقره النووي في المجموع 1/279 ، وضعفه الألباني في إرواء الغليل 1/106 .

    درېیم : دغه دروژه داردخولي بوی دیو مشهودله عبادة اثردی ،نو لیري کول یې مکروه دي، لکه دشهیدوینې، المهذب 1/13 ، فتح العزيز 1/367 ، المغني 1/139

    اودلمړي مذهب ددلائلو په جواب کې بیاواېي چې هغه عام مخصوص عنه البعض دي له هغه څخه مراد له روژه داره دورځې په آخرکې پرته نورمراد دي، المجموع 1/279

    دلمړي مذهب علماء بیاددوهم مذهب دعلماؤ داستدلالونو جواب په لاندي ډول کوي،

    لمړی : داخبره چې مسواک دروژه دار دخولي بوی ورکوي له څووجوهو صحیح نه ده ،

    أ- مضمضه تر مسواک زیات دخولي بوی ختمونکي ده ، لیکن ټول علماء یې دروژه دارلپاره هم سنت بولي ،

    ب – دالله جل جلاله رضا دروژه داردخولي له بوي څخه ډیر ه زیاته ده ،

    ج – خدای پا ک جل جلاله ته دمسواک کولو

    د – مسواک دخولي بوی نه ختموي ، ځکه هغه بوی دمعدي دتشو الي له کبله وي نوهغه سبب یې بیاهم پاته دی،

    و – نبي صلی الله علیه وسلم خپل أمت ته دروژي مستحبات اومکروهات ټول بیان کړي اومسواک یې له مکروهاتو نه دی شمیرلی ، زاد المعاد 4/323 ، 324

    دوهم : دخباب بن الارت رضی الله تعالی عنه حدیث ضعیف دی ،چې استدلال نه شي ورباندي کیدی

    داچې دوئ واېې چې دادیومشهودله بالطیب عبادة اثردی ، نو لیري کول یې لکه دشهیدویني مکروه دي ،

    نوددي په جواب کې باید ووایو چې داقیاس مع الفارق دی ، ځکه چې دعبادة له اثرسره زیات مناسب اخفاء ده ، په خلاف له شهید ه ، ځکه هلته مقصدددشارع دادی چې دشهیدویني دهغه په بدن پاته شي ، چې دقیامت په ورځ په خپل دښمن باندي شاهدي اداء کړي، اوبل داچې دشهیددوینو په هکله خوصریح نص موجوددی ، ځکه چې دی به دقیامت په ورځ په همدغه حالت باندي راپورته کیږي چې رنګ خوبه یې رنګ دوینو وي، خوبوی به یې بی بوی دمشکووي ، خودروژه داردخولي بوی لیري کولو په هکله کوم صحيح نص نه دی موجود ،    المبسوط 3/99 ، شرح فتح القدير 2/349 ، حاشية العدوي  1/393

    نوصحیح اوراجح خبره دلمړي مذهب ده چې مسواک وهل دروژه دار اوغیرروژه دار دواړو لپاره هروخت جائزد ی ، ځکه هغه حدیثونه چې دمسواک وهلو په باره کې راغلي په کوم خاص وخت پوري مقیدنه دي،

    اوعلام ابن قیم رحمه الله فرمایلي دي چې په دي هکله هیڅ کوم رږایت نشته بلکه ددي خلاف روایتونه راغلي ، زاد المعاد 2/63

    لیکونکي : م/محمد

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.