حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • طالب علمانو (د يني زده کوونکو) ته لیک :
    07/18/1394 ساعت: 20:34
    بازدید 459
    ♥3

    ژباړه او زیاتونه: عماد الدین سعید دغه پیغام خپل ګران او محترم ورور د شرعي علومو زده کوونکي ته!      السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته دغه جملې او سپارښتنې مې ستا د یاداشت او نصیحت په نیت لیکلي دي، هیله ده چې روغ بدن ولرې او د عافیت لباس دې په تن وي. ګرانه زده کووونکيه! […]

    پ
    پ

    ژباړه او زیاتونه: عماد الدین سعید

    دغه پیغام خپل ګران او محترم ورور د شرعي علومو زده کوونکي ته!      السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    دغه جملې او سپارښتنې مې ستا د یاداشت او نصیحت په نیت لیکلي دي، هیله ده چې روغ بدن ولرې او د عافیت لباس دې په تن وي.

    ګرانه زده کووونکيه! له دې څخه وډارېږه چې ستا شرعي زده کړه د دندې یا د کوم بل دنیاوي هدف لپاره وي.

    ګرانه زده کوونکيه! علم زده کول په دې نیت وکړه چې له ځانه څخه جهل پورته او د الله تعالی عبادت په پوهه او بصیرت وکړې، له خپل اسلامي امت څخه د جهل تورتمونه ختم کړې او د الله له دین څخه یې خبر کړې.

    ګرانه زده کوونکیه! په دې پوی شه چې د الله تعالی کتاب (قران کریم) لوی اجر او لوی غنیمت دی، خو د الله تعالی پر کتاب عمل کول فرض او لازم دي، مونږ په دغه زمانه کې ډېری وګړي وینو چې د قرآنکریم یادول یې فرض او لازم کړي او عمل کول یې پرې غوره او اجر ګڼلی او بس.. نو له دې څخه وډارېږه، پام چې له دې ډلې څخه نشې، ځکه دغه وګړو ډېر قرآني حکمونه معطل کړي (عمل پرې نه کوي). زه تا ته د هغه صحابي د قول یادونه کوم چې ویل یې: موږ به لس لس آیاته زده کول تر هغه به مو لس آیاته نور نه اخیستل تر څو پر دې آیاتونو ځان پوه نکړو، او عمل پرې ونکړو..

    ګرانه زده کوونکیه! د سړیو له تقدیس او لمانځلو څخه ځان وساته، د الله تعالی کتاب او د رسول (علیه السلام) سنت تر هر څه وړاندې کړه، له نومونو او شهرتونو تېرېږه.. رسول الله (صلی علیه وسلم فرمايي): (تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا: كِتَابُ اللَّهِ، وَسُنَّةُ نَبِيِّهِ ) ما په تاسو کې دوه څېزونه پریېښي دي؛ که چېرې مو پر هغې دوه څېزونو منګولې ښخې کړې، نو هېڅکله به لاره ورکه نکړئ؛ هغه دوه څېزونه یو د الله تعالی کتاب او دویم د هغه د نبي سنت دي.

    ګرانه زده کوونکیه! پر خپل علم غره کېدل او د خپل ځان له حیرانتیا څخه ډډه وکړه؛ ځکه دا د نېکانو وګړو د هلاکت لوی لامل دی.

    ګرانه زده کوونکیه! په دې پوی شه چې تر ټولو ستر او فرض علم پر الله د وحدانیت او یو والي علم دی، ټول اهتمام دې پر دې وڅرخوه، دغه ستر علم خپله زده کړه، عمل پرې وکړه او نورو ته یې هم ورساوه؛ ځکه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ډېر اهتمام پر همدې علم وو.

    ګرانه زده کوونکیه! خپلو ملګرو او همصنفیانو سره صادقانه چلند کوه، ما ډېر د علم زده کوونکي ولیدل چې درواغ یې خپل عادت ګرځولی وي او توریه له هغو سره یو نیک کار وي، موږ ډېر طالب علمان لیدلي چې له موږ سره په یوه مخ مخامخ کېږي او له نورو سره په بل مخ، تا ته یوه خبره کوي او نورو ته بله خبره، دلته یوه خبره ثابتوي او بل ځای کې ترې انکار کوي، نو له دغه ډول ملګرو ډډه وکړه او پام چې له هغو سره غونډې او مجلسونه ونکړې؛ ځکه چې له هم ناستي څخه سړی اغیزمن کېږي.

    ای ګرانه زده کوونکیه! د جهاد په سنګرونو او تدریب ځایونو کې ناسوب یې؛ ته چېرته یې د ضعیفه او کمزور خلګو د مرستې څخه؟.

    ګرانه زده کوونکیه! ستا تر چاپېره وګړي تا خپله قدوه او نمونه شمېري؛ نو خپله ناسته پاسته دې د هغوی د تنګولو لامل مه ګرځوه، له هغوی سره پر بې ځایه او بې ګټي خبرو ځان مه مشغولوه.

    ای ګرانه زده کوونکیه! ته د الله له دغو آیتونو څخه چېرته یې: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ، إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) (د التوبې سورت ۳۸ او ۳۹ آیتونه) ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسو څه شوي دي چې کله تاسې ته د الله په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول؛ نو تاسو په ځمکه درانده کښېناستلئ؟ آیا تاسې د آخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسې ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوندانه دا ټول وسایل به په آخرت کې ډېر لږ را ووځي. که تاسې پانڅېږئ (جهاد ته ولاړ نشئ) نو الله به تاسو ته دردناکه سزا در کړي، او ستاسې پر ځای به کوم بل قوم را پاڅوي، او تاسې به الله ته هيڅ زیان ونشئ رسولای، الله په هر څه قدرت لري.. د دې آیتونو څخه وروسته الله تعالی فرمايي: (انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ) (جهاد ته) ووځۍ که سپک یئ که درانه، او د الله په لار کې په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهادو وکړئ، دا ستاسې لپاره ډېره ښه ده که تاسې پوهېږئ. (د التوبې سورت ۴۱ آیت)

    ګرانه زده کوونکیه! په دې پوی شه چې چا علم زده کړی وي؛ د هغه لپاره بهادري او شجاعت ډېر مهم دي؛ نو تل پر لوړ غږ حق وایه او د چا لپاره د حق په ویلو کې مداهنه او غوړه مالي مه کوه. الله دې په خپله ساتنه کې وساته؛ حق پټوونکي یا پرې چوپ پاتې کېدونکي ته د الله له لورې سخته ګواښنه شوې؛ بلکې لعنت پرې ویل شوی دی، عزتمنده! زه درته د الله تعالی دغه آیت مخې ته ږدم: (وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ) دغو اهل کتابو ته هغه کلکه وعده هم ور یاده کړه چې الله ور څخه اخیستې وه چې تاسې به د کتاب لارښودنې په خلکو کې ارومرو خوروئ او هغه به نه پټوئ، خو هغوی کتاب شاته وغورځوه، او هغه یې په لږه بیه وپلوره، څومره ناکاره راکړه ورکړه ده چې دوی یې کوي (د آل عمران سورت ۱۸۷ آیت)

    مونږ ډېر خلګ وليدل؛ الله تعالی ورته ښه علم او پوهه ور په برخه کړې، خو د بزدلۍ او ویرې پرې ختمه ده؛ نو بیا د دغه علم ګټه څه چې عمل پرې نه وي، رسول (علیه السلام) څومره رښتیا ویلي دي: (أخوف ما أخاف عليكم الأئمة المضلين) زه پر تاسو له ګمراه کوونکو علماؤو څخه ډېر بیرېږم. صحیح ابن حبان. دغه حدیث د مسلم په شروطو صحیح دی.

    ګرانه زده کوونکیه! د پاچایانو او لوړ رتبه خلکو له ور تګ څخه ډډه وکړه، د رسول (علیه السلام) څخه دا ثابت دي چې وايي: (من دخل على السلطان فقد افتتن) څوک چې پر پاچا ور ننوت نو په فتنه کې پرېووت. نو عزتمده زده کوونکیه! د هغه طواغیتو حاکمانو د ورتګ په اړه بیا څه وایې چې په خپل ظلم او قوت پر خلګو حکومتونه کوي، د الله تعالی قوانین یې ځمکې ته غورځولي وي او د یهودو او نصاراوو مرستو ته یې په پوره اخلاص مټې را بډ وهلي وي، د غرب (لویدیځ) قوانینو ته پوره احترام لري، شرعي حدود یې معطل او ساقط کړي وي.. د هغوی څخه داسې نور ډېر د ردت او زندیقیت افعال را برڅېره کېږي.. نو د دغو له ناستې پاستې څخه پوره ډډه وکړه..

    ګرانه زده کوونکیه! د هغو عالمانو څخه مه اوسه چې هغوی هر چېرې او ځای کې ځوانانو ته د جهاد د نه تلو بلنې ورکوي، هغوی ته مجاهدین سخت دریزه معرفي کوي، د هغوی د خبرو ټول  دار و مدار یواځې او یواځې د مجاهدینو د بدنامولو او د ګوډاګي او طاغوتي حکومتونو د ستاینې او د هغو تر چتر لاندې ژوند کولو پر محور څرخي. نو عزتمنده! کوښښ وکړه چې خلګ او خاصتا ځوانان د جنګ سنګرونو او تدریب ځایونو ته را وبلې او د حق غږ پورته کړې. د رسول (علیه السلام) هغه دريځ در ته مخې ته ږدم چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې د کعبې شریفې څخه طواف کولو او مشرکینو ته یې د مشرکینو په منځ کې له ډار څخه پرته په لوړ غږ دا بیان کړل: (يا معشر قريش لقد جئتكم بالذبح) ای د قریشو ټولیه! یقینا زه تاسو ته په حلالولو را لېږلی شوی یم. چې دغه کیسه د حدیثو په کتابونو کې شته دی.

    ګرانه زده کوونکیه! په مختصر ډول یې در ته وایم: که چېرې په هر څه کې د رسول (علیه السلام) پر لاره ولاړې؛ حق دې په پورته غږ بیان کړ، نو خامخا به په امتحان کې پرېووځې، او دا واوره چې امتحان او ابتلاء د سړي د ایمان په اندازه وي. الله تعالی فرمايي: (أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) ژباړه: آیا خلګو دا ګڼلې ده چې هغوی به یواځې په همدومره ویلو پرېښودل شي (چې مونږ ایمان راوړ) او هغوی به ونه ازمویل شي؟ (د عنکبوت سورت دویم آیت).

    ګرانه زده کوونکیه! د الله تعالی سپېڅلي کتاب او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سپېڅلو سنتو ته ښه ځير شه، ژوره مطالعه پکې وکړه؛ پدې دواړو کې ډېر خیر پروت دی.

    ګرانه زده کوونکیه! ملګرو سره د مسئلو د یاداشت او مناقشې په کولو ډېر حریص واوسه، ځکه د مسئلو پوره رسوخ او ثابتېدل له مناقشې او یاداشت څخه پرته نه کېږي.

    ګرانه زده کوونکیه! تا سره باید داسې وخت خامخا وي چې له خپل رب سره ځانته پاتې شې، د هغه کتاب ولولې، هغه ته لاس په دعا او زاریو شې، ځکه دعا لوی عبادت او بنده ګي ده.

    ګرانه زده کوونکیه! د بدو علماؤ څخه پوره ډډه وکړه، له هغو سره په غونډو او حلقاتو کې مه کښېنه، ځکه دوی ګمراه کوونکي او بد خلګ دي، پر مسلمانانو یې حق پټ کړی دی، او د طواغیتو سره د مسلمانانو د ځمکو او مقدساتو په پلورلو کې پوره ونډه اخلي، قدس ستاسو تر وړاندې نږدې پنځوس کاله د یهودو تر ولکې لاندې دی، د دوی په مقابل کې د دغو علماؤ څه اقدام وکړلو؟، دغه د علماؤ په نومونو هیئتونو او ټولنو څه وکړل؟، دغه ټولنې او هیئتونه چا جوړ کړي دي؟، چا ټاکلي دي؟، دا واوره چې دغه بې کاره ملیان همدغو خائنو او طاغوتي حاکمانو ټاکلي دي.

    ګرانه زده کوونکیه! له هغو علماؤ څخه چې د ډېرو ځوانانو زړونه ور پورې نښتي دي، او هغوی د وحدت الادیان (ټول دینونه حق دي!!) چغې وهي او وايي: د مسلمانانو او د نورو غیر مسلمه وګړو تر منځ هیڅ دښمنۍ نشته دی، او بل پکې د لویديځ چکرې وهي چې بیا یې هلته د اروپا بربنډې استقبال ته سترګې په لار ولاړي وي، او بل پکې وايي: که دا خلګ جهاد ته ولاړ شي نو علم به څوک کوي، نو تجارتي ځایو کې به څوک پاتې کېږي، او بل دا نارې وهي: هغه چې په افغانستان کې د کفارو او مرتدینو په مقابل کې جنګیږي نو دا داسې او داسې دی. سبحانه وتعالی عما یقولون علوا کبیرا، بل پکې وايي: امریکایان بې ګناه دي. او نور يې په دې فخر کوي چې له طاغوتي رئیس صیب سره یې انځور وکښه.. او نور او نور..

    نو ای طالب علمه! آیا دغه د اسلام علماء دي او که د طاغوتي حاکمانو او چارواکو علماء؟

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.