حدیث روز
حدیث شریف : هر کس از خود بدگویی و انتقاد کند٬ خود را اصلاح کرده و هر کس خودستایی نماید٬ پس به تحقیق خویش را تباه نموده است.

پنجشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۵ Thursday, 19 November , 2026 ساعت تعداد کل نوشته ها : 475 تعداد نوشته های امروز : 0 تعداد اعضا : 2 تعداد دیدگاهها : 1×
  • اذان افغانستان

    افغانستان · اوقات نماز

    وقتِ آرامش

    یک آسمان، لحظه‌های نیایش

    به وقت کابل · UTC+04:30

    اوقات محاسباتی است؛ برای عبادت با تقویم معتبر محل تطبیق دهید. روش‌های فقهی ممکن است متفاوت باشد.

  • 08/03/1394 ساعت: 21:35
    بازدید 807
    ♥3

    په قعده (ناسته ) کې ۱= دناستي (قعدي ) طریقه هغه ډول ده چې مخکي ددوو سجدو په مابین کې دناستي یادونه وشوه ، ۲= دالتحیات ویلو په وخت کې چې ـــــــــ   اشهدان لا ــــــــ ته ورسیږئ نودشهادت دګوتي په پورته کولو سره اشاره وکړئ ، اوپه ـــ الاالله ـــ باندي ګوته بیرته کښته کړئ، […]

    پ
    پ

    په قعده (ناسته ) کې

    ۱= دناستي (قعدي ) طریقه هغه ډول ده چې مخکي ددوو سجدو په مابین کې دناستي یادونه وشوه ،

    ۲= دالتحیات ویلو په وخت کې چې ـــــــــ   اشهدان لا ــــــــ ته ورسیږئ نودشهادت دګوتي په پورته کولو سره اشاره وکړئ ، اوپه ـــ الاالله ـــ باندي ګوته بیرته کښته کړئ،

    ۳= داشاري طریقه داده چې دمابین اوبټه ګوته سره حلقه جوړه کړئ کوچنۍ ګوته اودهغې په څنګ ګوته بنده کړئ اودشهادت ګوته داسي پورته کړئ چې ګوته دقبلي په لورکږه وي ، سیده داسمان لوري ته ګوته مه پورته کوئ ،

    ۴= د ـــ   الاالله ـــ ویلو په وخت کې دشهادت ګوته کښته کړئ ، خوداشاري په وخت کې چې دنوروګوتو کوم حالت اوهیئت جوړشوی ؤ په همهغه حالت یې دلمانځه ترپایه پوري پریږدئ ،

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    دسلام ګرزولو په وخت کې

     

    ۱= دسلام ګرزولو په وخت کې دواړو طرفوته مخ دومره وګرزوئ چې شاته کسان مو بارخو وویني ،

    ۲= دسلام ګرزولو په مهال داوږو طرف ته ګورئ ،[۱]

    ۳= کله چې مو راسته طرف ته مخ وګرزول نوـــ   السلام علیکم ورحمة الله ـــــ [۲]ووایاست ، اودانیت وکړئ چې راسته طرف ته کوم انسانان اوفرښتي دي هغوی ته سلام کوم ، اوچپ طرف ته دسلام ګرزولو په مهال چپه طرف ته موجودانسانانو اوفرښتو ته دسلام کولو نیت وکړئ ،

    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

    حاشیه :

    [۱]ځیني خلګ دسلام دګرزولوپه مهال داغلطي کوي چې کله سلام سره مخ واړوي نوښه شاته ورسره وګوري دادسنت خلاف عمل دی .

    [۲] په سلام ګرزولوکي سنت طریقه داده چې په وقف باندي وشي یعني په الله لفظ باندي وقف کول سنت دي کسره [زیر] به نه ورکوي .

    اوچې کله سلام ګرزوي نو دالسلام علیکم توري دي په داسې حالت کې ووایې چې لایې مخ دقبلي لوري ته وي اودورحمة الله توروسره دي مخ وګرزوي .اودسلام په ګرزولوکې دي دملایکه ؤ نیت کوي ،اوکه د جماعت په صف کې ؤ نوبیادي یوبل لوري ته چې کوم خلګ وي دهغوئ نیت دي هم وکړي .

     

    ثبت دیدگاه

    دیدگاهها بسته است.