حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • زه ولي دفقهي تخصص کوم ؟
    03/17/1394 ساعت: 9:05
    بازدید 204
    ♥2

    بسم الله الرحمن الرحيم                                                   لیکوال : م / صدیقي زه ډيره خوښ يم چې لوی خدای جل جلاله مي يوبله سپيڅلي هیله پوره کړه ،له ډیره وخته می تلوسه وه چې زه به داصحاب صفه په څېر بياڅرنګه ددي جوګه شم چې لوی خدای جل جلاله يې په اړه فرمايې [ لولانفرمن کل فرقة منهم […]

    پ
    پ

    بسم الله الرحمن الرحيم                                                   لیکوال : م / صدیقي

    زه ډيره خوښ يم چې لوی خدای جل جلاله مي يوبله سپيڅلي هیله پوره کړه ،له ډیره وخته می تلوسه وه چې زه به داصحاب صفه په څېر بياڅرنګه ددي جوګه شم چې لوی خدای جل جلاله يې په اړه فرمايې [ لولانفرمن کل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم اذارجعواالیهم ] … ولي نه وزي له تاسو نه يوه ډله چې په دين کې پوه حاصله کړي ، اوبياچې ددين احکام زده کړي نوولاړشي خپل قوم ته اوهغوئ دالله تعالی له عذابونو څخه وويروي .

    ښه ډيره زمانه دافکر راسره و چې دفقهی تخصص به کوم ،خومتاسفانه چې زماکورنيوستونزو اوضعيف اقتصاد ددي په ځای چې ماته دتخصص اجازه راکړي ؛داتقاضاکوله چې زه بايد دټول عمر لپاره کتابونه کت کړم ،اوبيا دتعليم اوتعلم خبره په خوله هم رانه وړم .

       خوالله جل جلاله چې دچاپه تقدير کې څه ليکلي وي ؛په هغه کې هيڅ تغيراوتبديل نشي کیدلای ،ډيره موده وروسته لوی خدای جل جلاله زما هغه درانه مشکلات راڅخه کم کړو ،اويوځل بيا يې دتعليم زمينه راته مساعده کړه ،دوه کاله وړاندي چې يوي نږدي دارالافتاء ته ولاړم اوپه تخصص في الفقه کې مي دداخلي فورمه ثبت کړه ،نودليږ وخت په تيريدو مي يوه نوي نړۍ وليده ، اوداراته څرګنده شوه : چې هغه مسير چې زموږ دځوانوعلماؤ څخه له کلونوکلونو لادرکه ؤ اولوی خدای جل جلاله يې په قرآن کريم کې په صافوتورو وايې چې : [ومن يوت الحکمة فقداوتی خیرا کثيرا ] چاته چې فقه يعني ددين فهم ورکړ شو نوهغه خيرکثير وموندل ،

    اوهغه ورکه هيله چې دالله جل جلاله رسول يې په اړه راته په څرګند ډول وايې : من يردالله به خیرا یفقه في الدين ، چاته چې الله تعالی دبي شميره خیراراده وکړي نو فقاهت به ورنصيب کړي ،

    هغه ورک مسير اوورکه هيله همدلته وه ،هغه هرڅه دلته دي ،زموږ سترګي وغړيدي، زموږ استعدادونه ويښ شول ، ماته داصحاب صفه دنصاب ډيرڅه دلته څرګندشول ، ماته دالله ج دوروستي پيغمبرصلی الله علیه وسلم تګلاره اودهغه لارښووني دلته جوتي شوي ،زه اوس ډیر هوساه شوم ، اوکه دژوند په لاره کې هرڅومره ستونزي راشي زه به يې داسې په سړه سينه وزغمم چې دنورو به هم مشال شم ، ماته ترډيره دژوند دبيلا بيلو لارو ټول اړخونه سم اوناسم څرګندشول ،اودادلوی خدای يوه ستره لورينه ګڼم ،

    زه داهم ګڼم چې دجهاد په څېر چې يوبنده دځان لپاره دآخرت لپاره خواري کاږي اوغواړي چې ويښه اوويده يې هرڅه دحسناتو ترازو ډک کړي ،همداسې ديوه رښتوني متخصص په توګه به زموږ اعمال هم دآخرت لپاره يوه ښه ذخيره وي ،

    حضرت ابوهریرة رض فرمايې : [ لان اجلس ساعة فافقه احب الی من ان احی ليلة القدر ] داچې يوه شيبه دفقه دزده کړي په مجلس کې يم دا راته دردي غوره ده چې دليلة القدر شپه په عبادت کې تيره کړم ،يعني لکه يوتن چې دليلة القدر دشپي په عبادت باندي څومره اجر اوثواب ترلاسه کولای شې زه په دغه يوه ګړی ناسته باندي ترهغه دډير اجر هيله لرم .

    دطبراني په يوه روايت کې راغلي دي : [مجلس فقه خير من عبادة ستين سنة ] هغه يوه ناسته چې ددين مسائل په کې زده کيږي دشپيتوکالو ترعبادت غوره ده ، يعني کيدی شې چې يوتن دفقه په دغه يوه مجلس کې داسې څه لاس ته راوړي چې دشپيتو کالو په عبادت يې لاس ته نشي راوړلای ، دبيلګي په ډول که يوتن   دفقهي په يوه مجلس کې دريآء په اړه معلومات ترلاسه کړي اوبيا له رياء څخه ډډه وکړي دهغه سړي چې شپيته کاله عبادت کوي اودغه مسئله نه وي ورمعلومه ډیرغوره ده .

    دلته داډول نور ډير اثار اوحديثونه شته خوزه يې په دي وړاندي شوي باندي اکتفاء کوم ، اوغواړم چې دشاعري له ميدان څخه دفقه په اړه ديوه شاعر تاثرات هم راواخلم :

    اذا مااعتز ذوعلم بعلم : فعلم الفقه اولی باعتزاز

    وکم طيب یفوح ولاکمسک : وکم طير يطير ولاکباز

    ژباړه : که څوک غواړي چې په يوه علم سره[ په دنیا اوآخرة کې ] ځان سرلوړ ی او معزز کړي ،نودفقه په علم ډير اعتزاز حاصلولی شي ،څومره ډيرې خوشبويې دي چې ښه معطر بوی لري ، مګر مشک بيل قدر لري ،ډيرمرغان الوزي مګر دبازالوتنه بیابيله ده .

    تفقه فإن الفقه أفضل قائد … إلى البر والتقوى وأعدل قاصد

    وكن مستفيدا كل يوم زيادة … من الفقه واسبح في بحور الفوائد

    فإن فقيها واحدا متورعا … أشد على الشيطان من ألف عابد

    ژباړه : فقه زده کړه ؛ځکه فقه دتقوی اونیکيو لوري ته ښه قائد اوعادل قاصد ده ، هره ورځ زیار وباسه چې دفقه څخه څه لاس ته راوړي اوځان تري مستفیدکړه ،اودفقه دفوائد په بحر کې تل لامبو وهه ؛ ځکه یو پرهیزګاره فقیه په شیطان باندي ترزروعابدانو غښتلی دی .

    زموږ تخصص اودارالافتاء

    اوس به په ساده ژبه درته ووايم ،چې په دارالافتاء اوتخصص کې هغه کوم څه دي چې مادغه ليکلو ته هڅوي ؟ په دارالافتاء کې دخپل یوه بهترين نصاب سره چې دلوست ، مطالعي،ليکني ،اوهراړخيزو لوړو ديني زده کړو ترڅنګ په کې دديني احکامو اومسائلو ورځنی تمرين ترسره کيږي ،ددين دپوهي يوه داسي سلسله روانه ده چې زموږ دڅوارلس کلني ديني تعليم ټول اهداف په کې څرګند اومشاهداتي ډول لاس ته راوړل کيږی .

    دتخصص في الفقه په مټ موږ دقرآن کریم اونبوي حديثونو داحکامو برخي سره داسې اشناشوو چې ښآيې څوارلس کاله مونور په درس کې تيرکړي وای نو دغه ذائقه به مو نه وای څکلي .

    موږ په تخصص کې دهغو فرعي مسائلو چې زموږ دمذهب سترامام ابوحنيفه رح به دخپلو ممتازو شاګردانوسره ورباندي څيړني کولي او موږ يې يواځې عناوين په متونو يافتاواو کې ليدل ، دهغوئ اهميت ،حقيقت ،اوکيفيت همدلته محسوس کړ .

    هغه فقهي اختلافات چې دفقهي څيړني په مجالسوياهم داجتهاد په دوران کې به دمجتهدينو په افکارو کې راڅرګنديدل اوبيا په هغوئ کې دمتاخرينو په وړاندي راجح اوانتخاب ته رسيدل هم دتخصص ځانګړتيا ده . کنه وي دي ژورو ته رسیدل په اوسني عصرکې يوناشونی کار دی .

    هلته يوه بله دپام وړخبره داوه چې په يوه ځانګړي طرز دمیراثو اجراء ، دفلکیاتو اوجغرافيې تمرين ،داقتصاد اومعیشت تعارف ،دژبو زده کړه ،ګرامر اوليکدودونه ، اونورپه زړه پوري سلسلي په مخ وړل کيدي چې په نني عصرکې يې دفقهي اوفقاهت دودي اوارتقاء تضمين کاوه .

    په تخصص کې دهغوعلماؤلپاره چې په يوه هدف پسي يې څوارلس کاله تیرکړي وي اوبياهمدغه اهدافو ته له رسيدو وړاندي له دي ټولو ارزګانو څخه ديوه لار وروکي په ډول ستون شوی اوس يوه ډيره ښه موقع وه چي ديوه کال په ترڅ کې هغه ټولي علمي پانګي لاس ته راوړي چې ده يې له کلونوکلونو هيله لرله ،

    په دغه فقيره دارالافتاء کې چې په ډیرو ستونزوکې يې داقتصاد په ډيره ټيټه درجه کې درڼادغه مشال بل کړ اوس يې دهيواد اوبهر څخه دهغو بي شميره خلقوستونزي هواري کړي چې دخپلي يوي مسئلي دحل په تلاش پسي به لالهانده ګرزيدل .

    موږ   ليدل چې په ښکاره دغه کوچنۍ خو له معنی ډيره ستري اداري ته هره ورځ په لسګونو استفتاوي دبريښناليک ، تلفون ،خطونو اوخپله دخلګوپه توسط چې اداري ته راتلو ، رارسيدلي .

    اوهغه ځوابونه چې ددارالافتاء مفتيانو يامتخصصينوبه ليکل ډير دپام وړ په دي وو ؛چې دقرآن کريم دآيتونو ، دصحيح احاديثو اودفقه دمعتبرو متونو ،شروحو ، اوفتاواو څخه به په مستند ډول دحوالو سره ليکل کيدل .

    په پای کې يوه دتاسف خبره چې کله مي څوروي داده : چې ددارالافتاوو اوتخصصاتو ددغه حسين امتزاج سره نااشنادځينو ملاامامانو هغه بي روحه اعتراضات دي چې دسلطان مبين پرته په ځينو مجلسو کې خوله پري ښوروي .

    البته : داسمه ده چې دځينو نيمګړو دارالافتاوو څخه به داسې نيمګړي علماء متخرج شوي وي چې په ځينو مواردو کې يې سختي کړي وي ، يايې کومه بله غلطي کړي وي ؛ مګر دداسې يوي سلسلي مخالفت ياپه ديني علومو کې ددي دلوړوزده کړو ددغي سلسلي مخالفت له ناخبرتيا پرته بل څه نه وي چې په حقيقت کې خپله دمعترض ،تعصب ،غلو اوعيبونه ښکاره کوي .

    په پای کې لاس په دعايو چې لوی خدای دغه دعلم اومعرفت اداري نوري وسيعي کړي .

    ثبت دیدگاه

    • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط تیم مدیریت در وب منتشر خواهد شد.
    • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.