حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • هغه عالم چې رحلت یې یقیناً دعالم مرګ دی
    09/01/1394 ساعت: 21:44
    بازدید 291
    ♥2

    لیکوال : حسن مومند له نړۍ نه دهردیني عالم رحلت اوترې دټولنې بې برخې کېدل دمسلمانانو لپاره دغم اودټولنې لپاره دتاوان خبره وي خوپه دیني عالمانوکې ځینوته بیاالله تعالی دومره لوړمقام ،لوی علم ، داسلام اومسلمانانولپاره دخدمتونو کولو وسیع میدان ، ددیني علوموداشاعت لویه موکه دمسلمانانودقیادت لوړاستعداد اوپه اسلامي ټولنې کې سترمحبوبیت ورکړی وي چې […]

    پ
    پ

    لیکوال : حسن مومند

    له نړۍ نه دهردیني عالم رحلت اوترې دټولنې بې برخې کېدل دمسلمانانو لپاره دغم اودټولنې لپاره دتاوان خبره وي خوپه دیني عالمانوکې ځینوته بیاالله تعالی دومره لوړمقام ،لوی علم ، داسلام اومسلمانانولپاره دخدمتونو کولو وسیع میدان ، ددیني علوموداشاعت لویه موکه دمسلمانانودقیادت لوړاستعداد اوپه اسلامي ټولنې کې سترمحبوبیت ورکړی وي چې وفات یې هرچاته عملاً دعالم مرګ ښکاري اوټول علماء ،مدارس ،مذهبي مراکز،دیني تحریکونه اواسلامي نهضتونه ورباندې یتیمان شي.

    شیخ القرآن والحدیث دکتورشېرعلی شاه المدني رحمه الله تعالی داسلامي نړۍ همداسې یوسترعلمي شخصیت و نووفات یې په رښتیا چې دعالم مرګ دی .

    هغه ددارالعلوم حقانیه اکوړه خټک په نوم داسلامي نړۍ دهغې سترې جامعې شیخ الحدیث اوترټولو مشراستاذ و چې یواځې ددوره حدیث په یوصنف کې یې دطالبانوشمېر کابویونیم زروته رسېږي چې دابه دټولې نړۍ په سطحه په یوې درسګاه یعنې یو صنف کې ترټولولوړه شمېره وي.

    هغه ته الله تعالی له پیله دومره لوړعلمي مقام ورکړی وچې په ډېرې کم عمرۍ کې چې لا یې ږیره هم نه وه راغلی دحقانې نه دفراغت سره سم همدلته دسترمحدّث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په حکم په همدې جامعې کې استاذ شوی وچې زیاتره شاګردان به دده نه په عمرکې مشران وو .

    سره له دې چې دمتحده هندوستان په سطحه دلوی عالم ، عظیم مربي ،کامل ولي اوسترمحدث حضرت مولانا عبدالحق دشفقت ترسیوري لاندې ورته دهېوادپه مقبولې مشهورې اولويې جامعې کې استاذي نصیب شوی وه چې دا دهغه لپاره دسترې خوښۍ اولوی افتخارخبره وه ؛ دمفتي محمد حسن اومولانامحمدادریس کاندهلوي رحمهماالله تعالی په څېردلویومحدثینو نه یې هم په لاهورکې احادیث ویلي او ورته ددوئ دشاګردۍ شرف په برخه شوی و؛ دشیخ القرآن مولاناغلام الله خان ،حافظ الحدیث حضرت مولانا عبدالله درخواستی اوشیخ التفسیرحضرت مولانااحمدعلی لاهوری رحمهم الله په څېردلویوجبالونه یې هم دقرآن عظیم الشان ترجمه اوتفسیر ویلی وخودهغه دعربۍ ژبې ، درسول الله صلی الله علیه وسلم داحادیثواوقرآني علوموسره دومره زیاته مینه وه چې ورپسې ترمدینې منورې ولاړ اودکليې نه پس یې چې ماجستیر اوبیاپه تفسیرکې دکتورا واخسته نو ایله ترې راستون شو.

    هغه دنړۍ دګوډ ګوډ نه دراغلو جداجدا کلتورونو،ژبو،رنګونو،لباسونواو مزاجونو لرونکومحصلینو اود مختلفو مزاجونواونظریاتواوپه فروعوکې دجلا جلا رایولرونکواستاذانوسره دمدینې منورې په جامعه اسلامیه کې دکلي ،ماسترۍ اودکتورا دادومره اوږده زمانه تېره کړه خوهغه پدې ټولې اوږدې زمانې کې مثالي استقامت وښود اوپه یولحاظ دهغه تجدد اوپه فروعي مسائلوکې دتشدد ښکار نه شودکوم تجدداوتشدد چې دلته زیاتره تلونکي ښکارکېږي ؛ هغه رحمه الله تعالی دطالبۍ داټوله زمانه صورةً اوسیرةً دخپلواستاذانواواسلافوپه اتباع اودفاع کې تېره کړه ؛ نه یې دځینو ناپوهانوپه څېرتصوف ګمراهي وګڼله ؛ نه یې دسلوک سمه لار پرېښوده ؛ نه یې دخپل مذهب او خپلې فقهې اتباع ترک کړه ؛نه یې دساداتواوکرامو امامانواوحقومذهبونوپه اړه دچا بې ادبي وزغمله اونه یې هورې پدې اړه ادنی مداهنت وکړ بلکې په جامعه اسلامیه کې به یې ښه په مېړانې دڅلورواړوفقهي مذهبونو؛ دټولواسلافو اوخصوصاًدامام ابوحنیفه رحمه الله تعالی نه دفاع کوله ؛ داسې دفاع چې نه له هغه وړاندې چا کړی وه اونه چاوروسته وکړای شوه چې دهغه مهال دجامعې استاذان اومحصلین ددې خبرې عیني شاهدان وو.

    حضرت مولانا صیب په جامعه اسلامیه کې ددکتورانه پس په ډېرې اسانۍ دهېواد اواسلامې نړۍ په دولتي پوهنتونونوکې استاذی کولای اوله دې لارې هره میاشت په سونوزره روپۍ ترلاسه کولای شوې خوهغه رحمه الله تعالی چې ټول ژوند یې ددین په خدمت کې تېرشواوتل به یې معنویت ته په مادیاتوترجیح ورکوله یوپوهنتون ته هم نه ولاړ ؛بېرته دخړطالب دروزنې اودعلم په ډګرکې یې دخدمتونولپاره خړی مدرسې ته راغلو نو الله تعالی هم دومره لوړمقام ورکړ چې دهېواد هرې لویې مدرسې دعوت ورکولواو هڅې یې کولې چې دتدریس لپاره یې راولي. هغه چې دمدینې منورې مبعوث ونوپه کراچۍ کې دیوې مدرسې مهتمم دپاکستان دهغه مهال ولسمشرغلام اسحاق خان نه غوښتي ووچې دسعودي ددولت له لارې دې دعمرترپایه ددکتورصیب شتون دده په مدرسې کې حتمي کړي.

    داچې کراچۍ نړیوال شهرت لري اودپاکستان ترټولوسترصنعتي اوتجارتي ښار دی نوترڅنک یې دعلم په ډګرکې هم ترټولووړاندې دی ؛ دلته ډېرې سترې سترې مدرسې اوعلمي مراکز دي ؛پکې دعلم اوعلماءوډېر قدر دی اوپه ډېرې اسانۍ پکې بااستعداده علماء ښه شهرت مومې اولوړمقام ورپه برخه کېږي نویوځل چې ورته څوک راشي بیاترې دتلونه وي خوکله چې دشیخ رحمه الله تعالی نه دجهادسنګرونوته څېرمه سرحدي ښارګوټي میرانشاه کې دمولوی جلال الدین حقاني حفظه الله په منبع العلوم مدرسې کې دتدریس غوښتنه وشوه نودجهاد اومجاهدینوسره دډېرې زیاتې مینې له امله شیخ رحمه الله په ډېرې خوشالۍ دکراچۍ پرېښودلواوخړپړ میرانشاه راتللوته تیارشو اوترهغې یې پکې تدریس وکړ ترڅوچې په دارالعلوم حقانیه کې دسترفقیه مفتي محمدفرید رحمه الله تعالی په تلویوه لویه تشه رامنځته شوه اوددې تشې دډکېدولپاره له دکتورصیب پرته بل څوک ونه موندل شو.

    هغه دتدریس اوتقریردمیدان ډېرلوی شهسوارو؛دژبې فصاحت یې په ټول هېواد او سیمې کې مشهورو په عوامي اجتماعاتوکې به په عام فهمه ، ډېرې ساده او ولسي ژبې غږېدلواودپښتوسوچه اصطلاحاتو ؛امثالو ،متلونو اوشعرونو به یې وینا ته ډېرحسن وربښلو؛ دعربۍ ،فارسۍ ،پښتو او اردوژبودشعرسره یې هم ډېره مینه وه اودیادوژبوپه زرونوشعرونه ورته یاد وواوپه یویومجلس کې به یې غونډې غونډې قصیدې ویلای شوې .

    سره له دې چې هغه دعالیه اوآلیه علوموسمندرو ؛ داسلامي نړۍ په ترټولومقبول پوهنتون کې یې لوړی زدکړې ددکتورا ترهغه حده رسولې وې چې پورته ترې درسمیاتوپه نړۍ کې نورې زدکړې نشته ؛ په یوې سترې جامعې کې ترټولومشر استاذ و؛ دخپل وخت اعلی مقررواودجهادي ګڼوحرکتونوخپل روحاني مشرګاڼه خوسره ددې ټولوکمالاتوهم هغه یومنکسرالمزاج شخصیت و؛ ډېرخاکسارانسان و؛ په طبیعت کې یې الله تعالی ستره عاجزي ایښي وه ؛دغروراوتکبربوی هم پکې نه و؛ دډېرو نرمو اوعالي اخلاقوڅښتن و؛هرچاسره به په ورین تندي مخامخ کېدلو؛ دهرمسلمان په وړاندې یې تل دروازې خلاصې وې ؛غریب ملا ،غریب طالب اوغریب مجاهد به ورسره هروخت کتلای اومشورې به یې ترې اخستلای شوې .

    جهادي مشرانوته به یې تل دولس سره دښه سلوک توصیه کوله ؛په جهاد کې دبې ځایه تشددسخت مخالف و؛ دبې ګناه انسانانودوژلواوزرولوسره یې ډېرنفرت لاره اودابه یې داسلام اوجهاد دبدنامۍ لوی سبب ګڼلو اودمسلمانانواوخصوصاًجهادي حرکتونوپه خپلمنځي اختلافاتوبه سخت خفه کېدلو اوتل به یې ویل چې دسواداعظم اودمسلمانانودلویې ډلې نه مه جداکېږئ ګیني دنیا اوآخرت به موتباه شي .

    دمسلمان ملت یووالی اودواحدقیادت لاندې راټولېدل یې لویه هیله وه اوددې لپاره به یې ډېرې دعاوې اوهڅې کولې ؛ اعلاءکلمة الله اودشریعت نفاذ یې دژوند یواځنی ارمان و ؛داخلاص او وفاپیکرو ؛ زهد ،تقوی اوددین سره مینې کې یې څوک سیال نه و .

    حق پالنه ، دحقې لارې ملګرتیا، دهرجبراوظلم په وړاندې په کامل جرأت دحق اظهار، په حقې خبرې ټینګ ودرېدل یې مثالي واوپدې لارکې دهیچا اودنړۍ دیوطاقت نه وېرېدونکی نه و؛ دامریکایې اشغال په ړومبوورځو کې به چې دجهاد اویوعام مجاهد نوم اخستل هم جرم ګڼل کېدلو ډاکترصیب به امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد شیخ اسامه بن لادن رحمهما الله تعالی اومولوي جلال الدین حقاني حفظه الله تعالی ته په هرې جلسې او دبخاري شریف دهرې ورځې ددرس په پای کې په لپولپو دعاګانې کولې ؛ دزرونویالسګونوزروتنانوترمخه په عامولویوغونډواو اجتماعاتوکې به هغه په خپلې هرې ویناکې دجهاد دیادو درې واړوقائدینو، اسلامي امارت اوطالبانوستاینه اودمحبت اوعقیدت نه په ډکوتوروغوره یادونه کوله اوتل به یي داویل چې نه یواځې زموږبلکې دټولې نړۍ دامېدسترګې دطالبانواسلامي تحریک ته دي .

    رښتیا داده چې دجهادسره دمولاناشېرعلی شاه صیب مینه په بلې هرې مینې غالبه وه اودامینه تش په نامه مینه نه وه بلکې دروسانوپرضد دافغانستان دجهاد دپیل نه ترمرګه دهغه ټول ژوند ددې مینې ژوندۍ نمونه وه ؛دهغه عوامواوخواصوته یوه وینا اوبیان به هم دجهاد دتائید اوترغیب نه خالي نه و؛ خپل هرشاګردبه یې په جهادي روحیه روزلواوپخپله یې هم ځان دافغانستان جهادکې دعملي شرکت نه بې برخې کړی نه و.

    هغه په کامل زړورتوب ځکه دحق اظهارکاوه اوله یوطاقت نه هم نه وېرېدلوچې ټول ژوندیې دالله تعالی په طاعت کې تېرشوی او مرګ ته یې کامل چمتووالی نیولی و.

    داسلامي نړۍ پر اسلامي هېوادونو دشرعي نظام نفاذیې ډېرلوی ارمان و، په کوم هېوادکې به که اسلامپالوته کوچنی بریالیتوب هم په برخه شوډېر زیات به پرې خوشالېدلو او پراسلامي نړۍ دمسلطو هغو حاکمانونه یې سخت نفرت کاوه کومو چې اسلامي نړۍ سیکولرزم لورته روانه کړیده اودامریکا دراضي کولوپه موخه له شرعي حدودو اوړي اوددین احکام ترپښولاندی کوي .

    متأسفانه چې داسلامي نړۍ ددې دومره سترشخصیت په اړه دپاکستان رسنیوډېره لویه جفاوکړه وفات دجمعې په ورځ رامنځته شوی ودهفتې په ورځ چې جنازه وه دپاکستان په اخبارونوکې یې دوفات خبرپه لویوټکونه وخپورشوی اونه هم تلویزونونودې لویې سانحې ته په خپلوخبرونوکې ځای ورکړی و؛ دې رسنیو دجنازې دوخت داعلانولوزحمت هم نه وکړی خوبیاهم دانسانانو داسې لوی سېلاب وچې داسلام آباداوپېښورترمنځ غزېدلي دواړه عمومي سرکونه ترپنځوشپږوکیلومتروپورې له انسانانوډک شوي وو اودمسلمانانودسترازدحام له امله ترساعتونوپدې سرکونودترافیکو تلل راتلل بند وو؛ دانسانانویوداسې سترسمندروچې خلکوته یې دعرفات میدان رامخې ته کړی واوټولوپه یوه خوله ویل چې دومره ستره جنازه نده لیدل شوې ؛ پدې هېوادکې ډېرستراشخاص وفات شوي خوپه تېرو دوه درې لسیزوکې دیوشخص جنازې ته هم دومره مسلمانان نه ووراغلي څومره چې دشیخ صیب جنازې ته راغلل.

    سره له دې چې دانسانانویوعظیم ازدحام وخوبیاهم نه څوک دجنازې نه برخی شواونه کومه کوچنۍ بدنظمي رامنځته شوه چې دادخدای په نزد دهغه دلوی مقام اومحبوبیت لویه نښه وه ؛ کله چې دفن شو دقبرخاوروهم فضامعطره کړی او دهغه دلوی مقام اوولایت شهادت یې ورکولو.

    هو! هغه دخدای محبوب بنده وځکه یې دمسلمانانوپه زړونوکې دهغه سره داسې بې کچه مینه اچولې وه چې نېږدې سیمې خونېږدې وې له کراچۍ ،بلوچستان اوافغانستان نه یې هم جنازې ته هغه تنان راغلي ووچې دده رحمه الله تعالی سره یې داستازۍ اوشاګردۍ تړاو نه و.

    دالله تعالی نه دهغه لپاره په آخرت کې لوړې مرتبې اوپه حق پرستوعلماءودهغه دتشې ډکول غواړو .

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.