حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • په علم کې دنیت خلوص
    07/18/1394 ساعت: 18:11
    بازدید 313
    ♥3

    بسم الله الرحمن الرحیم په دنیاکې دهرکمال دحاصلیدلو لپاره دیوې سمي اوصحیح طریقي زده کول ضروري دي ، له دي طريقي سوا دعقل اوپوهي په تیزۍ   کوم کمال په صحیح طور سره لاس ته راوړل یوستونزمن عمل دی ، ولي په یقیني ډول باید معلوم کړو چې انجینري ، ډاکتري   ، طبابت ، نجاري ، […]

    پ
    پ

    بسم الله الرحمن الرحیم

    په دنیاکې دهرکمال دحاصلیدلو لپاره دیوې سمي اوصحیح طریقي زده کول ضروري دي ، له دي طريقي سوا دعقل اوپوهي په تیزۍ   کوم کمال په صحیح طور سره لاس ته راوړل یوستونزمن عمل دی ، ولي په یقیني ډول باید معلوم کړو چې انجینري ، ډاکتري   ، طبابت ، نجاري ، دهقاني اوداسي نورچې دانساني عقل په مټ پیداشوي علوم اوفنون دي ، دیولارښووني او استاذي پرته لاس ته نه شي راتلی ، نودایمان ، اسلام اوشریعت دحقایقو دحاصلولولپاره خوخامخا دیوه استاذ یاراهنماسره حضور ضروري ده ، ځکه چې دیني علوم دعقل او ادراک له دائري څخه لوړدي ، اودرباني وحی په ذریعه امت ته رارسیدلي ، نویواځي اویواځي په اسماني تربیت اوالهي ارشاد اوهدایت سره یې ذده کولی شو

    نودطالب العلم لپاره په کارده چې دتعلیم طریقه هم له همدغه ارشاداتوڅخه زده کړي ، ځکه دیوه شيئ مقدمه دهغه شيئ برخه بلل کیږي ، نوځکه خوباید طالب العلم لاندي امورپه نظرکې ولري

    اول –   طالب العلم ته پکارده چې دعلم حاصلولو لپاره له خلوص اواخلاص څخه ډک نیت کوم چې منظورپکې دالله تعالی رضا اودخپل آخرت سمول وي   ولري ، اودکوم فاسد نیت یادنیوي غرض لپاره دي ددین دعلم حاصلولو ته مخه نه کوي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : دهرعمل بدله په نیت موقوفه ده ، اوهرشخص ته به هغه څه ملاویږي چې ده یې نیت درلود .

    که یې چیري خالص دالله تعالی درضا کولو اوثواب ګټلو لپاره کوم کاروکړنوبه الله تعالی ورته ثواب ورکړي اوکه یې دکوم فاسد نیت له مخي کوم عمل ترسره کړ نو له الله تعالی سره یې هیڅ اجرنشته

    په یوحدیث قدسي کې دالله تعالی ارشاد دی : کله چې یوڅوک په خپل عمل کې له ماسره څوک شریک کړي نوزه هغه بنده اوهغه عمل پریږدم ، زه صرف هغه عمل قبلوم چې هغه خالص زمالپاره وي

    په یوه بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : په جهنم کې یوه کنده ده چې جهنم په ورځ کې څلورسوه واره ترې پناه غواړي ، هغه کنده به دریاکارانو قاریانولپاره ځای وي

    اوپه یوه بل حدیث کې ارشاد دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : زه پرتاسو له واړه شرک څخه ترنورو ټولو ګناهونو ډیره ویره لرم ، صحابه کرامو عرض وکړ ووړ شرک څه ده ؟ حضوراکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ریاده !

    په یوه بل حدیث کې داسي هم اضافه شوي چې په کومه ورځ کې الله تعالی خپلو بندګانوته داعمالو بدله ورکوي ، نوبه ریاکارانوته   ووایې : دکوم چادلیدلو لپاره چې تاسو اعمال کول   وګورئ چې له هغوی سره ستاسو داعمالو بدله شته اوکنه

    همدارنګه په ابوداؤ دکې یوحدیث نقل شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : علم ددي لپاره مه زده کوئ چې دنورو په وړاندي فخر ورباندي وکړئ ، یاله جاهلانوسره ورباندي بحثونه وکړئ ، اویاپه مجلس کې په اوچتو ځایونوکښېنئ ، کله چې یوڅوک هم داسي عمل کوي نو دهغه لپاره دوز خ دی دوزخ .

    په علم کې دخالص نیت کولو لپاره   دډیرو احادیثو ترڅنګ دسلفو صالحینو ډیري ویناوي هم شته

    حضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله فرمایې : دعلم لپاره   اول دښه نیت   بیا دښه فهم   بیا دښه عمل اوبیا دښه ساتلو حفظ   اوله دي وروسته یې دخپرولو اوترویجولو ضرورت دی

    حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایې :که چیري اهل علم دخپل علم عزت کوي اوهغه پرخپل ځای استعمالوي نو دزماني سردار به جوړشي ، مګرهغه علم والا چې دخپل قدرنه پیژني اودمالدارو اودنیا دارو په قدمونوکې یې ددي لپاره غورځوي چې څه ترې حاصل کړي ، دهغوی نتیجه به داوي چې ذلیل اوخوار به شي

    دحضرت ابن عباس رضی الله عنه یوه مقوله ده ، که چيري اهل علم دخپل علم عزت کوي ، اودهغه موافق عمل کوي نو الله تعالی اودالله تعالی ملائکي اونیک بندګان به له هغه سره محبت اومینه کوي ، اوپرټول مخلوق به دهغه رعب اودبدبه وي ، مګرهغه کسان چې خپل علم یې ددنیا لاسته راوړلو ذریعه جوړکړی وي   نوله همدي امله الله تعالی هم ورڅخه ناراض اوپه مخلوق کې هم قدرمن نه تمامیږي

    همدارنګه ابوعبدالله سنجري رحمه ا لله فرمایې : دکوم چاچي علم له ریاڅخه خالي نه وي   دهغوی عمل نه شي پاکیدلی ، اودچاچي عمل نه وي پاک دهغوی بدن نه وي پاک ، اودچاچي بدن نه وي پاک دهغه زړه نه شي پاکیدلی ،

    سفیان ابن عیینه رحمه الله   به خپلو شاګردانوته ویل : دعلم دحاصلولو لپاره دنیت خلوص ضروري وبولئ ، اودنفس خواهشات کم کړئ ، په الله قسم که چیري زه دنفس هر خواهش پوره کوم نوزماسره داویره شته چې دعلم خدمت راڅخه پاتي شي

    دوهم – لکه څرنګه چې لمونځ دظاهري اعضاؤ عبادت دی اوبیله ظاهري پاکوالي نه شي حاصلیدلی ، همدارنګه   علم دباطني اعضاؤ عبادت دی ، یعني په زړه سره کول کیږي نوځکه خوعلم هم له باطني پاکوالي پرته نه شي حاصلیدلی ، نوله همدي امله طالب العلم لره پکاردي چې خپل ځان له بدوکارونو اوبدو صفتونوڅخه پاک کړي ، له درو غو ، غیبت ، بهتان ، غلا ، عبث خبرو اوبدو مجلسونوڅخه همیشه ځان وساتي

    په تعلیم المتعلم کې په یوه رانقل شوي حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : کله چې یوڅوک دطالب العلمي په دوران کې له ګناهونوڅخه احتیاط نه کوي ، نوالله تعالی به دغه کس په دریو شیانوکې ضرور په یوه شیئ کې مبتلاکوي ، یابه په عین ځواني کې مړشي ، یابه له فضل اوکمال سره سره په داسي ځایونوکې اوسي چې له ده څخه علم ضایع شي اودعلم ترویج نه شي کولی ، اویابه دکوم بادشاه اورئیس په خدمت کې ذلتونه برداشت کړي .

    همدارنګه یوفقیه   زاهد خپل یوه شاګرد ته په خپل نصیحت کې داسي وایې : له غیبت څخه ځان وساته اوله هغه خلکوسره څوک چې بیهوده اوعبث خبري کوي هیڅ کله مه کښېنه ، ځکه کوم څوک چې عبث مجلسونه کوي   ، هغوی خپل اوستاسو دواړو وخت ضائع کوي ، له ګناهکارو اومفسدو خلکو څخه باید اجتناب وکوي

    میمون بن مهران – رحمه الله – په دي اړه فرمایې : دعلم زده کول اودهغه زیاتیدل ترهغوبې فایدي دي ترڅو چې اطاعت اوله خدای جل جلاله څخه ویره ورسره زیاته نه شي

    حضرت معروف کرخي – رحمه الله – فرمایې : دعلم طلب یواځي دعمل کولو لپاره کوه ، علم دښوخبرو زدکولو لپاره مه طلبوه چې وایې وري اوخلکوته یې بیان کړي .

    دحضرت مولانا مظفرحسین کاندهلوي – رحمه الله – په حالاتوکې راخي چې : دطالبوني په دوران کې به یې له بازارڅخه یواځي ډوډۍ رااخسته   اوسالن به یې له دي وجهې نه را اخیست چې په زمانه کې په هوټلونوکې له سالن سره لازما امچور ګډیدل ، اودهمدي زماني په بیع کې چې دآمونو دبیع رواج ؤ هغه شرعا ناجائز ؤ ، له همدي امله یې ډوډۍ له سالن پرته اخسته ،دنوموړي ددي احتیاط اثر داؤ چې مشتبه مال به یې معدي نه قبلول ، چې کله به یې هم کوم داسي خوراک وخوړ نو سمدستي به یې قیئ کول

    همداراز درحمة المتعلمین مصنف لیکي : طالب العلم ته پکارده چې په خوراک اوڅښاک کې له احتیاط څخه کارواخلي ، حلاله روزي وخوري اوله حراموڅخه ځان وژغوري ،ځکه چې الله تعالی فرمایې : یاایهاالرسل کلوا من الطیبات واعملوا صالحا ،

    ای رسولانو تاسو له حلالوڅخه خوراک کوئ اونیک اعمال کوئ

    مفسرین ددي آیت په تفسیرکې یوه داسي نکته بیانوي چې : دحلال خوراک کولو امر الله تعالی له دي امله مخته کړی چې دنیک عمل په کولو کې حلال خوراک زیات اثر لري ، پرته له حلالي روزي عمل صالح نه شي ترسره کیدلی

    نوطالب العلم که واقعا غواړي چې له خپل علم څخه فایده پورته کړي اونوروته یې هم ګټه ورسیږي نودخپل ځان له اصلاح کیدلو څخه دي هیڅ کله نه غافله کیږي

    پاتي لري …………….

     

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.