حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 08/24/1394 ساعت: 21:32
    بازدید 68
    ♥5

    لیکوال: داسلامي نړۍ مفکرعالم مولانا سید ابو الحسن علی ندوي (رحمه الله) ژ: ابوظهیر     تونس دتونس ولسمشر( بورقیبه) له کړو وړو او ویناوو داسې څرګندیږې چې دنوموړي هغه کلتوري سفر(کوم چې دده   دافکارو همرنګ دی، د کوم تلقین چې مغربي او مسیحي داعیان او مستشرقین کوي) دوام ولري، او تر اوږدو مهالو پایلو […]

    پ
    پ

    لیکوال: داسلامي نړۍ مفکرعالم مولانا سید ابو الحسن علی ندوي (رحمه الله) ژ: ابوظهیر

     

     

    تونس

    دتونس ولسمشر( بورقیبه) له کړو وړو او ویناوو داسې څرګندیږې چې دنوموړي هغه کلتوري سفر(کوم چې دده   دافکارو همرنګ دی، د کوم تلقین چې مغربي او مسیحي داعیان او مستشرقین کوي) دوام ولري، او تر اوږدو مهالو پایلو به وغځي او اوس په هغه مرحله کې دی چیرې چې چې داشاریو او کنایو حدود پای ته رسي، په دې توګه اوس نومړی د کوم ډار او اندیښنې پرته خپل اندونهښکاره کوي په اړه یې د جسارت څخه کار اخلي، ددې خبرې عټ دلیل دنوموړي هغه ویناوې دي، چې په اسلامي نړۍ کې یې یوه ستره هنګامه پیداکړه،   تونس کې دنړیوال کلتوري کانفرانس مدرسینو او مربیینو څانګې ته دوینا پر مهال یې وویلي [ چې دتونس ورځپاڼو دځینو فقراتو اوجملو په حذفولو خپره کړیوه چې په اسلام او درسول الله () په ذات یې کلکې حملې کړې وې]او هم رسمي ورځپاڼو حذف کړې وې دلبنان څخه خپریدونکي اوونیز اخبار الشهاب دخپل اووم کال په لومړۍ ګڼه کې کومه چې په ۱۹۷۴زکې داپریل په ۱۵مه نیټه له چاپه راوتي لاندې فقرې خپرې شوې:

    (۱)- قرآن کې تضاد دی، چې عقل یې نه مني لکه: یوځای وایي) قل لن یُصِیبَنا اِلا ماکتب الله لنا اوپه بل ځای کې   وایي:اِن الله لایُغیرُ مَابِقَومٍ حَتی یُغَیِرُوا مَا بِانفسِهم.

    ځېرنه:

    د تونس ولسمشر ته چې د کومو ایاتونو ترمنځ تضاد ښکاري! یا داچې نوموړی له عربي ژبې سره نابلد دی[ ځکه چې ذده کړې یې فرانساه کې کړې] او یا دا چې د قرآن او دهغه تفسیر د نه مطالعې پایله ده،که د اسلامي علومو یې ادنی عالم ته یې هم رجوع کړیوه، نو ددې شبهې ښکار کیده به نه!

    (۲) ـ محمد ( :ژ) یو ساده انسان و، چې په عربي صحرا کې یې زیات سفرونه کول او رایج الوقت خرافات اوریدل، بیا یې هغه (خرافات) په قرآن کې نقل کول لکه دموسی دعصا قیصه؛ چې عقل یې دتحقیق وروسته منلوته تیارندی!یا لکه داصحاب کهف قیصه!

    ځېرنه:پورته تور پوري کول هم دتونس د ولسمشر دناپوهۍ او دهغه فکري انتشار غمازي کوي، کوم چې د۱۹مې پیړۍ په پای کې په نویو ذده کونکو پیدا شوی ، هغه مهال علمي اوتاریخي بحثونو وده نه وه مندلې! لیکن په نوي عصر کې دغه ډول دعوې کوم جواز نلري او بریښې ې چې ولسمشر بورقیبه قرآن پاک درسول الله () تالیف بولي! نه اسماني کتاب !

    (۳)ـ مسلمانانو محمد هم معبود ګرځولی ! ځکه همیش هغه [محمد صلی الله علیه وسلم] یادوي! ددې دا مطلب دی چې الله په محمد رحمت لیږي! کوم چې د محمد دخدایې درجې سره مرادف ده!

    ځېرنه: دا هم دولسمشر بورقیبه دناپوهۍ بل دلیل دی، چې په هره موضوع کې دتحقیق پرته دخولې چولولو شوق پوره کوي، درود او دعاء د معبود ګرځولو سره تړي،حا داچې دغسې دعاګانې په ټولو اسماني او دیني کتابونو کې هم راغلي چې ورڅخه پخپله دانسان دبنده ګې او احتیاج ثبوت جوتیږي. چې ورته له خدایه درحمت دنزول غوښتنه کېږي)الصباح – تونس دمارچ ۲۰- ۲۱مه ۱۹۷۲ز)

    مونږ دنوموړي په پورتنیو ویناوو ددط زیاته تبصره نه کوو، ځکه ولسمشر بورقیبه کوم دپام وړ علمي مقام نلري، او نه دهغه د ویناوو ترشا کوم فکر یا مطالعه شتون لري، البته ددغو څرګندونو څخه چې کومه نتیجه راوزي هغه داده چې ولسمشر بورقیبه د کمترۍ احساس اود ذهني غلامۍ ښکاردی.هغه اسلامي زده کړې دخپل عمر په داسې وخت کې ندې کړې چې ور کې پوهه پیدا کېدای شي او س یوه ضروري پوښتنه دا پاته ده چې هرهغه تن چې دغه ډول اسلام دښمن اندونه (نظریات) ولري ایا هغه بیا هم دننه داسلام په دایره کې ګڼل کېدای شي کنه؟ او هغه ددې حق لري چې په داسې هېواد حکومت وکړې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي؟

    دولسمشر ددغو څرګندونو په غبرګون کې داسلامي نړۍ او په خاصه توګه دیني کړیو کې اضطراب   ولیدل شو، دپورته پوښتنې غوره ځواب [ اتفاقاً په عین هم هغه ورځو کې د مدینې داسلامي جامعې ( مدینې پوهنتون) دتعلیمې کمیټې غونډه روانه وه، چې ورته دزیاترو اسلامي او عربي هېوادونو څخه وتلي استادان او پوهان راغوښتل شوي وو، زه هم دیادې کمېټې دغړي په حیث حاضر وم، دغه مهال په یو جلا ناسته کې دبورقیبه دپورتنیو څرګندونو څېړنه او ارزونه و شوه، او بیا په پای کې دغونډې ټولو ګډونوالو یې غندنه وکړه هم یې دبریښنایې پیغام دلارې بورقیبه ته دعلماوو پیغام واستول شو، په کوم کې چې په ښکاره ددغسي افکارو خاوند داسلام له دایرې څخه وتلی ګڼل شوی!

    په پورتنو درې نیوکو سربیره کومې چې دهغه په وینا کې راغلې، دبورقیبه چې نور کوم افکار درسول الله () دحیات! اسلامي عقایدو او دعبادت دطریقو په اړه ښکاره شوي دي، له هغو جوتیږي چې نوموړی ولسمشر نه یواځي داسلامي اصولو له مبادیو او شریعت سره موافق ندی بلکې غواړي دتونس مسلمانان هم دبې دینۍ لورته بوزي، او دهغوی په زړونو کې هم ددیني عقایدو او حقایقو په اړه شکوک او شبهات واچوي ددې پېښې نه دا اندازه لګول ګرانه نده چې هغه تونس کومه خوبیول غواړي؟ هغه تونس چې دابن خلدون په څېر لوړرتبه اسلامي فکر، عالم او محقق یې پیدا کړی ، په کومه خاوره کې چې سلګونه محدثین،فقهاء، مشایخ او اولیاء ه پیداشوي دي، مونږ پوهېږو چې دولسمشر بورقیبه په وینا هلته داسلامي کړیو لخوا دنه غبرګون ښودو وروسته تونس دیوې سترې غربې بېلګې کېدو اندیښنې نورې هم سیوا شوې او ددې لپاره کیدونکي کوښښونه نورهم تیزۍ روان دي!

    الجزایر:

    دلکونو مجاهدینو د بیمثاله قربانیو وروسته چې په ۱۹۶۲زدجولایې په ۳مه نېټه دفرانسوي ښکېلاک داشغال په پای ته رسیدو الجزایر ازادې ترلاسه کړه او دواک چارې یې دازادۍ پوځي محاذ ته وسپارل شوې دفرحات عباس او احمدبن بلا په مشرۍ خپلواک حکومت جوړشو، کوم چې دبن خده دجلا وطن حکومت ځای ناستی شو، په ۱۹۶۳ ز کې دستمبر په ۱۵مه نېټه رایه اچول ترسره شول په نتیجه کې یې بن بلا دخلک دیمکراتیک الجزایر ولسمشر غوره شو، احمد بن بلا دجمال عبد الناصر له دوستانو او همفکرو له ډلې څخه و ، دهغه په انتخاب کې جمال عبد الناصر ملاتړ او دهغه مرستو هم رول لاره،په واک کې راتلو سره جوخت الجزایر داشتراکیت په لور روان شواو دجمال عبد الناصر په څېر یې د دیني ذهنیت د را محدودولو او له حکومتي کړیو څخه دلري کولو کوښښ وکړ او په مقابل کې یې دکمونزم پلوو رژیمونو سره یې اړیکې پراخ کړل .

    الجزایر کې جهاد او جنګ د شهادت او اسلامي غیرت په جذبه و شوی ، ورکې دقربانۍ او ایثار داسې پېښې و لیدل شوې چې په تیرو نیږدي څو پیړیو کې دهغه مثال نه مندل کېږي.[ دیوې څېړنې له مخې دالجزایر دازادۍ په جنګ کې ۱۵لکه خلک شهیدان شوي (الاصابه الجزایر)]خو دازادۍ ترلاسه کولو وروسته سیاسي قیادت دهغه چا لاسو ته ورغی چې هغوی له دیني او روحاني مرکزونو څخه لري په فرانسوي روزنتونو او تعلیمي ښوونځیو کې روزل شوی و، په هغوی کې څوتنه داسې مشران او رهبران هم ول چې ورته ته عربي ژبه اجنبي ژبه وه، هغوی تریوې مودې پورې په محبسونو کې یا په غیر اسلامي چاپیریال کې دژوند تیرو لو له امله په ذهني توګه داسلام له اخلاقي ښوونو سره نابلد ښکاریدل، هغوی د هېواد په تعمیر او بیا ودانولو کې ددیني اساساتو پر ځای د نا اسلامي بنسټونو څخه د کار اخیستوهڅې وکړې.

    ځېرنه:

    په ۱۹۶۲ زکې داپریل په ۵مه نېټه هندوستان کې دانکریزې میډیا لخوا خبر خپور شو چې په هندوستان کې دالجزایر دعبوري حکومت استازي ښاغلي بَکر په یو خبري کانفرانس کې وویلي: چې ازاد الجزایر به یو سیکولر جمهوري هېواد وي البته کلتور به یې عربي او اسلامي وي دټولو ښاریانو حقوق او مکلفیتونه له یوبل سره به برابر وي او دملګرو ملتونو لخوا منظور منشور او بشري حقوق به په الجزایر کې نافذوې.

    ددې حالت اندازه (دکوم پرضد چې دالجزایر اسلامي روح او دشهیدانوپاکو وینو احتجاج کاوه) دالجزایري علماوو د یوې وینا څخه کېږي کومه چې مونږ ته دلندن دیوې یهودې ورځپاڼې(jewlsh observer) له لارې رسیدلی یاده ورځپاڼه د ۱۹۶۲ ز کال داګست ۳۱ مې نیټې په ګڼه کې په الجزایرکې دخپل خبریال د خولې لیکي:

    دالجزایردیني رهبرانو اعلان کړی دی چې په الجزایر کې به اسلام او عربي ژبه برتري لري، هغوی پرهفو ملت پالو ګوندونو کلکه نیوکې کړې، کوم چې داوسنۍ زمانې سره برابر دهغه نوي الجزایري حکومت ملاتړ کوي،چې پکې به   دین په حکومتي چارو کې ونډه نلري.

    دعلماوو لخوا په دغه وینا کې ښه صراحت ویل شوي چې د الجزایر جنګ دخپلو هغو شهیدانو سره د بې وفایې او خیانت ارتکاب دی کوم چې داازادۍ په لار کې شهیدان شوي او دابه په   تاریخي مقصد کې بشپړه ناکامې ګڼل کېږي، که اسلام دحکومت د رسمي دین! او عربي دهېواد د رسمې ژبې په توګه ونه ګرځول شي ولې .دجنګ بندۍ دایریان لوظنامه په ښکاره ډول وایي: چې دالجزایر په راتلونکي اساسي قانون کې به یوه ماده ددیني ازادۍ په اړه وې فرانسوي او عربي دواړه ژبې به د دولت رسمې ژبې وې! او داچې دهېواد داستازو په اړه طۍ شوې وه چې دستمبر په ۹مه به هغوی راغونډیږي دهېواد داساسي قانون مسوده به جوړوي دا ناسته څوځله وځنډول شوه، دپوځي او سیاسي چارواکو دکشمکش په وجه په یاده دغه نیټه جوړه نشوه.

    اوس دالجزایر علماء د فرانسوې واک دپای ته رسیدو وروسته په لومړي ځل ديوې ښکاره وینا له لارې اعلان کوي چې ازادې او دهېواد اقتصادي پرمختګ دالجزایر دانقلاب غایت نشي ګڼل کېدای هغوی پخپله وینا کې وایي: هرآزاد ولس خپل جلا انفرادې وجودلري، که داسې نه وای نو دنړۍ قومونه به دیوبل سره داسې کډ وډ وای لکه په اوبو کې کبان، دالجزایریانو فرانسویانو او هسپانویانوترمنځ به کوم توپیرنه و پاته، که چېري داسې نو مطلب داچې الجزایر به يو پرانیستی نړیوال ریاست وګرځي مونږ دغسي یو حالت سره اختلاف لرو، مونږ الجزایریان یو، مونږ ځانګړی او خپلواک وطني شخصیت لرو او دا زمونږ ددین( اسلام) زمونږ دژبنیو( عربي) اقدارو او تاریخ یوه ناطقه پریکړه ده.

    دعلماوو په پورته وینا کې له حکومت څخه داسلام جلا کولو کوښښونه له انقلاب سره غدارې او پخپله داسلامي امت په کور یرغل او دټول الجزایري ولس دتوهین مرادف ګرځول شوی (المسلمون ۹مه ګڼه جمادی الاولی ۱۳۸۲هق اکتوبر۱۹۶۲)

    په ۱۹۶۵ز کې دپوځي انقلاب راتلو وروسته حواري بومدین واک ته ورسید، هغه احمدبن بلا قید کړ، بومدین دبن بلا په پرتله دسیاسي ذهن لرلو په ځای زیات د اداروي ذهنیت څښتن و، له دې وجې هغه دعربې ژبې دودې لورته پام وګرځاو، هم یې تعلیم ته وده ورکړه، دهېواد د بیا رغونې لپاره یې   پلانونه جوړل کړل دبلا په پرتله هغه دنارو وهلو څخه ډډه وکړه، او دهېواد دسیاسي ا و اجتماعي ترقۍ او یوالۍ خواته متوجه شو، خو هغه دخپل مزاج په وجه او دالجزیر دپېچلو کورنیو ستونزو په درلودو یې داسلامي نړۍ په ستونزو کې زیاته لیوالتیا وانه خیسته، دهغه په وجه الجزایر چې دنورو هېوادو لپاره د سرځاروني، قربانۍ او د دیني غیرت اوحمیت له پلوه رهبر ګرځیدای ، دخپل رول په اداء کولو کې پاته راغی.

    په الجزایر کې چې کوم سیاسي ګوند جوړشوی و، هغه داشتراکیت،قومیت او داسلام شعار پورته کړ، خو په دې لړ کې دسیاسي رهبرانو زیاته توجه داشتراکیت په خواوه او داشتراکیت غوره کولو او هغه ته دترجیح ورکولو په وجه په الجزایر کې هم هغه فکري تضاد او کشمکش پیداشو، کوم چې په نورو اسلامي هېوادو کې ترسترګو کېده، داشتراکي فکر پربنسټ الجزایر دعربي ختیځ له هغو هېوادو سره زیات اړیکي او روابط جوړکړل چې اشتراکي ذهن یې لاره، داشتراکي فکر په وجه یې ددیني ګوندونو او او داسلامي برم دبیا احیاء کولو په چارو بوخت ډلو سره یې تصادم رامنځته شو.

    د الجزایر په حکومتي او تعلیمي مرکزونو او سیاسي تنظیم کې یواځي هغو خلکوته دکار ورکولو موقع ورکول کېده څوک چې داشتراکي ذهنیت لرونکي ول ولسمشر رابح بیطاط چې دولسمشر بومدین دمړېنې وروسته ترڅه مودې ځای ناستی ولسمشرو د سیاسي تنظیم حزب جهة التحریر الوطنی په غونډه کې دا اعلان وکړ:

    هېواد کې اشتراکي انقلاب ترهغه بریایتوب نشي مندلی څو چې په کلیدي پوستونو هغه خلک قابض شوي نه وي، څوک چې په اشتراکیت بشپړباور لري ولسمشر پردې ډاډ څرګند کړ چې داشتراکیت د نه منونکو داغېز او نفوذ باید مخنیوی وکړو او هغوی له صحنې وایستل شي.

    تعلیمي نظام چې دیو ولس ذهني تکوین او د یو قوم په راتلونکورهبرانو جوړولو کې بنسټېز رول لري ، دمیثاق ملي په عنوان یې یوتعلیمي نظام پلی کړ،له امله یې دیني تعلیم دعصري تعلیم تابع شو، ددې حالت په راتلو چې کوم نقصان رامنځته شو، په اړه یې شکوه دالجزایر مفکر شیخ احمد حمانی څوک چې داسلامي ټولنې مشر دی، دحزب جبهة التحریرالوطني په هغه څلورمه غونډه کې چې دولسمشر ځای ناستی رابح بیطاط او نوی غوره شوی ولسمشر الشاذلی هم شریک ول داسې وکړه:

    د دیني تعلیم اهتمام په الجزایر کې پخوانۍ سابقه لري، الجزایر ته تل داویاړ ورپه برخه دی چې حضرت عمربن عبد العزیز لس فقهاء دتعلیم لپاره الجزایرته رالیږلي وو، په وړاندې زمانه کې په تلمسان اوبجایه کې داسې مرکزونه وو، چې ورته دذده کړو لپاره له اروپا نه خلک راتلل، اوله دلته څخه اروپا ته علوم وړل شوي ، دجهادي تحریک پرمهال دیني مدرسو خپل مسؤلیت ترسره کړ، او د قوم په روزنه کې مهم روال ترسره کړ، خو دملي میثاق په نامه چې کوم تعلیمي نصاب پلی شوی، دهغه له امله دیني مدرسو ته سخت زیان رسیدلی دی مونږ پوهېږو چې د دې نظام په وجه په غیر دیني مدرسو کې دیني تعلیم رایج شو، او دیني تعلیم عام شو خو دا نتیجه ددې برعکس راووته.

    شیخ حماني اندیښنه وښوده چې دڅه مودې نه پس په اسلامي مدرسو کې سبق ویونکي طالبان دلوړو زده کړو څخه محروم پاته وي په پوهنتونونو کې چې ددیني تعلم کوم واجبي نظام دی هغه ددیني ذهن د جوړولو او د دیني علومو د ترویج صلاحیت نلري.ددغه تعلیمي نظام په وجه چې کوم خلک تیاریږي هغوی به دخپل دین او ثقافت سره اشنا نه وي، هغه د دې حالت دمقابلې لپاره وړاندیز وکړ چې   اسلامي تعلیم، عقاید، عبادات، معاملات او اخلاق دتعلیم په هره څانګه کې باید پلي شي د ښوونځیو لیسو، او پوهنتونونو په ټولودورو کې دې داسلامي علمو اختصاصي څانګې پرانیستی شي څنګه چې دنورو علومو دتخصص لپاره څانګې پرانیستل شوي ددې لپاره همت پکار دی هغه ټول وسایل دې په کار اچول پکاردي کوم چې دنورو علومو لپارپه کار اچول کېږي.

    اسلامي پوهنتون او دیني لیسه دې جوړه شې، دهغو لپاره دې داسې استاذان غوره شي څوک چې اهل وي او دیني شعور ولري.

    دقرآن پاک دحفظ لپاره دې جلا عامې مدرسې جوړې شي او قرآن حفظ کوونکي دې تشویق او ترغیب کړای شي.

    مدرسو او مسجدونو ته دې پاملرنه وشې دهغو دلګښتونو پوره کولو لپاره دچندو او مرستو په راټولولو لګیدلی بندیز دې لغوه شې څو دغه ادارې پخپلو پښو باندې ودریږي.

    دعلماوو او ائمه وو دیني روزنه دې و شي څو له بیرون څخه داستادانو راوستو ته اړتیا نه وې

    په تلویزون او راډیو کې دې دیني برنامو ته وخت زیات شي او دهغو لپاره دې دینداره او روزل شوي خلک وګومارل شې.

    داسلامي لارښوونو درناوی دې وکړای شي او څوک چې یې توهین یا ورپورې ټوکې ټکالې کړ ې دهغوی پرضد دې سملاسې ګامونه پورته شي، په هغو فلمونو او رآدیوې پروګرامونو دې بندیز ولګول شي چې داسلام او د دیني شعایرو دتوهنین مرتکب کېږي..

    دشیخ احمد حماني له غوښتنو څخه څرګندیږي چې الجزایر له دیني، تعلیمي او اخلاقي پلوه په کومه خوا روان دی؟ اونوی تعلیمي نصاب چې دراتلونکو رهبرانو دروزنې ضامن دی او رسنۍ چې دنوي نسل ساتنه کوي دهېواد لپاره یې ستونزې پیدا کړیدي، او دراتلونکي لپاره خطرونه زیږوي.

    ددې ترڅنګ دا خبره هم لحاظول پکاردي چې دالجزایر قیادت په هره شعبه او هره څانګه کې داشتراکیت دنفاذ په لړ کې دهیڅ ډول نرمښت قایل ندی، او هڅه کوي چې په ټولو برخو کې خپل اجتماعي، اخلاقي اوفکري معیارونه دود کړي.اوپه دې اړه یې رهبران په ښکاره اعلانونه کوي.اګرکه هغوی ددې کار ترڅنګ داسلام نوم هم یادوي خو ښکاره ده چې دهېواد دخلکو او او داشتراکیت درهبرانو ترمنځ دیو فکري تضاد پیدا یښت یقیني دی.

    دا دنویو ازاد شویو اسلامي او عربي هېوادو کې ملت رهبران وخت په وخت له اسلام سره دخپل پیوستون اعلانونه هم کوي او هغوی ددې حقیقت نه خبرندي چې اوس هم اسلام دخلکو په منځ کې ترټولو ستر ځواک دی او دهغه دنوم اخستلو پرته دلکونو او ملیونو خلکو په زړونو حکومت نشي کولی، خو دهغوی په زړونو کې داسلام مفهوم دهغه مفهوم نه ډېر جلا دی کوم چې تراوسه دپخو مسلمانانو کلکه عقیده ده، دهغه نه مراد هغه اصلاح شوی (neformed) دین دی، کوم چې دغربي تمدن او امغربي افکارو او اقدارو سره هم آهنک کېدای شي.او دملت پالنې سره سمون لري، هم دا راز په قانون جوړولو او دهغوی دسیاسي مسایلو او مصالحو په وړاندې مزاحم نه ګرځي په دې توګه یو لبناني نژاد عرب مبصر دا رایه اوتبصره ډېره له حقیقت اومبا لغې لرې نده چې دامریکا په یوې مشهورې مجلې (muslim wor) کې څرګنده کړې ډاکټر سالم(salem) لیکي:

    ددې هدف لپاره ملت پالنې بشپړ اتحاد او اسلام پیدا کړی دی، خو کوم اسلام چې قومیت خپل کړی دی، دا هغه پخوانی وچ( خشک) اسلام ندی بلکې یو بدل   او نوی اسلام دی، دجدیدیت په دې تحفه کې چې په هغه باندې یواځي داسلام پرده غوړیدلې دمحمد( ) او دقرآن نوم بیشکه یادیږي، دا ددې لپاره چې هرهغه څه لپاره سند ترلاسه شي چې ملت پالان یې غوره کوي.عربي قومیت ته په خلکو کې دمقبولیت لپاره دهمدې اسلام سره تړون ته اړتیا ده، او دځینو په اند: دعربي قومیت دنوي جوړښت لپاره داسلام له نامه باید ښه ګټه پورته شي دعربي قومیت   او اسلام په یوځای کولو سره ښه بریالیتوب ترلاسه کېدای شي.( مسلم ورلډmuslim worldمضمون نیشنلزم اینډ اسلام nationalism and islam) دچاپ نیټه اکتوبر ۱۹۶۲زدصدق جدید مجلې اخستل شوی نومبر ۳۰مه ۱۹۶۲ز.

    نوربیا

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.