حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په خورماو [کجورو] روژه ماتول
    03/29/1394 ساعت: 10:19
    بازدید 332
    ♥3

    مفتي ابویاسر عن سلمان بن عامر الضبي رضی الله تعالی عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال اذا افطر أحدكم فليفطر على تمر فانه بركة فان لم يجد فليفطر على ماء فانه طهور . رواه ابوداود والترمذي مرقات ۴\ ۴۲۳ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ژباړه :له سلمان بن عامررضی الله څخه روایت دی چې نبي صلی الله […]

    پ
    پ

    مفتي ابویاسر

    عن سلمان بن عامر الضبي رضی الله تعالی عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال اذا افطر أحدكم فليفطر على تمر فانه بركة فان لم يجد فليفطر على ماء فانه طهور . رواه ابوداود والترمذي مرقات ۴\ ۴۲۳

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    ژباړه :له سلمان بن عامررضی الله څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې له تاسوڅخه یوتن روژه ماتوي نولمړی دي په خورما باندي روژه ماته کړي ځکه خورما د برکة شی دی ،اوکه یې خورما ونه موندله نوبیادي لمړی په اوبوروژه ماته وي اوبه یو ښه پاکیزه شی دی .

    تشریح : یعني کله چې یوتن روژه ماتوي نولمړی دي په تازه خورماوروژه ماته کړي ،بیادي نو نورخوراک وکړي ، اوکه یې خورماوي ونه موندي ،نوبیادي لمړی په سړواوبو روژه ماته کړي ، یعني یو یادري سوره اوبه دي وڅښې بیادي نورخوراک وکوي .

    ملاعلي قاري رحمه الله لیکلي : چې په خورماکې برکة اوخیرکثیر نغښتی دی اوښايې چې یو حکمة یې داهم وي :چې دخورماوحلاوة دانسان دبدن قواوي غښتلي کوي .اواوبه هم چونکه پاکیزه نعمت دی نوپه دي سره به یوتفاؤل راشي چې دانسان ظاهراوباطن دواړه پاک شې .

    داخبره داوس وخت طبیبانوهم کړي چې کله دانسان معده اوکلمي تشي وي اوخوراک یې نه وي کړی نوسمدستي یوسخت خوراک کول انسان له بیلابیلوناروغیوسره مخ کوي ،خوددي لپاره درمل داده چي لمړی بایدداسي تن خوږشی وخوري څویي دهاضمي قوه غښتلي شي اودنورو ثقیلوغذاؤ دجذب جوګه شې ، اوپه خوږوڅیزونوکي دغه قوت ترټولوپه خورماکې زیات موجود دی . دكتور أحمد عبد الرؤوف هشام ، اودكتور علي أحمد الشحات لیکلي : چې په خورماکي دوه ویشت غذايې قوتونه موجود دي .

    لا شك أن في اختيار الشارع التمر للإفطار حكمة عظيمة ، ومن هذه الحكم أنه حين يريد الصائم أن يفطر فإنه ينبه جهازه الهضمي الذي يبدأ مباشرة في عمله ، ولا شك أن الصائم في حاجة سكريات سريعة الهضم ليدفع عنه الجوع لأن السكريات هي أسرع المواد الغذائية يمكن امتصاصها ووصولها إلى الدم ، ومن تلك المواد السكرية نجد أن التمر هو من أفضل تلك المواد وبه حوالي 22 مادة غذائية .كما يذكر الدكتور أحمد عبد الرؤوف هشام ، والدكتور علي أحمد الشحات – النتائج التالية :

    إن تناول الرطب أو التمر عند بدء الإفطار يزود الجسم بنسبة كبيرة من المواد السكرية فتزول أعراض نقص السكر وينشط الجسم .إن خلو المعدة والأمعاء من الطعام يجعلهما قادرين على امتصاص هذه المواد السكرية البسيطة بسرعة كبيرة .

    په دي اړه نورحديثونه

    [الف ] وعن انس رضی الله تعالی عنه قال كان النبي صلی الله علیه وسلم يفطر قبل ان يصلي على رطبات فان لم تكن فتميرات فان لم تكن تميرات حسى حسوات من ماء .

    ژباړه :انس رضی الله تعالی عنه وایې : چي نبي صلی الله علیه وسلم به دلمانځه وړاندي په تازه خورماو روژه ماتوله ، اوکه به یې تازه خورماوي نه وي نوبیا به یې په وچوخورماوروژه ماتوله ، اوکه به وچي خورماوي نه وي نوبیابه يې په څوسوره اوبوباندي روژه ماته کړه .

    تشریح : په مرقات کي راغلي چې که به پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته اوبه اوخورمادواړه موجودؤ نوبیابه يې هم په دواړو روژه ماته کړه اولمړی به یي خورماخوړه بیابه يې اوبه پسي سورکړي . ومن عادة النبي صلی الله علیه وسلم كان تقديم التمر على الماء . مرقات ۴\۴۲۳ بالاختصار .

    [ب ] وفي رواية عن ابي يعلى رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  من وجد تمر فليفطر عليه ومن لم يجد فليفطر على الماء فانه طهور . رواه ابن خزيمة   الترغيب ۱\ ۲۷۶ وترجمته ظاهرة

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.