[الف ] عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول الصيام جنة مالم يخرقها . قيل وبم يخرقها قال بكذب وغيبة . رواه الطبراني والبيهقي ۱\۲۷۸
ژباړه : روژه دمؤمن لپاره سپر اووقايه ده خو ترڅو چې يې خرابه نه كړي ، پوښتنه وشوه روژه څرنګه اوپه څه خرابيږي ؟ پيغمبر صلى الله علیه وسلم ورته وفرمايل . په دروغ ويلو او غيبة كولو .
په روژه کې دغیبت کولویوه عجیبه واقعه
[ب ] دعبيد رضي الله تعالی عنه په روايت كښي راغلي :
دمديني په حدودو كښي دووښځو روژه نيولي وه ، يوتن راغى اوپيغمبر صلى الله عليه وسلم ته يې وفرمايل : اى د خداى رسوله دلته دووښځو روژه نيولي نږدي ده چې دډيري تندي څخه ژوند دلاسه وركړي پيغمبر صلى الله عليه وسلم څه ورته ونه ويل : هغه تن بيا عرض وكړ : اى دخداى رسوله په خداى قسم نږدي ده چې هغه ښځې ژوند ده لاسه وركړي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وويل : هغه دواړي دلته حاضري کړئ كله چې هغه راغلي پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل يولوښى رواړئ . كله چې يې لوښى راووړ نو له هغومیرمنو څخه يې يوي ته وويل : په دي لوښي كښي اُلټي ( قى ) كړه هغي په لوښي كښي ژيړي اوبه ، ويني ، اوغوښي قی كړي تردي چې لوښى نيمايې شو .
بيا يې بلي ته وويل : په دي لوښي كښي قی كړه هغي هم دلمړى ښځي په شان ويني ، نوونه اوغوښي قی كړي ، تردي چې لوښى ډك شو ، بيا پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل دي دواړو ښځو خو دهغه څه چې لوى خداى حلا ل پیداكړي دی روژه وه ، خو دهغه څه چې لوى خداى حرام كړي دي په هغه يې ماته كړه ، يوه له دوئ څخه بلي ته كښينا سته او دخلكو غوښي يې خوړي [یعنی غیبة یې کاوه ] . رواه احمد۲\۳۷۳ والسنن الکبری للبيهقي ۴\۲۷۰ والمستدرک ۱\۴۳۱ ومجمع الزوائد۳\۲۰۲ والترغيب والترهيب ۱\۲۷۸ والاتحاف للهيتمي ۶۴
[ج ] په يوه بل روايت كښي له ابوهريرة رضي الله تعالى عنه څخه نقل شوي چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم وفرمايل :
ليس الصيام من الاكل والشرب انما الصيام من اللغو والرفث فان سابك احد اوجهل عليك فليقل اني صائم اني صائم . وقدمرالحديث .
روژه دخوراك اوڅښاك په ايله كولو سره نه ده ، بلكه روژه دعبث اونورو ګناهونو څخه دځان په ساتلو كښي ده ، كه كوم تن درته كښنځل يا بدرد وويل نو ورته وايه زما روژه ده زما روژه ده .
دډيرروژه نيوونکوپه برخه يواځې لوږه اوتنده وي
[د ] وعن ابي هريرة رض قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش . الحديث
ژباړه : ابوهريرة رض وايې چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل دډيرو روژه دارو په برخه يواځي لوږه اوتنده وي . نورثواب يې نه وي .
نو راځی چی په دي ستره میاشت کښی دلوی خدای ددی عظیمو نعمتونو اوبی شمیره احسانونو قدر وکړو ، له ټولو نارواوو ګناهونو اوناوړو اعمالو څخه ډډه وکړو اولا په تیرو ناراوو هم توبه اوباسو ځکه دا هم هغه میاشت ده چی لوی خدای دبنده توبه په کښې قبلوی .
مفتي ابویاسر












![دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…](https://islam.org.af/wp-content/uploads/2015/06/ad_54f6074dc6.jpg)
ثبت دیدگاه